دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

له عسکرو سره د اسلامي امارت غوره چلند د دیني او ملي بصیرت ثبوت وړاندې کوي!!

سرمقاله

د خدای پاک په نصرت او د افغان مجاهد ولس د قربانیو له برکته لله الحمد نن هغه ورځ راورسېده چې نږدې هره اوونۍ یو یرغلګر هېواد زموږ د پاکې خاورې په سینه خپل ولاړ بیرغونه راټیټوي او په چټکۍ سره پښې ترې سپکوي. تازه ایټالیا اعلان کړی چې په هرات کې یې خپل بیرغ راټیټ کړی او له افغانستانه د وتلو چارې یې ګړندۍ کړې دي.

له دې سره هممهاله، د امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی چې له افغانستانه د وتلو پروسه یې تر ۵۰٪ زیاته بشپړه کړې، خپل زیات تجهیزات یې ورسره وړي او زرګونه عدده نور وسایل یې د تخریبولو لپاره د پنټاګان لوژستیک ادارې ته ورکړي دي.

ایټالیا بیا دخپلو پوځي وسائلو ،عسکرو او تجهیزاتو ترڅنګ دخپلو زرګونو راوړل شوو شرابواوالکولي نیشیی موادو د وړلو اعلان هم کړی.

له هېواده د یرغلګرو ځواکونو وتل د خوښۍ زېری دی، خو د وتلو په وروستي پړاو کې د هغوی لخوا د خپلو ځینو تجهیزاتو تخریبول نوره هم واضحه کوي چې دوی زموږ هېواد ته یوازې د ویجاړي لپاره راغلي وو او پر افغانانو یې پېرزو نه ده چې د خپلو ګټو د نه ترلاسه کېدو په صورت کې دې د دوی له وسایلو استفاده وکړي.

د سیاسي وضعیت ترڅنګ نظامي حالات هم لله الحمد د مجاهدینو او هېواد په ګټه روان دي. له تیرې یوې میاشتې راهیسې د مختلفو ولایتونو نږدې ۲۲ ولسوالۍ او بېشمېره پوستې د مجاهدینو لاس ته لوېدلې دي. تر ټولو زیات د خوښۍ ځای دا دی چې په دې پوستو او مرکزونو کې پرتو زیاترو عسکرو حقایق درکړي او د بې هدفه جنګ کولو پرځای په جوپو جوپو اسلامي امارت سره یوځای شوي دي. اسلامي امارت هم د دوی تود هرکلی کړی او نازولي یې دي.

د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې د امکان تر حده غولېدلي عسکر وپوهوي د دې لپاره چې د څو خاینینو د ناوړه اغراضو لپاره د قرباني کېدو پرځای د تفاهم لار غوره کړي، او په دې ډول خپل دنیا او آخرت له تباهۍ وژغوري. اسلامي امارت هر هغه چا ته خپله غېږه خلاصه کړې او د عفوې اعلان ورته کوي چې له جګړې لاس اخلي او د اسلامي نظام د حاکمیت په لار کې له خنډونو ایجادولو ډډه کوي.

د کابل رژیم په لیکو کې ولاړ کسان باید پوه شي چې د دوی په جنګ او مقابله هیڅ نتیجه او اثر مرتب نه دی، یوازینۍ پایله به یې دا راوځي چې د خپل ځان او کورنۍ ترڅنګ به یې دین او هېواد ته هم زیان اړولی وي. دوی باید ځان وپوهوي کله چې د نړۍ تر ټولو مجهز ځواکونه د افغان ولس په مقابل کې مات شول اودوئ یې یواځې پریښودل، اوترټولو ښکاره حقیقت داده چې دکابل رژیم یومهم چارواکۍ هم افغانستان کې فامیل اوکورنۍ نلري که لګ حالت نور دترنیګلتیا خواته ولاړسي دوئ به ټول تښتي.

نو چې حالت او تحلیل همدا وي نو بیا د دغه مفسدو او مادیات پرستو بې ضمیره واکمنو په خبرو ولې تیروځي اوددنیا اواخرت کړاوونو او عذابونوته ځان ورغورځو.

اړوند نور مطالب او مجلې

سرمقاله حقیقت/خیر و صلاح کشور در صلح با منطق است

Habibullah Helal

نگاهی بر نقض معاهدات بین المللی از سوی آمریکا

Habibullah Helal

سرپرستی خانوادۀ شهدا

Habibullah Helal