دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
شهامت

د شهامت مجلې ۵۹مه ګڼه چاپ شوه!

01

د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کميسیون په زيار چاپېدونکې د اسلامي، علمي، ادبي او څېړنيزې مجلې «شهامت» ۵۹ مه ګڼه چاپ شوه.
له دوه مياشتني انتظار وروسته دا دی يوځل بیا د شهامت نوې ګڼه تازه د چاپ له ماشينه ووتله او لوستلو ته اماده شوه.
نوې ګڼه د علمي او ادبي کره ليکونکو ليکنو سربېره د ګڼو معلوماتي او ځانګړو مقالو څخه بهرمنده ده. سر ليکنه نوو حالاتو ته په پام په هېواد کې د تازه جګړو، د مقاومت کوونکو او روحيه بايلونکو سره سم انځور شوې ده.
څرنګه چې د عمري عملياتو په لړ کې د پراخ تهاجمي او تکتيکي بريدونو په توسط د ولایتونو د سقوط او د دښمن د رکود پرلپسې زېرې دي، داسې د صليبي ښکېلاکګرو او د هغوی ګوډاګيانو لپاره يو پر بل پسې ننګونې او ګواښونه دي چې دې ټکو ته محترم هڅاند صاحب په خپله مقاله کې نغوته کړې.
دغه راز د “د ملګرو ملتونو سرمشريزه او داسلامي امت دردونه” د عبيد تنوير ليکنه او د قاري حبیب هغه ليکنه چې د يرغل دبګۍ افغاني ټټوګانو يې راپېژندلي؛ لوستوالو ته غوره او معلوماتي مقالې دي چې لوستل يې په زړه پورې دي.
سربېره پردې له پياوړي عالم ندا محمد نديم صاحب سره مرکه شوې چې په شمال کې د تازه عملياتو د بهیر ګڼو پرمختګونو ته پکې اشاره شوې، د مجاهدينو سپيڅلوالی او دهغوی پراخ حاکميت پکې روښانه شوی.
الله تعالی دې وکړي مجله مو تر لاسونو درورسي تر څو مو پر علمي، جهادي او ادبي تنده ماته شي.
په درنښت

د مجلې دليدلو يا ښکته کولو لپاره په همدې ځای باندې کيکاږئ!
https://archive.org/download/Shahamat59/Shahamat-59.pdf

اړوند نور مطالب او مجلې

د شهامت مجلې  د نهم کال، کال ګڼه چاپ شوه

admin

عالیقدرامیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) ته دشهامت ځانګړې ګڼه چاپ شوه

admin

د شهامت مجلې ۴۹مه ګڼه له چاپ څخه راووته!

admin