دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون ويډيويي څانګې ته لنډه کتنه

حافظ هجرت

دا چې دنیا ورځ تر بلې د ترقۍ پر لور روانه ده او هره ورځ د ساینس او ټکنالوجۍ په برخه کې یو نه یو ډؤل نوښت رامنځته کیږي، انسانان نژدې هره ورځ د سلګونو نالیدلو مخلوقاتو د را سپړلو شاهد وي.

  په ۲۰۲۰ کال کې د ساینس پوهانو یوې احصایې کې ویل شوي: یوازې زمونږ په سیاره (ځمکه) کې ۱۵ملیونه ژوي کشف شوي، چې په هغې کې خواوشا ۲ ملیونه یې پېژندل شوي او د نورو د پېژندلو لړۍ لا روانه ده.

په دې ټولو پرمختګونو، څېړنو او د قدرت د نښو نښانو د لیدلو او پېژندلو کې یو مهم او اساسي رول د تصویر او ویډیو جوړونکې “کامرې” دی، چې د لومړي ځل لپاره نړۍ ته په 1615م میلادي کال کې د (جان زهن) په نامه یوه ساینسدان لخوا جوړه او رامنځته شوه؛ خو د انځور اخیستلو او چاپ کولو وړتیا یې نلرله، وروسته بیا په 1826م میلادي کال کې د فرانسې د یوه ساینسدان (جوزف نېپس) لخوا جوړه او رامنځته شوه او د نړۍ لومړنی انځور يې پرې واخیست.

د یادونې وړ ده چې د کامرې جوړولو لومړنۍ طرحه او مفکوره له دغې تاریخ نه هم څو سوه کاله وړاندې یعنې په 1021م میلادي کال کې د عراقي مسلمان ساینسدان (ابن الهیثم رحمه الله) لخوا نړۍ ته رامنځته شوې وه، هغه پخپل کتاب “نظریات” کې ددې وسیلې یادونه کړې وه.

د جوزف نېپس له اختراع وروسته ګڼ شمېر هېوادونو کې بېلا بېلو شرکتونو نړۍ ته په ښه کیفیت د کامرې وړاندې کولو هڅې کولې چې بالآخره په ۱۹۸۰ میلادي کال کې دSony  کمپنۍ لخوا د بیټامیکس په نامه یوه کامره وړاندې شوه چې د نورو په نسبت يې ریکارډ معیاري او د کارولو په برخه کې يې یو شمېر اسانتیاوې هم درلودلې .

د وخت په تېرېدو سره نورو شرکتونو لکه  Panasonic, Samsung, Fujifilm, Canon, Nikon ….. هم ښې معیاري کامرې جوړې کړې او د معیار د ښه کېدو دا لړۍ يې همداسې جاري وه چې په نتیجه کې يې نړۍ ته ایچ ډي او ورپسې فل ایچ ډي او بیا 4K او همدا رنګه 8K او اوس تر هغې هم د لوړ کیفیت کامرې رامنځته شوې.

بهر حال د نړۍ انسانان له دغو کامرو څخه په مختلفو برخو کې استفاده کوي، څوک يې د ودونو، سیاحت او تفریح پرمهال د یادګاري انځورونو لپاره کاروي، څوک ترې د ساینس او ټیکنالوجۍ برخه کې کار اخلي، څوک يې تجارتي او تعلیمي برخو کې کاروي او ځیني ترې د فلمونو دنیا کې استفاده کوي چې ترټولو زیاته مادیاتي ګټې يې همدوي ته رسيږي.

خو! یو بل مهم اړخ يې تبلیغاتي برخه ده، په دې برخه کې کامره د دنیا تر ټولو قوي او د خطرناکې اسلحې په حیث رول لوبوي چې د نړۍ زیاتره قوتونه يې د یو بل پر خلاف د ځان د لوړ ښودلو لکه( د خپلو پوځي تکتیکونو، کارنامو، وسایلو او د ماډرنو اسلحو نمایش) کې ترې استفاده کوي، کوم چې د مقابل جانب په پوځ او سرتېرو د رعب او هیبت غورځولو او د هغوی د مورال کمزوري کولو لپاره بهترین او مجرب تکتیک دی، چې ژوندۍ بېلګه يې د امریکا او د طالبانو ترمنځ موجوده نولس کلنه جګړه کې لیدلی شو.

په دې جګړه کې امریکا د طالبانو پر خلاف د ويډيويي کامرې په توسط د سلګونه فلمونو، ګیمونو او د تلویزوني چینلونو له لارې افغان ولس او نړیوالو ته په تېرو شلو کلونو کې داسې زهرجن تبلیغات وکړل؛ چې په تاریخ کې يې ساری نه لیدل کیږي. دوي د دغو تبلیغاتو په زور افغانانو او د باندې نورو نړیوالو ته خپل ځانونه سوله ساتي، امن ساتي، ترهګرۍ ضد او د افغانستان جوړونکي؛ خو مقابل لوري طالبان يې جګړه مار ترهګر، د افغانستان ورانونکي او د سولې او امن دښمنان معرفي کړل.

