دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
کتابتون

( د سپین کاروان سرلاري) په نوم ارزښتمن کتاب چاپ شو!

د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون د تاریخ څانګې لخوا د اسلامي امارت د پنځوس تنو مشرانو د ژوندلیکونو مجموعه ( د سپین کاروان سرلاري) په نوم په ۵۲۲ مخونو کې خپره شوه.
دا مجموعه چې د اسلامي امارت د پنځوس تنو مخکښو څیرو، نظامي مشرانو او سیاسي شخصیتونو تفصیلي سوانح په کې راغلي د خپل ډول خورا ارزښتمن او له معلوماتو ډک اثر دی چې د اسلامي امارت د ټولو مهمو شخصیتونو د ژوند له حالاتو مو خبروي.
ددې کتاب په مقدمه کې راغلي(په دې مجموعه کې د پنځوس تنو امارتي مشرانو سوانح راټول شوي دي چې د ژوند له ابتدائي حالاتو، تعلیم، جهاد او په اسلامي امارت کې له خدمتونو بیا د شهادت یا وفات تر وخته د هغوی دژوند په مهمو پیښو رڼا اچوي.په دې مجموعه کې ځکه د ټولو مخکښو او مطرحو شخصیتونو سوانح ځای نه شول چې زموږ په لاس کې فی الحال همدا سوانح بشپړ او د نشر لپاره آماده و، که د نورو نامرتبو سوانحو تر ترتیب پورې مو انتظار کولای شاید د کتاب چاپ ډیر تأخیر شوی وای او ضخامت به یې هم له معمول حد څخه زیات وای)
دا کتاب چې په ښکلي قطع او صحافت چاپ شوی د ټایټل په لومړي مخ یې په عنوان سربیره د اسلامي امارت د مجاهدینو د یو موټریز کاروان انځور راغلی چې سپین بیرغونه ورباندې رپیږي. د ټایټل په وروستي مخ د کتاب له متن څخه د لنډ اقتباس سربیره د کندهار د عیدګاه انځور اغلی چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال جوړه شوې وه.
په کتاب کې راغلي سوانح د اسلامي امارت د بیلابیلو لیکوالانو لخوا لیکل شوي خو ټولونه، ترتیب او تنقیح یې د تاریخ د څانګې د مسؤل قاري سعید لخوا شوې ده.
دا کتاب په لومړي مخ د ( لومړی ټوک) لیکل شوی عنوان ښیي چې دا د سوانحو د یوې لړۍ لومړۍ برخه ده چې شاید په راتلونکې کې یې نورې برخې هم ترتیب او چاپ شي.
کتاب له معلوماتي اړخه خورا ارزښتمن اثر دی چې د کتاب د مینه والو تنده خړوبولی شي.
د (سپین کاروان سرلاري ) کتاب مینوال کولای شي د فرهنګي کمیسیون له ټولو اړوندو ادارو څخه کتاب ترلاسه کړي همدا راز د لاندي ورکړل شوي لینک له لارې کولای شي د کتاب pdf بڼه هم ترلاسه او خپلو کمپیوټرونو او مبایلونو ته کښته کړئ.

http://shahamat1.com/?p=92643

https://drive.google.com/file/d/0B_4pG1ZTgVUtRVVLUWRoRlFqYkk/view

https://archive.org/download/SpinKarwanBook/Spin-karwan-book.pdf

اړوند نور مطالب او مجلې

دعدلی حقوقي محکمو داجراتو اصولنامه

salik

اسلامي امارت موږ ته څه راکړي؟ کتاب له چاپه ووت!

admin

د عامه ذهنیت تنویر، د روان جهاد دلائل

admin