دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
د اختر پیغامونه پيغامونه

د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هِبة الله اخندزاده (حفظه الله) ‌ د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله. صلى الله وسلم عليه وعلى آله و أصحابه أجمعين ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين. اما بعد:

قال الله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ ﴿۷٧﴾ سورة محمد

ژباړه: اې هغو کسانو چي ایمان یې راوړی دی (یعنی ای مؤمنانو) که مددګاري وکړئ تاسي له ( دین دالله اورسول د) الله سره نو مدد به وکړي (الله) له تاسي سره (په غلبه پر دښمن) او ثابت به کړي قدمونه ستاسي په ځای د جنګ کې.

د افغانستان مؤمن او مجاهد ولس، د سنګر مجاهدینو او د نړۍ مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له کومي مبارکي وایم، الله تعالی مو روژې، عبادات او دعاګانې قبولې کړه. امین

ــ خوښ یم چې د الله جل جلاله په ځانګړي فضل دا ځل اختر داسې مهال لمانځو چې هیواد مو د بشپړې آزادۍ او خپلواکۍ په درشل کې ولاړ دی او د الله جل جلاله په نصرت سره د تیر شل کلن جهاد د شهیدانو، یتیمانو، کونډو، مهاجرینو او غمجنو هېوادوالو ارمانونه پوره کیدو ته نیږدې شوي دي. ان شاء الله تعالی.

له الله تعالی څخه غواړم چې زموږ د ملت او مجاهدینو دا اوږده مجاهده، ستومانۍ، قربانۍ او سرښندنې په خپل عالي دربار کې قبولې کړي، په عوض کې يې موږ ته د بشپړ شرعي نظام د قیام تر سیوري لاندې ارام، سوکاله او خپلواک ژوند رانصیب کړي، چې هیواد مو ترقي وکړي، د جګړو ویجاړۍ بیرته ودانې کړو، زخمونه پټۍ، خپل ملت هوسا او مقدس شریعت نافذ کړو.

ــ اړینه ده چې په دې لاره کې د خپل ځوریدلي ملت د زغم او میړانې او د خپلو مجاهدینو وروڼو د سرښندنو او غیرت قدرداني وکړو، د بندیانو، زخمیانو، معلولینو، یتیمانو او د ځوریدلیو هیوادوالو قربانۍ وستايو او له الله تعالی څخه د قبولیت دعا ورته وکړو.

ګرانو هېوادوالو!

ــ د خپلواکۍ تر لاسه کولو وروسته مو هیواد بیا ودانولو او په پښو دریدلو ته شدیده اړتیا لري، راځئ چې ټول د خپل هېواد په بیرته ابادۍ کې په اخلاص سره ونډه واخلو، ترڅو د شرعي نظام په سیورې کې یو مرفه او اباد هېواد ولرو، د دې کار لپاره له شخصي منافعو او جاه طلبیو څخه تیر شو، اسلامي ارزښتونه او ملي ګټې معیار وګرځوو، د عفوې، درګذر او یو پر بل د ترحم له لارې یو غښتلی او متحد ملت و اوسو.

ــ موږ خپل ټول ولس ته ډاډ ورکوو چې د اشغال له خاتمې وروسته به یو داسې افغان شموله اسلامي نظام رامنځته کیږي، چې ټولې پرګنې به په کې د خپل اهلیت او استعداد په بنا ځان ویني، د هیچا په حقه حقوقو به تیری نه کیږي. ان شاءالله.

ــ په مقابل جانب کې ولاړو افغانانو باندې یو ځل بیا غږ کوم چې نور د جنګ د دوام لپاره هيڅ ډول هڅه ونه کړي، دا هیواد د افغانانو ګډ کور دی، موږ تاسو باید د اسلام په احکامو سره راجمع شو، له اختلافاتو او هر ډول تعصبونو څخه ځان وساتو، د اسلامي امارت غیږه د ټولو هغو افغانانو پر مخ خلاصه ده چې په تیر کې زموږ سره په مخالفت کې پاتې شوي، هغوی ته د عفوې او نزدېکت لاس اوږدوو او د حق د لارې د ملګرتیا دعوت ورکوو، له سر زورۍ، عقدې او دښمنۍ څخه هيڅ نه جوړیږي، خو برعکس له تحمل، زغم او حقیقت منلو څخه ملتونه عزت او ویاړ ته رسیږي.

