دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
شهامت

د شهامت مجلې61مه ګڼه چاپ شوه!

د الله جل جلاله په لوی فضل دادی يو وار بيا د فرهنګي کمیسیون په امتياز د شهامت مجلې پرلپسې ۶۱مه د ۲۰۱۷م کال د فبروري چې د ۱۴۳۸هق د جمادی الأولی سره سمون خوري، په (۷۲) مخونو کې په اعلی صحافت، ښايسته سکښت او ټايټل سره  له چاپه ووتله.

د شهامت نوې ګڼه چې د نويو حالاتو په رڼا کې، په غوره معياري ليکنو او مقالو سمبال ده، د هيواد په ګڼو ولایتونو کې د ځوانو قلموالو، محصلينو او علماو لخوا اداره کيږي، دا دی يو وار بيا په مهمو مقالو او ليکنو سره تر تاسو در رسېږي.

د دې مجلې منځپانګې ته په کتو چې علمي، ادبي او تاريخي مضامينو سربېره يو لړ سياسي ليکنې هم لري، چې د نويو حالاتو سمې انځور شوي، د ډېرو دقيقو معلوماتو او غوره مفاهيمو ښکارندويي کوي.

د مجلې په لومړي سر کې د نوې موضوع په هکله خبره کيږي چې د امريکا شتون د افغانستان او سيمې لپاره په ګټه دی او که په تاوان؟ دغه راز په ګڼو موضوعاتو لکه: د هلمند د وروستي وضعيت په اړه، د جهادي واقعاتو د تاريخ ليکلو اړتيا، د امريکا او شوروي د حضور او اشغال په اړه، د ایران نوې توغندويي ازموينې، د افغان ناروغانو ستونزې، له امريکايانو سره دخواخوږۍ او داسې نور… سياسي مطالب چې په پښتو او درۍ ليکل شوي؛ راوړل شوي او د مجلې ښايست لا پسې زيات کړی.

همدا راز د زابل، غزني او وردګو ولاياتو د حلقې له مسئول سره مرکه شوې چې د ياد شوو ولايتونو په اړه د مجاهدينو برياوو ته رنګين حالت وړاندې شوی.

دلته ددې خبرې يادونه اړينه ده چې ددې ګڼې ډېره برخه پر علمي، ادبي او تاريخي موضوعاتو ليکل شوې، ځکه خو يې محصلينو، علماوو او زده کړیالو ته په ښکلې بڼه او صحافت ددې ګڼې چاپ او خپرول، ښه زیری بولو او په دې هېله يو چې ددغې ګڼې په مطالعې او کتلو يې تنده خړوبه شي، په همدې هيله!

په درنښت!

اداره

د مجلې د ليد يا ښکته کولو لپاره په همدې ځای کيکاږئ!

اړوند نور مطالب او مجلې

د شهامت مجلې۷۱مه ګڼه چاپ شوه!

admin

دشهامت ۵۳مه ګڼه چاپ شوه

admin

د شهامت مجلې۶۸مه ګڼه چاپ شوه!

admin