که څه هم د امریکا دغه تبلیغاتي جګړه د نظامي جګړې په پرتله څو چنده زیاته مضره او زهرجنه وه، خو مقابل کې یې طالبانو هم په ډېرو کمو امکاناتو سره د خپل فرهنګي کمېسیون د بصري (ویډيويي) څانګې په مټ د دوي خلاف په نسبي ډول پرحقایقو ولاړه ويډيويي تبلیغاتي جګړه پیل کړه.

 په افغانستان کې يې د دوي ترسره شوي جنایات او زړه بوږنوونکي وحشتونه، د افغانانو د دین، مذهب او کلتور پر وړاندې د دوي شوم پلانونه، دسیسې او ناوړه اهداف يې په ويډيويي بڼه بربنډ او روښانه کړل، چې نتیجه کې يې ډېر ژر افغان ولس او نړیوالو ته ددوي هغه پټه خونخواره، مکاره او شیطاني څېره رسوا او له امله يې ددوی دغه تبلیغاتي یرغل د نظامي یرغل په څېر تر ډېره حده کمزوری، بې اثره، ناکام او نامراده وګرځېد.

د طالبانو د ويډيويي تبلیغاتي څانګې دغه تاریخي کارنامه له هیچا پټه نه ده، په دې هکله پخپله امریکا او د هغوی د اتحادي هیوادونو سیاسي او تبلیغاتي مبصرین پخپل تبلیغاتي شکست او د طالبانو په بریا غږېدلي دي چې د هغوی مقالې او د بحثونو کلیپونه اوس هم په انټرنېټ کې موجود دي.

 خبره نوره د دې مهمې تبلیغاتي، ويډيويي څانګې په برخو او د کاري طرزالعملونو په تعارف سره رالنډوم.

د طالبانو دغه څانګه په درې سټوډیوګانو مشتمله ده، چې یوه يې الاماره، بله يې الهجره او بله یې منبع الجهاد نومیږي، د دې درې واړو سټوډیوګانو اهداف او موخې یو، خو کاري طرز العملونه يې جلا او په لاندې ډول دي:

د الهجرة او منبع الجهاد سټوډیو خدمات، نتایج او طرزالعمل :

په دې درې واړو کې الهجره او منبع الجهاد سټوډیوګانې تقریبا تر ډېره حده د طالبانو په نظامي برخو کې خپل خدمات ترسره کوي، دوي د طالبانو د نظامي کنډکونو په معسکراتو کې د مجاهدینو د روزنې او بیا، د هغوی له لوري د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې د امریکا او د هغوی پر متحدینو د ترسره شویو عملیاتو فلمونه عکاسي کوي او بیا يې خپل ولس او نړیوالو ته وړاندې کوي.

طالبانو ددې سټوډیوګانو د فلمونو په مټ درې مهمې اساسي ګټې لاسته راوړي دي:

لومړنۍ مهمه لاسته راوړنه يې د خپل طاقت، شجاعت او د خپلې بریا اظهار دی؛ کوم چې د امریکا په هغو ټولو درواغجنو تبلیغاتو رد کوي، چې هغوی د طالبانو پر خلاف د نړۍ په فلمي سینماګانو او ټلویزوني چینلونو کې نړیوالو ته د خپل ځان پر وړاندې؛ طالبان ډېر کمزوري، بزدله، شکست خورده او ناکام ښودلي وو.

دغو سټوډیوګانو په دې برخه کې د امریکا د درواغجنو کیسو، فلمونو او ډرامو په مقابل کې نړۍ ته د جګړې له ډګر څخه ریښتیني صحنې او انځورونه وړاندې کړل؛ کوم چې امریکایانو ته ډېر درانه او د هغوي په رسوايۍ، ذلت او شرمندګۍ تمام شول.

دویمه مهمه لاسته راوړنه يې دا ده؛ چې دغو سټوډیوګانو د جګړې له تاودو ډګرونو څخه عکاسي شوي صحنې او په زړه پورې حقیقي فلمونه جوړ او نړۍ ته وړاندې کړل، چې په هغې کې (د امریکا او ناټو ټانګونه د ماینونو ښکار شوي، الوتکې رانسکورې شوي، مخامخ جګړو او استشهادي بریدونو کې يې پوځيان او د هغوي بیسونه او قرارګاوې له خاورو سره خاورې شوي او……..) د هغې خپرېدل او کتل ددې لامل شو، چې نن د امریکا او د هغوی د اتحادي ځواکونو مورالونه لویدلي، په افغانستان کې له جګړې بېزاره دي، آن تر دې چې زیاترو پوځیانو يې ددې فلمونو په کتلو له طالبانو سره د جګړې کولو له ویرې او هیبت نه زړونه چاودلي او ځینو يې بیا مخکې له مخکې خپل ځانونه وژلي دي.

درېیمه مهمه لاسته راوړنه يې طالبانو ته دا ده، چې تقریبا د افغانستان د نوي نسل ۷۰ سلنه خواوشا ځوانان د همدوي د زړه راښکونکو فلمونو له کتلو سره د جهاد او استشهاد لوري ته جذب شوي دي چې، له امله يې د طالبانو لیکو کې د مجاهدینو سل چنده زیاتوالی راغلی دی.

