دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

دټټنګ مدرسه کې کوچنیان حافظان په کوم جرم ووژل شول؟

شهید زوی
داسلام دمقدس دین، ژمنو مسلمانانو، جوماتونو، دیني شعایرو، مدارسو، او دیني مراکزو،سره که څه هم اشغالګرو او د دوئ د وفادارو ګوډاګیانو دښمنۍ کې افغان مسلمان ملت ته دشک ځای نه وو او ورسره د دې مجاهد ملت دښمني او په مقابل کې یې جهاد هم په همدې بنسټ و.

د اشغالګرو او ګوډاګیانو پالیسي دا وه چې خپله دا دښمني ډېره ښکاره نکړي تر څو یې پرضد دافغان مسلمان ملت کرکه زیاته نه شي خو سره له ټولو هڅو دوئ ددې دښمنۍ په پټولو ندي توانېدلي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې په سلګونو مدارس او مساجد د ړندو بمباریو او شپنیو عملیاتو په ترڅ کې له خاورو سره خاورې کړي دي.

او واک ته داشرف غني درسېدو نه پس خو دیني مدارسو، مساجدو او علماء کرامو سره دکابل ادارې دښمني بېخي زیاته شویده.

د استخباراتو صفریک او صفر دو قطعاتو او کمانډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې وهلو او په درندو وسلو باندې دخلکو دکورونو،ښونځیو، کلینیکونو او په ځانګړي ډول د جوماتونو او مدارسو بمبار، پرې چاپو وهلو او پکې د کوچنیانو او تنکو ځوانانو وژلو ته ډېر زور ورکړیدی چې وروستۍ پېښه یې د ټټنګ کلي جامعه زبیریه مدرسه کې دتنکوځوانانو بې رحمانه وژنه وه.

دوه ورځې دمخه صفر دوه قطعې او کمانډو ځواکونو د ننګرهار ولایت خوګیانیو ولسوالۍ ټټنګ سیمه کې شپني عملیات ترسره کړل، د عیني شاهدانو او مدرسې تنکیو حافظانو له قوله چې د شپې شاوخوا لس بجې چورلکې، بې پيلوټه او جیټ الوتکې سیمې ته راغلې چې شیبه وروسته دیادې قطعې ځواکونه د مدرسې انګړ ته راننوتل.

د مدرسې تنکي حافظان وایی چې له څوارلس کلنۍ څخه لوړ د مدرسې اته طالبانو په شمول یو استاد او یو ډاکټر یې له دوئ څخه جلا کړل؛ سترګې یې ورباندې وتړلې او بیا یې ټول په ډزو وویشتل او شهیدان یې کړل.

دټټنګ دمدرسې دا پېښه کومه کوچنۍ او عادي پېښه نده؛ دا ډېره ستره غمیزه ده، یواځې دشهیدانو شویو طالبانو کورنئ نه بلکې ټول ملت پرې سخت ودردېدلو.
هرڅوک پدې پوهېږي اودسیمې ټول خلک داوایې چې دوئ دالله تعالی دمقدس کتاب قرآن کریم هغه کم عمره حافظان او دشرعي علومو زدکونکي وو چې دخپل صغر سنۍ له امله هیڅ ددې وړ نه ووچې دچاپر ضد دې وسله راپورته کړي ؛یادې د کومې جنګي ډلې غړي شي یادې ورسره تړاو ولري ترڅو دلاسپوڅی ادارې دوسلوالو اوبهرنو اشغالګرولپاره ددوئ دا تړاو ددوئ ددې بې رحمانه وژل کېدوپلمه شي.

د الله تعالی دکتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو او د نورو دیني علومو دزدکړې لپاره له لرې پرتو سیمو نه راغلي دا مسافر تنکي ګلان په کوم جرم داسې په بې رحمانه او بې باکانه ډول ووژل شول ؟
جرم یې بل هیڅ نه و بس یواځې همدا چې دمادیاتو پدې دورکې چې په اشغال شوي هېواد کې دراغلوصلیبي لښکرو له لورې ددې هېواد د تنکیوځوانانودګمراه کولو، ددیني تعلیماتواواسلامي اخلاقونه دلرې کولو، له مختلفولارو په ډول ډول بد اخلاقیو، بې حیایئ او فحشا کې داخته کولو سختې هڅې روانې دي ،دې تنکیو کوچنیانو،ځوانانواو ددوئ کورنیو دصلیبیانو اوددوئ دلاسپوڅو دغه هڅې عملاً په ډېر لوړهمت چیلنج کړی وې اوپه ډېرعالي مورال یې د خړې مدرسې په خټینوکوټوکې پرقرآني اونبوي انواراو اول دخپلوځانونو اوبیا دخپلې ټولنې منورکول غوښتل.

همدا د خپل دین او د الله تعالی د کتاب سره مینه د اسلام د ښمنې کفري نړۍ او د دوئ د ګوډاګیانو په اند ډېرسترجرم نوځکه خو پدې دومره ستر وحشت ټوله هغه غربي نړۍ چوپه خوله ده کومه چې دخپل مطلب په وخت کې دنړۍ په کوم ګوډ کې دیوانسان دښمنه حیوان په وژل کېدو هم نړۍ په سر را اخلي اوداسې شور یې جوړ کړی وي ته به وایې چې ټوله نړۍ ورانه شویده.

اوس نه دملګروملتونو اداره ددې تاریخي ظلم په مقابل کې کوم اقدام کوي ؛ نه اروپایې ټولنه ددې ستروحشت په مقابل کې کوم غبرګون ښایې اونه هم دبشردحقوقو نړیوالې ادارې پدې هکله هغسې مؤثراواز پورته کوي څرنګه چې ورته پکار دی.

