دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د امام حسین (رض) لمسی همداسې وي؟

خبیراحمد م 

د کابل رژیم د ولسمشـر ړومبي مرستیال امرالله صالح څو ورځي وړاندې د پخوانی ټلوالي مشر جنرال فهیم دتلین په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لوري نوموړي رژیم ته د لړزونکي لیک په غبرګون کې په داسې حال کې چې مورال او حوصله يې سخته لویدلي وه او بڼه کې یې وینه تښتیدلي وه، وویل: هغه د امام حسین رضي الله عنه لمسی ده، مرګ او شهادت به قبول کړي خو د طالبانو طرحي او دده په اصطلاح د پاکستان دام ته چې په امریکايي لیک کې له ورایه بریښي تسلیم او سر ټیټ نه کړي. 

د صالح دغو غورځو پرځو ته په ټولنیزو رسینیو کې یو شمیر هیوادوالو مناسب او پرځای تبصرې اوځوابونه لیکلي وو چې په خلاصه ډول یې دلته ځیني مفاهیم را اخلو؛ که امرالله صالح لږ فهم او درک هم ولري بیا به چیرته ونه وايي چې هغه د امام حسین رضي الله عنه لمسی او کړوسی دی او یا یې کوم نسبت او تړاو ورسره شریک اوپییلي دی.  

 لومړی خو صالح ته باید وویلی شي چې که ته په رښتیا دامام حسین رض لمسی وای نو دا صورت اوسیرت به دې ورته ورته وو، د هغه دین او شریعت ته به دې غاړه ایښودلي وه،  دخپل اقتدار په دوران کې به دې دشریعت د پلي کیدلو په برخه کې یوه پنځه ګامه اخیستی وو، د الهي قانون اومحمدي شریعت په ځای به دې دجمهوریت او دیمکراسی دچلیدو لپاره هرډول اصرار نه کاوه، دجوماتونو امامان، دپوهنتون ددیني پوهنځیو استادان به دې دشش نیم بجو په ناستو کې د وژل امر نه ورکاوه او ته او خدای ته دې دغه مخلوعي، سپکي او فحاشي څیري او مښوکي ته وکسه او د امام حسین رضي الله عنه له خاندان سره ځان نښلول، که امام حسین رض ژوندی وای ایا ته به یې په همدې برتانوي نیکټايي، خریلي مخ څو سوه (قمچیني) نه وای وهلی؟

ته که رښتیا د امام حسین رض لمسی یې نو د قران کریم څو مبارک ایتونه ولي نه شي تلاوت کولی، څه وخت وړاندې دي په یوه غونډه کې دقران کریم ایتونه په لیکلي ډول هم مخته ایښي وو؛ خو داسې دې لوستل لکه یوانګریز چې تازه مسلمان شوي وي او څوک یې ورباندي د ایمان د اثبات لپاره وايي.

امام حسین رض خو په ارګ کې نه و او له دوو تابعیتونو څخه یې هم متابعت نه کاوه، امام حسین خدای جل جلاله  د شهیدانو یوه نمونه وګرځاوه، نه د جان کیري غلام، هغۀ په دښتو کې جنګونه کول تاسې له ملي بودیجې څخه په اخیستل شوو ضد مرمۍ لسګونو موټرو کې ګرځی د امام حسین رض شعار حق و او ستاسو شعار د یو درواغجن جمهوریت ساتل دي چې دهغه سرنوشت کې د امریکا د سفیر او خارجه وزیر له لوري ټاکل کیږي.

امام حسین رض د یزید او یزیدیانو په مقابل کې د ازادۍ او حق لاروی او د ټولو ټولنیزو، اخلاقي او… فسادونو پر وړاندې د مبارزې یوه نمونه وه. مګر نن دا خبرې د هغو مفسدو چارواکو له خولې اورو چې تر پوزې پورې په اخلاقي او ټولنیز فساد لړلي.

د حسین د طریقې امر او شعار و چې مۀ پر چا ظلم کوئ او مۀ هم د چا د ظلم ښکار.

مګر ستاسو په حکومت کې غلا تر حد واوښته، ظالم او مفسد چارواکي هره ورځ د ملت په سترګو کې خاورې اچوي، ټولنیز عدالت له مرۍ نیول شوی؛ نو تاسو ته شرم پکار دی چې د کربلا د اتلانو تر نامۀ لاندې د خلکو له عقایدو او احساساتو څخه ناوړه ګټه اخلئ.

آیا تاسو دا ویلی شئ چې کورنۍ مو چېرته اوسېږي؟

آیا د هغو بېوزلو له دقیقو ارقامو او حالت څخه خبر یاست چې له مجبورۍ څخه و خپل اولادونه پلوري؟

ایا ستاسې ترسترګو لاندي یواځي په کابل ښارکې څومره کلیساوي شتون لري، څومره دفساد، فحشاوو مراکز له یوې نه بلي ورځي ته ډیریږي، دکومي کلیسا او کومي فحاشي اډي په وړاندې مو کله اقدام کړی، دیني مراکز، مدرسي، جوماتونه او نور ولسي اجتماعات خو روزانه بمباروی، ایا حیا نه درځي چې له دومره وحشت او دیني دښمنی باوجود بیاهم په خوله راوړي چې زه دامام حسین رض لمسی یم 

په کار خو دا وه چې دافغانستان شیعه مشربه اتباع چې هغوئ یې دخاصي پیروی لپاره هرکال لسګونه ټنه وینه تویوي نن ټول ستا په وړاندې را اوچت شوي چې د امام حسین رض لمسی هیڅکله تا غوندي مفسد، قاتل او دروغجن نه د هغه په لمسیانوکې تیرشوی او نه به تیرشي؛ نو باید له خپلي دغې دعوي او شعار څخه ژر تر ژر بیزاري او پښیماني وښيي!!؟

خو هغه څوک چې ستا وینا ته ناست وو که اهل تسنن وو که اهل تشیع تر ډیره ځایه ستا په څیر اوشکل اوستا دمفسد بانډ او مافیا، غړي او تړلي کړۍ وي چې د تاسف اوشرم په ځای یې متاسفانه تاته چکچکي هم کولي.  

پاک رب جل جلاله ته لپي نیسو چې نور په اتل، میړني او دین پروره افغان ولس خاص مرحمت وکړي او نور یې دامام حسین رضی الله عنه کاذب لمسیان ددوئ له سر او سرنوشت څخه لرې او ورک وګرځوي (امین)

اړوند نور مطالب او مجلې

رژیم کابل و بُغرنج فساد اداری در افغانستان

Habibullah Helal

خـــبر او نظــر

Habibullah Helal

د دوحې تړون ماتول ځانته د قبر کیندل دي ؟!

Habibullah Helal