دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
شعر او ادب

د زړه سره بیعت

د   زړه  په  وینو  لکه    شمعه    طهارت  کومه

داسې  خونه  چې  بې  اودسه   عبادت    کومه

نه  لیونئ  یم  نه  پاګَل  چې هرې خواته به ځم

دزړه  په  کورکې  له خپل  زړه  سره بیعت کومه

کفار   له  کلي  نه  شړم   دکلک  ایمان  په  توره

بیادخپل  کلي  په  محراب  کې  امامت   کو مه

د  جُلیبیب   او حنظله   اوعِکرمه    په  شا  نې

جنون  دعشق  کې  زه  آرزو  دشها دت    کومه

که شوم  شهید  دتن  په  وینو که  زه  ولمبیدم

میدان  دحشر کې  به  ستا سې شفاعت  کو مه

که شهادت مې نصیب نه شواوژوندئ پاتې شوم

په  صداقت  دخپل  مؤمن ولس  خدمت   کومه

په رب دې سپارم گوهري رب ته مې وسپاره نور

ستاسې  لپا ره  انتظام    به   په  قیامت  کو مه

اړوند نور مطالب او مجلې

په دستار خوښ یم

Habibullah Helal

غزل (د سنګر په ګردو لژنده طالبه!)

Habibullah Helal

د شعر و شاعري اهمیت او ضرورت

Habibullah Helal