دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
حقیقت

د حقیقت مجلې ۷مه ګڼه

7th-Complete-1

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون تر چتر لاندې د حقیقت وزیني، سیاسي، فرهنګي او
جهادي مجلې اوومه ګڼه له چاپه راووته او خپره شوه. حقیقت دوه میاشتنۍ مجله چې په
هر دوو میاشتو کې یو ځل په ډېر جالب سکښت او عالي او ښکلي ډېزاین سره په دري ژبه خپریږي،
دا ګڼه یې د ۱۴۳۶هـ،ق کال د ربیع الاول او ربیع الثاني میاشتو ده . 

د «حقیقت» دا ګڼه
د لوستونکو د علمي او سیاسي تندې د خړوبولو لپاره په مختلفو موضوعاتو باندې مطالب
او لیکنې لري.

د دې ګڼې
سرمقاله په افغانستان کې د امریکايي جګړې د بڼې د بدلیدا او دوام په اړه لیکل شوې.

په دې ګڼه کې د
نورو تودو موضوعاتو تر څنګ د اسلامي اقتصاد او بانکولۍ په اړه یوه څیړنیزه او علمي
لړۍ هم پيل شوې.

د «حقیقت» د
ځانګړو مرکو په لړ کې دا ځل له یو داسې ګمنام مجاهد سره د زړه خواله شوې، چې په
ایماني او جهادي ولولو یې په تش لاس د امریکايي یرغلګرو مقابلې ته را دانګلي او د
خپل سوچه ایماني او افغاني غیرت په مټ یې څو تنه امریکايي یرغلګر عسکر تر خپل موټر
لاندې کړي .

«حقیقت» هڅه کوي، چې د افغانستان، سېمي او نړۍ په هکله حقایقو ته انعکاس ورکړي
او د لوستونکو د علمي او سیاسي سویې د لوړولو په موخه رغنده رول ولوبوي او په
ورځنیو ممهمو موضوعاتو او تحولاتو لیکنې او تحلیلونه ورته وړاندې کړي.

اړوند نور مطالب او مجلې

د حقیقت مجلې درویشتمه ګڼه چاپ شوه

admin

د حقیقت مجلې ۱۲مه ګڼه

admin

د حقیقت مجلې ۶مه ګڼه

salik