دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
شعر او ادب

غزل (د سنګر په ګردو لژنده طالبه!)

د ګلاب او د سنځل خوشبو لګېږي

پسرلی دی د هر ګل خوشبو لګېږي

دسپین غر سپینې لمنې زرغونې شوې

د تور غر د تور اور بل خوشبو لګېږي

خوشحال خانه! ستا پۀ کلي کې او سېږم

خو پۀ زړۀ مې د کابل خوشبو لګېږي

د سنګر پۀ ګردو لژنده طالبه!

ستا دڅڼو لۀ هر ول خوشبو لګېږي

د شهید معصومې وینې پرې توی شوي

پدې لاره پل -پۀ پل خوشبو لګېږي

ستا صفت کې مې ټپې لکه غوټۍ شي

بند پۀ بند مې لۀ غزل خوشبو لګېږي

چې دا ستا لۀ سپینې مینې برخوال وي

پۀ منصور درمان به تل خوشبو لګېږي

اړوند نور مطالب او مجلې

د زخمونو ګلان

Habibullah Helal

د شعر و شاعري اهمیت او ضرورت

Habibullah Helal

د زړه سره بیعت

Habibullah Helal