دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
حقیقت

د حقیقت مجلې ۵مه ګڼه

5th-Issue5

د حقیقت مجلې پنځمه ګڼه چاپ او خپره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون تر چتر لاندې د «حقیقت» وزیني، سیاسي، فرهنګي او جهادي مجلې پنځمه ګڼه له چاپه راووته او خپره شوه. «حقیقت» دوه میاشتنۍ مجله چې په هر دوو میاشتو کې یو ځل په ډېر جالب سکښت او عالي او ښکلي ډېزاین سره په دري ژبه خپریږي، دا ګڼه یې د ۱۴۳۵هـ،ق کال د ذوالقعده او ذوالحجې د میاشتو ده . 

د «حقیقت» په دې ګڼه کې د ځينو پرله پسې علمي لړیو سربېره د لوستونکو د علمي او سیاسي تندې د خړوبولو لپاره په مختلفو موضوعاتو باندې مطالب او لیکنې لري.

د دې ګڼې د سرمقالې موضوع د جان کېري په منځګړیتوب او هڅو و هاند د را منځته شوي سهامي شرکت په اړه ده.

د حقیقت دوې میاشتنۍ مجلې په پنځمه ګڼه کې هم د هېواد او نړۍ په وروستیو تحولاتو یو لړ تحلیلي،څیړنیزي او سیاسي مقالې راغلې دي.

په دې ګڼه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د کابل او واشنګټن تر منځ د افغانستان د پلورلو د سند یا په اصطلاح امنیتي تړون په اړه هم هر اړخیزي او انتقادي لیکنې خپرې شوې.

دا مجله د تېر په څېر په ښکلي او اعلی ډیزاین، رنګه پښتۍ او سپین کاغذ باندې په ۵۲ مخونو کې راغلې.

په ضمن کې د مجلې مینه والو او لوستونکو ته زیری ورکوو، چې د حقیقت مجلې ادارې پتېیلې ده،چې د راتلونکې شپږمه ګڼه د لومړنۍ کالګڼې په توګه په لوړ تېراژ، غټ حجم او هر اړخیزې تنوع سره خپره کړې، هغه وروڼه چې غواړي په دې مجله کې يې مطالب چاپ او خپاره شي، نو لطفاً دې د مجلې په بریښنالیک پته خپل مطالب او شعرونه را واستوي، اداره به یې تر ارزونې او کتنې وروسته چاپ ته وسپاري.

د «حقیقت» د ځانګړو مرکو په لړ کې دا ځل د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد او جلب و جذب کمیسیون د شمال او شمال ختیځ شلو ولایتونو له مسؤل مولوي شمس الدین صاحب سره هم هر اړخیزه او معلوماتي مرکه ترسره شوې.

«حقیقت» تر ډېره بریده هڅه کوي، چې د افغانستان، سېمي او نړۍ په هکله حقایقو ته انعکاس ورکړي او د لوستونکو د علمي او سیاسي سویې د لوړولو په موخه رغنده رول ولوبوي او په ورځنیو ممهمو موضوعاتو او تحولاتو لیکنې او تحلیلونه ورته وړاندې کړي.

 د حقیقت مجلې PDF  بڼه له دې ځایه ښکته کولای شئ

اړوند نور مطالب او مجلې

د حقیقت مجلې ۱۶مه ګڼه

salik

هفتمین سالنامه شماره(۴۳)مجله حقیقت چاپ و منتشر شد

Habibullah Helal

شماره چهل و چهارم(۴۴)مجله وزین حقیقت از چاپ برآمد

Habibullah Helal