دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

هو! افغانستان کې د امریکا موجودیت ټولې منطقې ته ګواښ دی

بشیر
په دا وروستیوکې دامریکا نوي ولسمشر «جوبایډن» له یوتلویزون سره په مرکه کې ویلي: امکان لري افغانستان کې دامریکایي ځواکونو د شتون موده نوره هم وغځول شي، په ورته توګه د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم د کابل ګوډاګي رژیم امنیت سلاکار سره په یوه لیدنه کې د دوحې په هوکړه لیک د دویم واري کتنې اشارې کړې ده، داپه داسې حال کې چې یادې څرګندونې دامریکا د پخواني حکومت دامنیتي تګلارې سره په ښکاره ټکر لري، د کومې تګلارې له مخې چې دامریکا پخواني حکومت تیر کال د فروري په ۲۹مه نیټه دقطر په پلازمېنه دوحه کې دافغانستان اسلامي امارت سره په یوه ګډه هوکړه کې ژمنه وکړه چې افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه به ټول د۲۰۲۱ زکال د می میاشتي ترپایه ووځي.

دامریکایي ولسمشر د یادو څرګندونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت لخوا په یوه رسمي اعلامیه کې غبرګون ښودل شوی دی او په څرګندو ټکیو کې یې ویلي دي: که د روان ۲۰۲۱ زکال د می ترپایه د خارجي عسکرو وتلو پروسه تکمیل نشوه نو په راتلونکي کې به ډیرې بدې پایلې ولري.

د امارت اعلامیه وړاندې وايي: د دوحې تړون ژمنې پوره عملي کول دروانې جګړې دپای ته رسولو لنډه لارده، چې اسلامي امارت ورته له خپله اړخه کلکه ژمنتیا لري او د امریکا لپاره هم ضروري ده چې دا تاریخي فرصت له لاسه ورنکړي او که بالفرض خارجي ځواکونه د یادې نیټې ترپایه ونه ووځي د شک پرته دابه دامریکا لخوا دتړون ماتولو په معنی وي، چې په هغه صورت کې به ټول مسؤو لیتونه هم امریکا ته راجع وي اوښکاره ده چې دا کاربه دامریکا نړیوال حیثیت ته هم دروند زیان ورسوي.

د افغانستان اسلامي امارت لخوا په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې د دوحې تړون د نقض کولو په صورت کې به دافغانستان اسلامي امارت دخپل ولس نه په استازیتوب کولو سره دخپل هیواد نه د فاع وکړي او نوربه هم خپل جهاد اومبارزې ته دوام ورکړي څو په نتیجه کې یې خپل هیواد او لس ته داشغال له سلطې څخه نجات ورکړي.

داعلامیې په وینا:افغانستان کې دجګړې اوږدولو د زیانونو او تلفاتو مسؤلیت به هم دامریکا په غاړه وې اوپه امریکاغږ کوي چې نوردې افغانان په ازمایښتونو کې نه ازمايي، دجګړې د پای ته رسیدو لپاره دې دمعقولیت او منطق لاره ونیسي او په افغانستان او افغانانو باندې دبهرڅخه د کوم نظام د تحمیلولو څخه ډ ډه وکړې زکه په افغانستان کې د نظام رامنځته کول دافغانانو مسؤلیت دی او هیڅ کوم بهرنی ځواک ددې حق نلري چې هغوی دې په افغانانو خپله اراده تحمیل او ومني.

په ورته توګه د منطقې هیوادونه د بایډن د یادو څرګندونو په اړه هم د ور خطایي ښکار شوي دي زکه چې دڅلورو لسیزو راهیسې روان جنګ افغانستان او منطقه د بیساري ډول تباهیو او برباد یو سره مخ کړې ده چې له امله یې ترننه ډیرې بدې پایلې افغانان او د منطقي ولسونه محسوسوي.

نو د سیمي ټول ولسونه په کلکه غواړي چې افغانستان کې میشت خارجي ځواکونه دي دکوم ځنډ پرته د دوحې تړون مهال ویش سره سم افغانستان ترک کړې څنګه چې تردې شیبې پورې دځواکونو ویستلو ته لا څلور اوونۍ پاته دي لا هم تردې دمه نده روښانه نده چې افغانستان کې دمیشت بهرنیو ځواکونو راتلونکی به څه وې؟باید امریکا د دوحي تړون په پام کې نیولو سره دخپلو ځواکونوپه انخلاء جدي لاس پورې کړې.

که څه هم په بین الافغاني مذاکراتو اود افهام وتفهیم په جریان کې افغانان پخپلمنځ کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه دیو حل مندلو په اړه مصمم برېښي، خو د پردې ترشا ځیني منفي کړۍ نه غواړي چې افغانان د تیرې شل کلنې جګړې د ناخوالونه د نجات مندلو پخاطر خپلمنځي تفاهم ته ورسیږي او په دې لړکې ضروري سپارښتنه داده چې افغانان باید د خپلمنځي ډیالوک په لور لاړ شي او د خارجي ځواکونو د ویستلولپاره دي بین الافغاني وحدت رامنځته کړي څو هغوی ته دلته دنورپاته کیدو لپاره پلمې اوبهانې په لاس ورنشي همدا راز دافغانانو ترڅنګ د منطقي هیوادونو ته هم پکار ده چې هغوی امریکا او ناټو ته نور د دې اجازه ورنکړې چې هغوی د جګړې داوږدولو په اړه پرېکړې وکړې زکه دامریکا موجودیت دټولې سیمې او منطقي امنیت او ارامۍ ته ګواښ دی.

اړوند نور مطالب او مجلې

د امریکا زوال، هیلې او حقایق

Habibullah Helal

پدیدهٔ زشت دشنام و بدزبانی

Habibullah Helal

د عسکرو ایستل! د امریکا او افغانستان دواړو لپاره تاریخي او حیاتي ارزښت لري

Habibullah Helal