ــ داچې امریکا او نور بهرني هیوادونه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه باسي، دا یو ښه ګام بولو او کلکه غوښتنه کوو چې د دوحې تړون ټولي برخې عملي شي. متأسفانه چې تر اوسه پورې امریکايي جهت د لاسلیک شوې توافقنامې څخه په مکرر ډول سرغړونې کړې دي او ولسي خلکو ته یې درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

ـــ د ژمنې پرخلاف پاتې بندیان چې باید د مذاکراتو له پيل څخه درې میاشتې وروسته ازاد شوي وای، لا هم نه دي خلاص شوي، له تور او جایزه ليستونو څخه د اسلامي امارت د مسئولینو نومونه لا نه دي ایستل شوي او په دا وروستیو کې یې بله سرغړونه دا وکړه، چې د بهرنیو ځواکونو د ایستلو بهیر یې له می میاشتې څخه تر سپتمبر پورې وغزاوه، دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په خپل اړخ کې ټول تعهدات عملي کړي او په خپلو وعدو يې د شریعت مطابق وفا کړې ده.

موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې باید هر څه د دوحې له توافقنامې سره سم پرمخ لاړ شي، نور له پاروونکو اعمالو او خلاف ورزیو څخه جدي ډډه وشي، که چیرې امریکا بیا هم په خپلو ژمنو وفا نه کوي، نو نړۍ باید شاهده و اوسي چې د عواقبو مسئولیت به بیا د امریکا په غاړه وي، اسلامي امارت به په هر قیمت د خپل هیواد له استقلال او خپلواکۍ څخه دفاع وکړي او دا خبره يې په تیرو شلو کلنو کې ثابته کړې ده.

ــ د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ، سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي، تر څو په اړوندو برخو کې یو له بل سره د انساني او دیپلوماتیکو تعاملاتو له مخې د خپلو ولسونو د سوکالۍ او پرمختګ لپاره د متقابل درناوي او ښه چلند په أساس د شرعي اصولو په چوکاټ کې د همکارۍ اړیکې ولرو.

اسلامي امارت ټولو ته ډاډ ور کوي چې د افغانستان له خاورې څخه به هېچا ته ضرر نه رسيږي، همدارنګه له ټولو څخه غواړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي.

ــ د ملګرو ملتونو له سازمان او نورو ذي دخله هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان په قضیه کې خپله کامله بې طرفي وساتي، د افغانستان د خلکو د ژوند، عقیدې، طرز او تفکر په اړه داسې هڅې ونه کړي چې هغه زموږ د ولس له غبرګون سره مخ کیږي.

باید ووایو تیرو درې څلویښت کلنو تجربو وښوده چې زموږ ملت د هیچا لخوا تحمیل شوي نظریات او باورونه نشي زغملی، دا ملت حق لري، چې د خپل دین، عقایدو، ارزښتونو او د خپل فرهنګ له اصولو سره سم ژوند ولري، بناء باید د ملګرو ملتونو د سازمان په شمول ټول نړیوال زموږ دغه حق ومني او درناوی ورته وکړي.

ــ موږ ته مذاکرات او تفاهم اولویت لري، له همدې کبله مو د مذکراتو لپاره قوي مذاکراتي ټیم موظف کړی، تر څو له مقابلو جهتونو سره بین الافغاني مذاکرات پرمخ یوسي؛ خو بالمقابل د کابل ادارې بار بار له مختلفو لارو څخه هڅې کړې او کوي یې چې روان سیاسي جریان سبوتاژ کړي.

 ــ اسلامي امارت د قضیې مهم اړخ دی، موږ باید څوک په هغو خلکو قیاس نه کړي چې فیصلې یې بل ځای کېږي او دوی ته صرف ابلاغېږي. هر سیاسي بهیر چې د افغانستان د مسئلې د حل په اړوند وي او له اسلامي امارت څخه د ګډون تمه کېږي، باید مخکې له مخکې له تفصیل سره اسلامي امارت په جریان کې واچول شي، تر څو یې د خپلو دیني ارزښتونو او د خپل ملت د علیا ګټو سره سم ارزیابي کړي او په اړه یې لازم تصمیم ونیسي، دا ځکه چې موږ ته زموږ د ملت هغه لوړ اهداف مهم دي چې د هغو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې دي.

ــ له علماء کرامو، پوهانو، سیاسي او ملي شخصیتونو او ټولو نخبه څيرو څخه هیله لرم چې په خپل هیواد کې د سوچه اسلامي نظام د اقامې او آبادۍ لپاره لاسونه سره ورکړي، د ملت د یووالي، قوت او په پښو دریدلو لپاره کار وکړي، اسلامي امارت د دوی سعیې او هڅې ستايي او د راتلونکي نظام په وجود، قوت او پیاوړتیا کې د دوی له استعدادونو څخه استفادې ته اشد ضرورت لري او قدر يې کوي.

اسلامي امارت خپل ټول ملت په ځانګړي ډول تجارانو او سرمایه اچوونکو ته ډاډ ور کوي چې د ټولو سر، مال او عزت به په امن وي، نه یوازې دا بلکې د فعالیت او کار لپاره به مناسب فرصتونه او زمینې ورته برابرېږي.

