دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
شهامت

د شهامت ۸۵ یمه ګڼه له چاپه ووته!

شهامت د افغانستان او نړۍ دحالاتو او وضعیت ته په کتو ګڼې سیاسي، تاریخي، علمي او اجتماعي مطالب په وزینو پاڼو کې لري.

له نیکه مرغه د شهامت مجلې د چاپي بهیر پرلپسې ۸۴ مه ګڼه ، په نويو موضوعاتو ، عالي محتوی او اوډون سره له چاپه ووځي.

شهامت ویاړي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د حوت د ۱۰ مې د تاریخي تړون لومړۍ کلیزه په خپلو ارزښتناکو او هر اړخیزو لیکنو سره لمانځي.

په نوې ګڼه کې د علمي او تحليلي ليکنو سربېره د افغانستان اسلامي امارت د مرستیال ملا سراج الدین حقاني هغه پيغام هم راوړل شوی چې د حوت د ۱۰مې په مناسبت ، د فرهنګي کمیسیون له لوري د جوړ شوي تحليلي سیمینار ګډونوالو ته اورول شوی و.

همدا راز د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون د نوي امیر ملا امیرخان متقي وینا هم په کتبي ډول راوړل شوې چې دعوتپالو مجاهدینو ته پکې خطاب شوی دی.

د نوې ګڼه مهم عناوین په لاندې توګه دي:
 امریکا دې! د دوحې تړون ژمنې پوره کړې !
 كه امريكا ترون مات كړ! څه به ترلاسه او څه به له لاسه ورکړي؟
 د افغانستان په نږدې تاریخ کې د اشغال د خاتمې تړونونو ته لنډه کتنه
 د دوحې تړون او کابل اداره!
 د تړون ساتنه راته ولې مهمه ده؟
 پيــمان دوحه و اثرات مثبت آن بر منطقه
 د دوحې له تــړونه د اسلامي امارت لاسته راوړنې
 د دوحې تړون په تنفیذ کې د جانبینو ګټې…!!
 د دوحې تړون؛ د افغانستان او امريكا امنيت تضمينولاى شي؟
 د دوحې تړون لومړنی کليزه، هيلې او انديښنې !
 مانعین صلح وثبات درکشور کیها اند؟
 اسلام کې له کافرانو سره شوي تړونونه !
 د دوحې تړون د ارزونې په ځای باید د هغه نیمګړتیاوې ورپوره شي!

د یادونې وړ ده چې شهامت د رسنیز ډګر هغه جهادي، علمي اومطبوعاتي شهکار دی چې پښتو او دري کې د ګران هيواد روان سياسي وضعيت څېړي او هیوادوالو ته د پردیو شومو اهدافو په وړاندې د اسلامي امارت پالیسي روښانه کوي، دځوان کهول ( نسل) د استعدادونو روښان فکر او اسلامي روزنې ته اهمیت ورکړي. (اداره)

شهامت مجله همدلته مطالعه او خپل کمپیوټر ته ډاونلوډ کولای شئ!

[dflip id=”2110″ type=”thumb” ][/dflip]
همداراز د دغه دوهم لینک له لارې هم مجله ډاونلوډ کولای شئ!

اړوند نور مطالب او مجلې

د شهامت ۸۳ یمه ګڼه له چاپه ووته!

admin

د شهامت ۷۸ یمه ګڼه له چاپه ووته!

admin

د شهامت مجلې۶۵مه ګڼه چاپ شوه!

admin