دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
مورچل

دمورچل مجلې کالګڼه او پرلپسي (۱۰۰)مه شماره تازه چاپ شوه

دلوی څښتن په مرسته او داسلامي امارت دمجاهدو فرهنګیانوپه قلمي لاس نیوي اوهڅونو دادی دمورچل  داسلامي ،علمي ،سیاسي او جهادي مجلې  پرلپسي (۱۰۰)مه ګڼه د(۲۰۱۶ز)کال ددیسمبر دمیاشتې (۱۲)شماره په ()مخونو،رنګین ټایټل ،ښکلې البوم ،اعلی قطعه او صحافت او په زړه پورې ډیزاین چاپ شوه .

د (۲۰۰۶ز)کال دجنوري په میاشت کې دفرهنګي کمیسون مجاهدلیکوالان وتوانیدل، چې  دالله ج په کمک دلویدیځو یرغلګرو دفرهنګي او پوځي یرغل پرخلاف دنظامي ډګر په شان په فرهنګي اوقلمي میدان کې هم دجهادیو غښتلی قلمي مورچل جوړ کړي ،ترڅودځوان کهول دبي لاریتوب په لار کې ،دیرغلګرو دتهذیب او کلتوري یرغل په وړاندې  په نره  مقابله وکړي ،له نیکه مرغه همداسې وشول او دغرب دسولیدلې ثقافت سره دمقابلې په پار دفرهنګي کمیسون ځوان او تاند قلموال پدې کمو وسایلو ،ددې ناانډوله جګړې او دیرغل دتوپاني څپوپه مخکې د (سد سکندر)غوندې ودریدل او په خپلو نازکخیالوقلمونو یې ددې بي لارې یرغل مخه  تر ډیره بریده ونیوه.

هغه وخت چې حالات ډیر ابتدائي وواو چا دراتلونکې په باب باوري اټکل نشو کولای، خو دمورچلوالو رواني سائیکالوژي اوقلمي مشن سرشاره وو او ددې ډول حالاتوپه باب یې اټکلونه اوتحلیلونه هماغه وو،چې اوس یې دهیوادپه افق کې دسپیده داغ سپینې وړانګې راختلې او د روښانه مستقبل دهیلوغوټۍ په سپړیدو دي .

مورچل مجله چې دفرهنګي کمیسون له لارښوونو سره سم خپرنیزاو دعوتي بهیر پرمخ وړي ،دجهادي ډګرونوراپورنه سینه کې ساتي او دعلمي ،سیاسي او جهادي نشراتوپه پریس سره دتنویراذهان چاري سنبالوي ،له ښه بخته چې نن یې دا دی دخپراوې په (۱۰۰)سلم قرن (پوړ)پل کښیښوداوسلګڼه او کالګڼه یې همهاله مجاهدولس ته ډالۍ کړل .

مونږ پداسې حال کې چې دمورچل مجلې ددې (۱۰۰)مې ګڼې اوددې  کالګڼې دنشر په باب دفرهنګي کمیسون مشرتابه اوخپلوقلموالوته  تبریکي وایو، له لوستونکیوڅخه غواړو،چې دا کالګڼه او دا سلګڼه ومومي او خپله تنده یې په مطالعه ماته کړي !

والسلام

اداره

د مورچل مجلې ښکته کولو لپاره لاندې لينکونو ته مراجعه وکړئ!

https://ia601506.us.archive.org/31/items/Morchal_201701/100.pdf

……………………………

د مورچل سره مل د (ديسمبر) مياشتې خبرونو دانلود لپاره لاندې لينک کيکاږئ!

https://ia601509.us.archive.org/33/items/Khabaroona_201701/5-%20%D8%AE%D8%A8%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%87.pdf

 

اړوند نور مطالب او مجلې

د مورچل  مجلې (۱۲۵)مه ګڼه چاپ شوه!

admin

د مورچل  مجلې (۱۱۴)مه ګڼه چاپ شوه

admin

د مورچل مجلې (۱۴۸)مه ګڼه چاپ او توزیع شوه!

Habibullah Helal