دغه دواړه سټوډیوګانې خپلو مینوالو ته، په کال کې تر درېیو خواوشا لوی اصدارات (فلمونه) وړاندې کوي.

اما د الاماره سټوډیو خدمات او کاري طرزالعمل يې جلا او په لاندې ډول دي:

الاماره سټوډیو نه یوازې دا چې د طالبانو د نظامي عملیاتو او بریدونو عکاسي کوي، بلکه د طالبانو د ټول نظام په هر بخش کې ويډیويي نمایندګي/ویاندوي کوي. هغه که د تعلیم او تربیې برخه ده، که د صحت برخه ده، که د دعوت ارشاد جلب او جذب برخه ده، که په هېواد کې د آبادۍ او بیا رغونې بهیر دی، که له نړیوالو سره د سیاست برخه ده او که په مظلومو هېوادوالو د امریکا او د هغوي د اتحادیانو د ظلمونو او جنایاتو سلسله ده، خلاصه دا چې په ټولو برخو کې خپل خدمات ترسره کوي، دغه سټوډیو د ورځې له درېیو نه تر څلورو خواوشا ويډيويي راپورونه او په کال کې تقریبا درې یا څلور درمیانه اصدارات (فلمونه) خپلو مینوالو ته وړاندې کوي.

طالبانو د همدې سټوډیو د مختلو (سیاسي،تعلیمي، صحي، د آبادۍ او رغونې…….) تر عنوان لاندې د ويډيويي راپورونو په مټ نن د امریکا او د هغوی د اتحادیانو ټول هغه زهرجن درواغجن تبلیغات تر ډېره حده خنثا او درواغجن ثابت کړل؛ کوم چې يې د ددوی پر خلاف د ملیاردونو ډالرو په بیه د سلګونه ټلویزوني چینلونو له لارې تبلیغ کړي وو، او د خلکو اذهانو ته يې دا پروپاګندونه ورپیچکاري کړي وو چې (طالبان د تعلیم دښمنان، طالبان د امن دښمنان، طالبان د افغانستان د جوړېدو دښمنان دي). دې سټوډیو د تعلیم، امن، صحت، او د هېواد د آبادۍ او رغونې په بهیر کې د طالبانو د عملي خدماتو په عکاسي کولو سره خپل ولس او نړیوالو ته عملا دا وروښودله؛ چې طالبان د تعلیم غوښتونکي او د تعلیمي مراکزو ساتونکي دي، طالبان د هېواد رغوونکي او د هېواد د پرمختګ مئینان دي، طالبان د جګړو او د بې عدالتیو د نا امنې فضاء ختموونکي او په هیواد کې د واقعي سولې، امنیت او د عدل د فضاء غوښتونکي او پلي کونکي دي.

 اوس د افغانستان د مومنو هېوادوالو سربېره ټول نړیوال، بالخصوص د نړۍ مختلف مرستندویه مؤسسات لکه یونیسیف، صحت نړیواله اداره، سور صلیب او داسې نور په دې پوه او یقیني دي، چې طالبان د خپل هېواد او ولس لپاره د ريښتیني خپلواکه نظام، سولې، امنیت، صحت، معیاري تعلیم او د ژوند په ټولو چارو کې د ښېرازۍ غوښتونکي دي؛ ځکه خو يې څه موده وړاندې د افغان موجوده ګډوډ دولت پر ځای مستقیما له طالبانو سره په افغانستان کې د څلور زره ښوونځیو او کلینکونو جوړولو او همدا رنګه د ګڼ شمېر مالي کومکونو معاهده لاسلیک کړه.

له طالبانو سره د نړۍ د هیوادونو او عالمي مرستندویه ادارو د اړیکو او مرستو دغه نېکمرغه لړۍ لا هم پر مخ روانه ده او ورځ تر بلې پراخیږي.

نو لکه څرنګه چې د طالبانو په دغو ټولو ذکر شویو سیاسي، فکري او نظامي بریاو او همدا رنګه د امریکايي اشغالګرو په شکست او رسوایۍ کې د فرهنګي کمېسیون د بصري (ويډيويي) څانګې سټوډیوګانو مهم او اساسي رول لوبولی، هیله ده چې په راتلونکي کې د نظام په راتګ او قیام کې هم خپلو خدماتو ته ادامه ورکړي؛ ترڅو افغانستان ته یو داسې مستحکم، پیاوړی او له هر نوع خیانت او غدر پاک نظام رامنځته شي؛ چې هغه دا خپل ځورېدلی، دردېدلی، کړېډلی او په کنډوالو بدل شوی افغانستان د نړۍ له پرمختللیو هېوادونو سره سیال کړي او پخپله سیمه کې یې د امن، ښکلا او سوکالۍ مثالي نمونه وګرځوي .

اړوند نور مطالب او مجلې

ماہنامہ شریعت کا 112واں شمارہ منظرِعام پر

salik

نومیالی لیکوال او د خواله رسنیو فعال قاري سعید خوستی له څرک سره په مرکه کې:

Habibullah Helal

څنګه إسلامي فکر په میراث پريږدو؟

Habibullah Helal