دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
شهامت غير مصنف

شهيد أميرالمؤمنين ته دشهامت ځانګړې ګڼه چاپ شوه

Small S

دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي کميسیون په امتياز يوځل بيا دشهامت اسلامي، علمي، ادبي، څيړنيزې مجلې دلسم کال لومړۍ، پرلپسې ۵۷مه ګڼه په ښايسته صحافت او رنګين ټايټل سره شهامتپالو لوستونکو ته وړاندې شوه!

دشهامت تاندې مجلې په دې ځانګړې ګڼه کې داسلامي امارت دزعيم شهيد اميرالمؤمنين ملااخترمحمدمنصور رحمه الله پر قيادي شخصيت، سياسي وړتيا او صلاحيت سربېره دنوموړي رحمه الله پر ژوند، جهادي مينې او دهغه تر مبتکرانه قيادت لاندې دهيواد ازادۍ لپاره نه ستړي کيدونکو خدمتونو او ابتکاراتو باندې خاصه رڼا اچول شوې.

دشهامت مجلې لوستونکو ته دتازه مطالبو ترڅنګ داسلامي امارت وياند محترم ذبيح الله مجاهد سره مرکه شوې چې دامير المؤمنين رحمه الله دشهادت دپيښې په اړه يې دحقیقت او واقعیت تازه څرګندونې کړي، له پیښې وروسته داسلامي امارت په تګلاره، پالیسۍ او دنوي زعامت دانتخاب په هکله تازه معلومات وړاندې شوي .

نوموړې مجله کې د اسلامي امارت مجاهدینو بالخصوص دشهيد اميرالمؤمنين له کورنۍ سره دتعزيت دراغلو پیغامونو سربېره دنوي زعيم سره د بيعت په سلسله کې اکثره راپورونه ذکر شوي دي.

هیله ده نوموړې مجله ومومئ او خپله تنده پرې خړوبه کړئ!

دمجلې دکښته کولو لپاره په همدې ځای کلک کړئ!

اړوند نور مطالب او مجلې

د شهامت ځانګړې (۸۶)ګڼه چاپ شوه!

Habibullah Helal

د شهامت مجلې۷۱مه ګڼه چاپ شوه!

admin

د شهامت ۸۰ یمه ګڼه له چاپه ووته!

admin