مجاهده منحرِف که دي افعال سي
د شهیدو ارمانونه به پیمال سې
د غرور او تکبر پر نیلي مه ځه
د خدای در کې به دي رد کړي اعمال سي
د هدف لاره دي پام غلطه نه کړې
درپسي به د یتیم د اه وبال سي
ځان تابع د مادیاتو ګوره نه کړې
هر کِردار به دي د تیرو په مثال سي
د فاني خوندونو حُب ته نظر مه کړه
هسي نه چې زړه دي ګیر په دغه جال سي
بغض ، عناد او نفاق مه ساته په زړه کې
پر دښمنو کامیابي به دي محال سي
پښیماني په هغه ورځ بیا ګټه نه کړي
چې حساب ، کتاب مشهوده په مثقال سي