دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

په قربانيو او جهادي تخنيک ميناتوري شوی د دوحې تړون د برم څلی !!

سعد كټوازی
د کب لسمه چې د تېر۲۰۲۰ زېږديز كال فرورۍ له۲۹مې سره برابره وه، د افغانستان د معضلې د سياسي هوارۍ له مخې له پرلپسې ۱۸مياشتو مذاكراتو وروسته د قطر هېواد پلازمېنه دوحې كې د طالبانو او امريكا ترمنځ ستراتېژيك او تاريخي تړون لاس ليك شو او اوس د افغانستان او افغانانو د ۴۰ كلنو سرښندنو، اتلوليو، ځاني او مالي ايثار او فداكاريو، دردونو، هجرتونو، ستړو ستومانيو، خوښيو او غمېزو، د پرديو او د دوی د مزدورو چوپړيانو له لوري جناياتو، وحشتونو، شكنجو او زندانونو، تری تمونو او تور تمونو، ناورينونو، نادودو او ناخوالو، مرگونو او ويرونو، بلا ځاني او مالي زيانونو، ورانو ويجاړو، د بېلابېلو طبقو ډېر ډولونه خلكو، خپلواكو-بلواكو-ازادو- غلامو څېرو، پر يو مهال هر ډول ښو او ناوړه تجربو، مثبتو او منفي شرائطو، څو جلا زمانو او عصرونو، د گرمې او سړې دواړو جگړو او د هغو د ماډرنو او په ټيكنالوجي پوښلو وسائلو او وسائطو، حربو او تكتيكونو، د كمونيزم او امپرياليزم نړيوالو امپراطوريو او گڼو امپراطورانو د جگړې-سولې او بيا په دواړو كې د ماتې خورا اوږده درست داستانونه ټول د همدې (د كب لسمه/دهم حوت) تر ټكي لاندې دي چې د كورنيو او نړيوالو جگړو، سولې، تقابل او تعامل د پرېكړو د يوې اصولنامې او د سختو معماوو او ټكو د حل د يو قاموس حيثيت لري او له امله يې دا د افغاني او اسلامي تاريخ د يوې ستراتېژيكې بريا ورځ گڼله كېږي.

د دې تاريخي تړون كه څه هم يو اړخ نړيواله بدنامه او مكاره امريكا وه، خو د وياړ ځای دا چې پكې د همدغې امريكا د غرور هغه نېلۍ بشپړه ماته شوه چې پر۲۰۰۱زېږديز كال د جگړې له ژبې سره پرې افغانستان ته سپره راغلې وه او د تنزل تر يو ستر گړنگ لاندې ولوېده، له يوې خوا د نړيوالو قوانينو او حقوقي اصولو له مخې پرې د افغانستان۱۸كلنه جگړه تاوان شوه او له بلې خوا يې د شاوخوا۳۰مطرحو هېوادونو لوړوپوړو چارواكو او نړيوالو سازمانونو پر وړاندې په افغان جگړه كې هر اړخيزه ماتې وخوړه، ويې منله او لاسليك يې كړه.
ورسره يې طالبان يو سياسي ځواك، د افغانانو جگړې گټنې او له نړيوال يو قطبه صليبي بلاك څخه ازادي او خپلواكي اخيستل يې هم په رسمي ډول ومنل، لاسليك يې كړل او افغانان يې يو تر ټولو باشهامته او د خپل دين، هېواد، ولس او ارزښتونو په لاره كې يو سرښندونكی او د نه ماتېدونكي هوډ لرونكی ملت ومانه او وځلاوه چې له يادې ماتې وروسته دا هم په خپل ځان كې د امريكا نړيوال برم او يكه تازۍ ته تر ټولو ستر ټكان و.

افغانستان كې د امريكا د جگړې د پيل شېبو كې د امريكا د يكه تازۍ او نړيوال برم دا حال و چې ترې را لاندې دوهم، درېيم او پينځم هېواد يې هم رېږداوه، حتی چې كله يې تبليغاتي څادر پر ځان وا چاوه او بوش ډاگيز اعلان وكړ چې يا له موږ سره او ياترهگر… له ټولو وړاندې همدغو هېوادونو يې له وېرې د يو قطبه نړۍ تر ټولو ستر بلاك تشكيل كړ، هو ! ځينې د امريكا رقيبو هېوادونو يې ښايي د دې ترڅنگ د زور اوبه كولو لپاره دلته د هغې ښكېلتيا غوښته چې لاس يې ور كړ.

