دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
څرک

دڅرک مجلې 98يمه ګڼه چاپ شوه!

د څرک دوه مياشتنۍ، علمي، سیاسي او جهادي مجلې نوې ګڼه یو وار بیا تازه له چاپه ووته!

څرک چې د ګران افغانستان اوسیمې په اړه د روانو حالاتو او پېښو، غوره اسلامي، سياسي او اجتماعي فکر وړاندې کوي، يو واربیا له مهمو لیکنو، راپورونو، پېښو، کيسو او شعرونوسره چاپ ته راوځي.

ددې ګڼې په منځپانګه کې د تېر په څېر  دعلمي، فکري او ادبي مطالبو سربېره  د روانو حالاتو په اړه داسې موضوعات راوړل شوي چې لوستونکو ته تازه او جالب دي.

دغه راز ددې ګڼې مطالب لکه : سوله که د جګړې اوږدول!!؟ افغانانو ته د امريکايي تړون افغانانو ته څه ورکړل!  د اشرف غني وروستۍ څرګندونې … افغان ژباړونکي  … تاريخ پلورونکی ولسمشر!!  کشتار غیر نظامیان افغان…۲۴ حوت فریاد حق …د شهید ملاعبدالسلام ژونداو کارنامو ته کتنه…د طالبانو مثبت یون … او داسې نور ګڼې مقالې او لیکنې چې ټولټال (۳۳) ته رسيږي (۷۲) مخونو کې په پښتو او دري ژبه کې لوستونکو لپاره په مخ کې اږدو.

د يادونې وړ ده چې داسلامي امارت د نظامي کميسیون غړی او دمخابراتو مسئول  مولوي جنت ګل سره چې دشهید ملا عبدالسلام سره تر ډېره نږدې او همسنګره پاتې شوی، د څرک مجلې لخوا مرکه شوې چې په کندز کې يې د تازه حالاتو، د مجاهدینو مورال ، فعالیت او د نوموړي رحمه الله کردار په بشپړه توګه څرګند کړی.

په پای کې پدې هيله او باور یو چې د مجلې عام مينه وال او بالخصوص د هیواد باشهامته محصلین  به دغه مجله له اړوندو مراجعو څخه ترلاسه کړي او خپله تنده به ورباندې  ماته کړي…

په همدې هیله!

 

د PDF  په کیکاږلوسره څرک مجله خپل کمپيوټر ته ښکته کړئ!

PDF

اړوند نور مطالب او مجلې

د څرک (۱۰۹) ګڼه چاپ شوه!

admin

دڅرک مجلې 13 مه کالګڼه پرلپسې ۹۵يمه ګڼه چاپ شوه

admin

د څرک (۱۱۳) ګڼه له چاپه ووته!

admin