ــ کومې سیمې چې د اسلامي امارت تر ولکې لاندې دي، هلته ډاډمن امنیت ټینګ دی، د خلکو حقوق نه تلف کیږي، څوک پر چا ظلم نشي کولای، د غلو، شکوونکو او مفسدینو مخه نیول شوې، تر ممکنه حده په تعلیمي، صحي، دعوتي، عمراني او فرهنګي برخو کې کار شوی او لاهم توجه ورته کیږي.

ــ اسلامي امارت د ټولو عام المنفعه پروژو، تأسیساتو او اماکنو ساتنه او حمایت کوي، د لاقوت، پراختیا او پرمختګ لپاره يې هڅه او کوښښ کوي، ټولو مجاهدینو او په عموم کې ټولو هیوادوالوته هم سپارښتنه کوي چې د عام المنفعه ځایونو کلکه څارنه، ساتنه او پالنه وکړي، چاته اجازه ورنه کړي چې کوم ځای زیانمن یا تخریب کړي.

ــ د راتلونکي نسل او د هیواد د ښيرازۍ لپاره تعلیم او تربیه مهم ضرورت دی، هر ملت د تعلیم په مټ پرمختګ کولای شي، اسلامي امارت د سالم تعلیمي جریان حمایت کوي او د همدې مقصد لپاره يې یو ځانګړی کمیسیون توظیف کړی دی، د مدارسو، مکاتبو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو پرمختګ يې له مهمو اهدافو څخه دی، نو لهذا باید ټول ولس د خپلواولادونو سالمې ښوونې او روزنې ته خاصه توجه وکړي، د تعلیمي ادارو او مراکزو ساتنه او پالنه وکړي او په وړاندې يې خپل مسئولیت ادا کړي.

ــ په جنګونو کې ملکي خلکو ته زیان رسیدل او هغوی تلف کیدل د ډيرې خواشینۍ او تأسف وړ دي، اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړی او باصلاحیت کمیسیون لري، مجاهدین او هیوادوال باید له یاد کمیسیون سره هر اړخیزه مرسته وکړي چې خدای مه کړه په جهادي جریان کې ملکي خلک متضرر نشي، که چاته ضرر رسیدلی وي، تر ممکنه حده جبران شي او په راتلونکې کې د ورته پيښو مخنیوی وشي.

همدا ډول په مقابل جانب هم غږ کوو چې د ملکي خلکو له وژلو، ځورولو، او ځپلو څخه لاس په سر شي.

متأسفانه چې تر اوسه پورې د مقابل جانب په عملیاتو، ړندو بمباریو، توغندیو ویشتلو او نورو بریدونو کې زموږ ملکي هیوادوال تلف کیږي، زیان ورته رسیږي چې په هيڅ ډول د زغم او تحمل وړ نه ده.

ــ مجاهدین وروڼه باید له خپل ولس سره له نیک او نرم برخورد څخه کار واخلي، دا ملت ډير ستړی شوی او ځوریدلی، باید ټول ترحم پر وکړو، باید په هیڅ ځای کې هم له چاسره ظلم او زیاتی درڅخه ونشي، که له تاسو سره چا ظلم او زیاتی کړی وي، هم باید موږ او تاسو يې د الله تعالی د رضا لپاره تحمل او هیر کړو، په خپل هیواد کې د سولې، امن او یووالي لپاره باید لا ډير زغم ولرو او د خپل ولس قدر وکړو، ورسره شخصي اعمالو ته مو ډيره توجه وکړئ، لمونځونه په جماعت سره ادا کوئ، له ګناهونو څخه سخت ځان ساتئ، همدا راز د بریا په درشل کې غرور او لويي در څخه ونه شي، بلکې لازمه ده چې د الله جل جلاله شکر اداء کړو او لا ډيره رجوع ورته وکړو، نور هم د الله تعالی څخه نصرت وغواړو او لا ډير توکل پر وکړو.

په پای کې یوځل بیا د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت ټول ولس ته مبارکي وایم، له مالدارو او توانمندو هیوادوالو څخه هیله کوم چې په دې مبارکو شپو ورځو کې د خپلو غریبو، یتیمو، معیوبو، بې وزلو او محتاجو هیوادوالو سره مرستي وکړي، خصوصا سږ کال په هیواد کې وچکالي ده، خلک مو خورا ډيرې ستونزې لري، د کورونا وبا بله هغه لویه غمیزه ده چې ولس مو ور سره لاس او ګریوان دی، نو باید حتی الوسع د دې بیچاره ولس لاسنیوی وشي، همدا ډول خیریه بنسټونه او کومک کوونکې ادارې او نړیوال سازمانونه هم باید له خلکو سره هر ډول همکارۍ ته خپله توجه زیاته کړي او مرسته ورسره وکړي.

والسلام

د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده‌

۲۷/۹/۱۴۴۲هـ ق

۱۹/۲/۱۴۰۰هـ ش

2021/5/9م

اړوند نور مطالب او مجلې

د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هِبة الله اخندزاده (حفظه الله) ‌ د مبارکۍ پیغام

Habibullah Helal