څه شول دانساني مساوات دا دروغجن دعوېداران ؟ اوچرته دي دبشر دحقوقودساتنې په نوم جوړې شوې ادارې ؟ اوڅه شول نړیوال محاکم؟ ولې ددې ستر وحشت عاملین نه محاکمه کېږي ؟ ولې دالوی ظلم تروریستي عمل نه ګڼل کېږي؟
زموږ ګاونډي هېواد کې چې څو کلونه وړاندې دمکتب په یوه انجلۍ په وسلوال برید کې ټپي شوی وه نوپه ټولې نړۍ کې یوه ستره غوغا رامنځته شوی وه؛ دنړۍ ترټولوعصري روغتونونوته په طیارو کې وړل کېدله؛ ټوله نړۍ ورته غېږ خلاصه کړی وه اودنوبل په شمول ورته نړیوال مډالونه ورکول کېدل خودلته چې دقرآن زدکوونکي معصومین په ډله ایز ډول په ډېر وحشت وژل کېږي نو ټوله نړۍ چپه خوله ده اوهیڅ داسې نه ښکاري لکه په نړۍ کې چې دظلم کومه کوچنۍ پېښه رامنځته شوی وي.

د داسې پېښو پرمهال دغرب اصل دریځ ښه روښانه؛ دمنافقت نه یې ټولې پردې پورته اواصلي څېره یې ټولې نړۍ ته روښانه کېږي .

او د ټولو یقین ته پرېوځي چې دبشري حقوقو ددفاع په نوم د بشري حقوقو دنړیوالو علمبردا رانو روان تبلیغ اوشعارونه ټول په دروغوولاړ دي، او په دې نامه فعالې ادارې هیڅ خپلواکي نه لري ؛ دا ادارې دامریکا او نورغرب تبلیغاتي ادارې دي ؛ د همدوئ فرمایشونه تبلیغوي اوله دې پرته بل هیڅ هدف نه لري.

په دې سره دنړیوالو رسنیو کرداراو اصلي څېره یوځل بیا افغانانواوټول مسلمان ملت ته ښه روښانه شوه ؛ددې پېښې دوحشت نه نړۍ په سمه توګه خبرول ؛ددې ټول جزئیات رامخې ته کول اوپه مقابل کې یې د افغانانو ،نورو مسلمانانو اوبااحساسه نړیوالو دغبرګون نه خلک آګاه کول دنړیوالو رسنیو مسئولیت و ،خونړیوالو رسنیو خپل لسمه برخه مسئولیت هم ندی اداکړی.

نړیوالی رسنئ نه په رښتیا ازادې دي اونه هم خپل مسئولیت اداکوي بلکې برعکس تل درسنیو دازادۍ په نوم دغاصبو امریکایانو او نورو زبرځواکونو لپاره تبلیغاتي جګړه پرمخ بوځي او نړۍ کې دمظلومو او بې دفاع خلکو دمظلومیت نه ډک پورته شوي غږونه زندۍ کوي او نه پرېږدي چې نړیوال له حقایقونه خبر شي.

خپل دین ته دژمنتیا او د دیني لارښونواوخپل کتاب سره دمینې په جرم ددې تنکو ګلانوشهیدانول اودلاسپوڅې ادارې په لاس داپېښه او دهمدې نوعیت دغه ډول نورې پیښې داښه روښانه کوي چې اشرف غني او د ده اداره د صلیبي غرب په ملاتړ مخامخ داسلام ،قرآن او دقرآن دحاملینو سره دښمنۍ اوجنګ کې داصل صلیبیانونه هم زیات اخلاص لري او د خپلوبادارانو دخوشالولوپه موخه په مسلسل ډول بادارانوته خپل دا اخلاص ښکاره کوي.

داسلام اوقرآن دا خارجي اوداخلي دښمنان دې پدې پوه شي چې هڅې یې په کلي ډول ناکامې دي ؛ دعام ولس په مرګ ژوبلې او خصوصا دقرآنکریم دزده کوونکوداسې کوچنیو ګلانو شهیدانول خپل ځانونه پخپله دهلاکت کندوته غورځول دي، ځکه چې داشغالګرو اوګوډاګیانو په لاس درامنځته شوې هرې ولسي مرګ ژوبلې له امله د بهرنو اوداخلي وحشي ځواکونوسره نفرت په ولس کې څوبرابره زیاتیږي او دمجاهدینو لیکي لا پسې قوي کیږي .

دوی به دداسې اقداماتو له لارې داسلام داصیلوبچو دزړونو نه دخپل دین اودیني تعلیماتوسره مینه ونه شي ویستلای ؛ بلکې برعکس به داسې پېښې دلاسپوڅې ادارې سره د خلکو د نفرت د لازیاتوالي او دخپل دین اوقرآن سره دځوانانودلازیاتې مینې اوهمدردۍ سبب شي ؛ مدرسې به لا زیاتې او آبادې شي ؛ ددین نه ددفاع اوددین دزدکړې احساس به ځوانانو کې ښه ډېرشي اوددوئ همدا پاک احساس به د اشغالګرو او د دوئ د غلامانو شرمېدلی شکست یقیني کړي .ان شاءالله تعالی .

اړوند نور مطالب او مجلې

سرپرستی خانوادۀ شهدا

Habibullah Helal

تخریب بیش از ۱۳۰۰ قطعه از تجهیزات نظامیان امریکا در افغانستان

Habibullah Helal

شکر او اسلامي لارښوونې!

Habibullah Helal