خو طالبان چې په مادي لحاظ يې امريكا له مچې گوتې لا نشوه نيولای، په معنوي او ايماني زور يې تر څټ ونيوه، ښكېله يې وساتله او بيا يې له هغې څخه د ټولو ډارېدلو هېوادونو په مخكي را وپرزوله، د ماتې رسمي لاسليك يې هم د دوی په مخكي ترې واخيست، د امريكا د يكه تازۍ او نړيوال برم خوبونه يې بې تعبيره احلام او د تبليغاتو پر مټ اوبه ځلول شوې خټه ثابت كړل، پر منفورې امريكا د هغو ټولو هېوادونو او ولسونو زړونه يخ او هم پرې ور زړور شوي چې د وېرې له امله يې ورسره په افغان جگړه كې اشر كړی وه، په لاپوشاپو يې تېروتلي وه او په دې جگړه كې مالي او ځاني زيانونه ور اوښتي وه او د دوحې تړون په دې ټولو او ډېرو نورو حقائقو وروستی مهر او مېخ شو.
په افغانستان كې د امريكا د جگړې لكه څرنگه چې موخې او گټې له پيله لا مبهمې او نامالومې وې او وروسته يې بيا د اوږدېدو سربېره دغه ابهام هم دومره ژور لاړ چې جگړه بشپړه بې گټې او يوه تېروتنه وبلل شوه، اوس يې د پايلې په توگه لاسته راوړنې هم همغسې مبهمې او نامالومې دي چې يواځي يادونه ترې كېږي او بس، خو كه همدا د دوحې تړون سم عملي شي، نو له پيله تر پايه جگړې، لاسته راوړنو او ښې يا بدې پايلې څخه به د دغه غولونكي ابهام پرده پورته او هر لوري او ټولو ښكېلو كړيو (چارواكو، هېوادونو او ولسونو) ته روښانه او پاتې لاره وهل اسانه شي او د همدې تړون د عملي كولو په هنداره كې به د جگړې او سولې دواړو پر ډگر سلامت او ملامت، گټې او زيانونه، گټونكي او بايلونكي، ښې او بدې پايلې، لاسته راوړنې او له لاسه ور كونې، موخې او هغه چې د جگړې په لوگيو او لوخړو كې ور رسېدلي بشپړ څرگند او وليدل شي.

له دې پرته به گرانه وي چې آن طبېعي گټې او زيانونه سره جلا او توپير يې وشي، پرتله او بيا د گټو يا موخو ته د رسېدو تله درنېدل خو ليري خبره، نو بيا لكه چې له پيله يې جگړې ته ناڅېزه پلمه كړې وه، اوس هم امريكا اړه ده هغه څه د لاسته راوړنو په توگه په گوته كړي چې په هيڅ نه ارزي او ياهم په واقع كې د امريكا زيان وي، خو هغه يې لاسته راوړنې تلقی او پر ځوړند اورمېږ د وتو لپاره پلمه كړي، بيا به امريكا دا هم مني چې دا دومره لوړې بيې يې د همدې ناڅېزه او يا واقعي زيان پرېكړې دي چې اوس يې د تېښتې لپاره بهانه كوي او په دې سره به يې نور هم حتی په كور دننه لا خپل باور زيانمن او له ولسونو سره لاس او گريبان كړي، نو ځكه د دوحې تړون كه له يوې خوا د ځواكونو ابرومندانه وتل دې، له بلې خوا يې نړۍ او ولسونو ته هم يوه د خټې پوزه تشكيلوي چې تمه ده پرېوتي حيثيت ته يې تر ډېره بېرته ښكلا ور كړي.

