دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

هغه رژیم چې یوه لیک پرې لړزه راوسته

حبیب مجاهد

دا څو ورځې کیږي چې د کابل د ګوډاګۍ ادارې په چارواکو یو ځل بیا د وارخطایي لړزه ګډه شوې ده، نه کومه آسماني ټکه رالویدلې او نه هم کوم ځمکنی ناورین پېښ شوی، خبره دا ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اشرف غني ته خط رالېږلی او هغه یې د امریکایي ځواکونو د وتلو د قاطع تصمیم په اړه خبر کړی دی،
د لیک له رارسېدلو وروسته اشرف غني او د ارګ نور چارواکي داسې ګبڼۍ نیولي، لکه د اجل نوبت یې چې رارسیدلی وي، څو ورځې خو یې خبره پټه ساتلې وه او ځانونه یې ناګاره اچولي وو، خو وروسته چې د لیک محتویات رسنیو افشاء کړل، نو اشرف غني او مرستیال یې امر الله صالح د دې په ځای چې یو معقول غبرګون وښيي، ها د چا خبره له خولې یې لاس واخیست او په اپلتو سر شول، اشرف غني چې په اتم مارچ د ښځو د ورځې په مناسبت مراسمو کې غږېده او امرالله صالح چې د قسیم فهیم په تلین کې خبرې کولې، له څېرې، حرکاتو او وارخطا حالت څخه یې له ورایه معلومېده چې د امریکا د خارجه وزیر لیک یې خوبونه تښتولي دي، نو ځکه یې عقل او حواس بایللي دي.

د امریکا د خارجه وزیر لیک او ورسره له رامنځته شوي حالت څخه څو خبرې ثابتیږي.
۱: د لیک له رارسیدو وروسته د ارګ د چارواکو او ټول رژیم وارخطایي وښوده چې دغه اداره چې ځان د افغانستان حکومت بولي څومره بې ريښې، کمزورې او ناکاره ده. هغه اداره چې یو کاغذي لیک یې وار پار خطا کولای شي هیڅکله د دې وړتیا نه لري چې د افغانستان غوندې د سرلوړي هیواد واکمني وکړي. زموږ هیواد په دې شهرت لري چې د تاریخ هیڅ توپان نه دی لړزولی او د حوادثو په وړاندې همېشه د ثابت غره په شان دریدلی دی.

د ارګ د چارواکو وارخطایي ثابتوي چې دوی له دې ولس او خاورې سره اړیکه نه لري بلکې د کومې اجنبي پدیدې په حیث د پردیو لخوا په دې هیواد تپل شوي دي.

۲: د انتوني بلینکن په لیک کې د امریکایانو آمرانه لهجه ښيي چې د سپیني ماڼۍ چارواکي د ارګ له واکمنو سره د کوم سیال سیاسي اړخ په حیث چلند نه کوي چې په ډیپلوماټیکه ژبه یې مخاطب کړي. بلکه د خپل تابع او حلقه بګوش اجیر په نظر ورته ګوري نو ځکه یې په داسې آمرانه لهجه مخاطبوي او دا ورته ښيي چې راتلونکې کورنۍ وظیفه یې څه ده او باید کوم کارونه ترسره کړي.

۳: د انتوني بلینکن لیک چې په کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو تاکید شوی، دا خبره هم څرګندوي چې د اشرف غني د ادارې هغه چورتونه او هیلې بې ځایه وې چې د امریکا له نوې ادارې څخه یې درلوده. د امریکا د تیرو ټاکنو پر مهال د ارګ چارواکو د دې لپاره لابي کوله تر څو د ټرمپ پر ځای جو بایډن بریالی شي او په دې ډول د ټرمپ لخوا پیل شوې د اشغالګرو د انخلاء پروسه معطله کړي. اما اوس ښکاره شوې چې د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن هم د افغانستان په موضوع کې د ټرمپ لاره تعقیبوي او اراده لري چې د دوحې له قرارداد سره سم خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

۴: لکه څنګه چې انګریزانو په وروستیو کې شا شجاع افغان غازیانو ته تنها پريښود او لکه څنګه چې د شوروي اتحاد وروستي مشر میخایل ګورباچوف ډاکټر نجیب او نورو کمونیستانو ته ځواب ورکړ او مرستې یې ورباندې قطع کړې. د امریکا د خارجه وزیر وروستی لیک یو ځل بیا دا خبره ثابتوي چې بهرني باداران هیڅکله د خپلو ګوډاګیانو تلپاتې ملاتړ نه کوي. د هغوی ملاتړ تر هغه وخته وي چې د دوی ګټې یې ایجابوي. اما کله چې ورباندې سخته راشي نو بیا خپل اجیران په خالي میدان پریږدي او دوی خپل هیواد ته ستنیږي.

اړوند نور مطالب او مجلې

د لویو لارو غمیزې مو کوم عصر ته ورګرځوي؟

Habibullah Helal

د افغانستان روان حالات د ځمکني حقیقت او تشویش ترمنځ!

Habibullah Helal

سرپرستی خانوادۀ شهدا

Habibullah Helal