دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
څرک

د څرک (۱۱۶) ګڼه له چاپه ووته!


څرک مهالنۍ مجله چې اسلامي، جهادي، سياسي او اجتماعي مطالب او لیکنې په محتوا کې لري، دا مهال ۱۱۶مه ګڼه په ۷۲ مخونو کې ۳۰۰۰ تېراژه چاپ شوه.  
څرک مجله داسلامي امارت د برحق جهاد او مقدسې مبارزې داعیې او موقف تر ملتونو رسوي ، د افغانستان ولس دپوهاوي ، لوړ فکر او ملي بيدارۍ په اساس د ځینو استادانو، پوهانو، او لیکوالو لخوا په دري او پښتو مينه‌والو ته وړاندې کيږي.
څرک دا وار نږدې یونیم کال مذاکراتو او په دوحه کې د اشغال پای ته رسولو تاریخي تړون په اړه د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي علمي او جهادي شخصیتونو سره خواله کړې، هغوی يې راسپړلي او له دوی سره د جهاد او سیاست ډګرونو کې د اسلامي امارت بریا، د مذاکراتو د جریان او تاریخي بهیر په اړه مهم یاداښتونه، ارزونې او تأثرات لري چې د څرک دا ګڼه به د تاریخي ګڼې په توګه ثبت کړي.
تازه چاپ شوې ګڼه به د هیواد بېلابېلو ولایتونو کې ځوانانو او د پوهنتونونو، لیسو، مکاتبو او مدارسو، متعلمینو او استادانو  ته په وړیا ډول توزیع شي، هیله کوو چې څرک له اړوندو مراجعو ترلاسه او مطالعه کړئ!

څرک له لاندې لینک څخه واخلئ !

SRAK PDF

اړوند نور مطالب او مجلې

دڅرک ۹۲يمه ګڼه چاپ شوه

admin

د څرک (۱۱۷) ګڼه له چاپه ووته!

admin

دڅرک نوي ګڼه خپره شوه

admin