دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

تور لیست

لیکنه: صارم

نه پوهیږم په نوره دنیا کې تور او سپین په کوم اعتبار دي او ولې تور بد او سپین بد نه دی ؟!

که سپین دومره بد نه وای چې مطلقاً یې تور پوستکی بد ګاڼه!  حتی چې  لوړ او ټیټ ذات ته اعتبار یې په همدې رنګونو ورکړی و او آن تر دې چې وايي په فلوریډا ایالت کې به یې د تمساح ګانو ښکار ته د تور پوستو واړه ماشومان ور اچول … نو تور به هیڅ په هیڅه بد نه و او سپین به هم په کړي جرم بد یا مجرم ګڼل کېده .

که پورته مقایسې ته یوڅه اعتبار نور هم ورکړو او خبره تر اصله رسوو نو ممکنه ده چې دغه تور لست هم بېرته سپین شي ولې چې پکې شاملو اشخاصو خو یواځې د جبر او استبداد په وړاندې غږ پورته کړی و اوبس .

دنړۍ انصاف ته هم سړی حیران شي په ظاهره ټولې نارې د سولې او بشردوستۍ دي چې ګورې دقانون، مساواتو او امن پسندۍ چیغې به وهل کیږي خو چې تر سپینې یې ورسره رسوې نو ورو ورو به حقیقت له ظاهر نه بدلیږي اوخبره به په بله خوا ځي .

په افغانستان کې دسولې، امن اوسوکالۍ د راتلو لپاره د یوڅو اسبابو ترڅنګه یو هم د تور لست له منځه وړل او باطل اعلانول دي چې په عملي کېدو سره یې تر ډېره دمجاهدینواطمینان حاصلیږي اوپه بهرنیانو د باور یو لامل ګرځي ورسره په ضمن کې هغوی هم دې ته واداره کوي چې له خپل لوري هم د یوڅه په کولو سره د لاښه نیت اظهار وکړي، خو …

خو تاسې وګورئ دا ټوله سوله دوسته نړۍ! په دې برخه کې بېرته دهماغو په طرف ده چې تر بل هر چا یې دبشر وژلو او له منځه وړلو ته پرمختللې وسلې جوړې دي او داتوم طاقت ته هم په همدې موخه رسیدلي .

هیڅ یو بشري سازمان او ټولنه بیا هم غږ نه پورته کوي او دسولې په راتلو کې دا یو عادي ګام پورته کول هم ورته ډېر دروند ښکاري،  په داسې حال کې چې د تورلست له منځه وړل د دوحې تړون یوه برخه ده، معنا داچې هسې خو هم دوی داسې اقدام نه شي کولای یایې نه کوي چې زور ور پکې کم راځي، خو هغه چې هغوی په خپله خبره کې پرې رانیول کیږي بیا یې هم اقدام کولو ته نه هڅوي یانیوکه پرې نه کوي، نو ویلای شو چې دسولې، امن، بشر دوستۍ او سوکالۍ ظاهر اوباطن یې له همدې په ښه ډول معلومیدلای شي .

که څه هم د دغه لست اثر په مجاهدینو او دمجاهدینو په مشرانو هغومره نه دی لکه څومره یې چې دوی ګڼي ځکه دلته دمجاهدینو مشران هم له عادي مجاهدینو ډېره برتري نه لري او په کوم څه چې دعامو مجاهدینو ژوند او اقتصاد ولاړ دی دمشرانو یې هم ترهغه زیات نه دی، شاید په دې لست کې دمشرانو شاملول به ډېرو داسې ګڼله چې کېدای شي له دې سره به دهغوی ژوند په ټپه وردیږي اولکه دنړۍ دنورو مشرانو او مسؤلینو په شان به یې دنړۍ په ګوډ ګوډ کې بانکي حسابونه ضبط اوله پښو ولویږي .

خو خبر نه دي چې دلته به لا په دې هیواد هم اقتصادي بندیزونه تر ډېره داسې بد اغېز ونه شي لرلای لکه په نورو ابادو هیوادونو، ځکه دلته دمجاهدینو اومقاومت کوونکو اقتصادي اتکاء تر ډېره دهیواد په طبیعي منابعو ده. دمجاهد تغذیه دهیواد له زراعت اومالدارۍ ده دمجاهد خوراک دلته هغه څه دي چې همدلته پیداکیږي، دمجاهد خوراک دلته دچرګې له هګۍ او د غوا له شیدودی چې وړیا پیداکیږي، مجاهد میاشتنۍ تنخواه نه لري، وسلې اومهمات یې هم له دښمنه دي .

دنیا چې کوم حسابونه او قیاسونه کوي هغه ټول زمونږ دهیواد له شرایطو، جغرافیې او طبیعت سره مخالف دي او هغه اثر نه لري چې دوی یې اټکل کوي ولې بیا هم له مانه چې کومې غوښتنې کیږي او امتیازات غوښتل کیږي دهغې په وړاندې دا هیڅ ده اوپه ما یې که اثر هم ډېر  نه دی خو  په مونږ د نړۍ  ښه نیت هم له همدې په ښه ډول را څرګندیږي .

بورا به خدای په ګلو موړ کا= باغوانه ستا نیمګړی نیت مې ژړوینه

اړوند نور مطالب او مجلې

سرمقاله حقیقت/خیر و صلاح کشور در صلح با منطق است

Habibullah Helal

په ملکي تأسیساتو کې سنګرونه د چا دي…!؟

Habibullah Helal

دلوګر ولایت والي محترم مولوي احمد علي جان له څرک مجلې سره په مرکه کې

Habibullah Helal