د دوحې تړون د هغې مذاكرې له مخې چې طالبانو يې وړانديز كاوه، خو امريكا ترې چورلټ انكار كړی وه، د امريكا له هغې ماتې وروسته چې خيال يې نه كېده او د هغه وړانديز پايله وه چې پكې امريكا له طالبانو د مذاكرې او سياسي حل غوښتونكې شوه او عادتاً په جگړه كې مات لوری يې بريمن هغه ته كوي، دا هرڅه هغه وخت ممكن شول چې د جگړې له لارې امريكا د طالبانو د لومړني وړانديز پر اهميت وپوهېده، اوس يې ځمكنيو واقعيتونو ته پر كتو هغه خپله اړتيا وگڼله او اخېر يې هم بېرته د هماغه مذاكرې له لارې دوحې تړون او ځان ايستلو ته ځان برابر كړ چې نه يې منله، دا چې د سرټمبه چارواكو درايت خورا لږ وي، امريكايان په هرڅه ډېر وروسته پوهېږي چې له امله يې پر لوی لاس گڼ لومړيتوبونه له لاسه ور كړي او لا هم يې وركوي.

جگړه كې بريا او بايلنه يې د هغې د موخو ترلاسه كولو يا بايللو كې وي، نه سيال ته د همدې جگړې په ډگر زيان اړولو او د ځان په پرتله يې زيات زيانمونولو كې، هو ! كله چې د جگړې موخې همدغه جگړه او ور كې كارېدونكي توكي وي، نو پكې ماتې او زيان هم د بايلنې مانا لري، قدرت، د وسلو بازار موندنه، اقتصادي وده، ديموكراسي-فحشا-بې ديني خپرول، د ځوانانو فكري انحراف، پر نړۍ راج او… د امريكا ښكاره او ځينې نوري پټې موخې وې چې پكې د زيانمنېدو له امله نن امريكا ماته ده، برعكس د افغانانو/طالبانو د جگړې موخې د هغې پر ډگر له لاسته راوړنو ياهم زيانونو سره په خورا توپير كې وې/دي، په جگړه كې له بلا مادي زيانونو ليدو سره يې بيا هم د جگړې موخې خوندي وې/دي او دا دی چې د جگړې موخو ته په رسېدو دي له زيانونو سره سره يې پكې برېمن دي.
همدارنگه د سوله ييز حل او مذاكرې وړانديز ماتې خوړلی لوری كوي چې هم د جگړې موخې او هم يې ډگر وبايلي ترڅو يا د جگړې موخې پكې لږ تر لږه/هسې د تومنې په اندازه ترلاسه كړي او ياهم يواځي له جگړې د ځان ايستلو لاره پيدا كړي، د سوله ييز ماموريت د پيل پر مهال هم شرائط داسي وه چې پكې امريكا د جگړې ډگر او موخې دواړه بايللي او اوس يې طالبانو ته د مذاكرې وړانديز كاوه، له افغانستانه په روغ سر د ځواكونو ايستل او د جگړې له امله زيانونو مخنيوی يې تر هغو گټو ډېر مهم باله چې د افغانستان په اشغال كې يې اټكل كړې وې، خو تر لاسه يې نكړې او د دې لپاره يواځينۍ هغه لاره چې امريكايي چارواكو درلوده له طالبانو سره مذاكرات ول چې په ترڅ كې يې دوحې تړون را منځته شو.

كه د دوحې له تړون وړاندې ۱۸كلنې جگړې ښكاره، پټو او اټكل شويو موخو ته ژوره كتنه وشي او بيا هغو وختونو او شرائطو ته سر ور ښكاره كړو چې په لومړي ځل د خليلزاد په مشرۍ د امريكا سوله ييز ماموريت پيل كېده، نو وبه وينو چې د امريكا د جگړې موخې ډېر هغه څه نه و چې وروسته پېښ او وليدل شول/ليدل كېږي، شيخ اسامه رحمه الله خو لومړی د دې جگړې هسې پلمه او بيا يې مړينه هم يوه افسانه وه او لا تر اوسه څرگنده نه ده چې رښتيا شهيد كړل شوی او كه د ورپېښو رنځونو ښكار شو، له بلې خوا لكه چې د امريكايانو د جگړې اټكل ناسم ثابت شو، وخت پر وخت ټاكلې ستراتېژۍ يې ماتې شوې، څرگندو موخو ته په رسېدو كې يې پاتې راغلل او طالبانو ترې په خپله گټه وڅرخولې، همداسي د جگړې واقعي موخې يې هم نه دې ترلاسه كړې، كه ډېرې كمې يې ترلاسه كړې هم وي، خو نور يې نشوې ترلاسه كولای او له جگړې ور اوړېدونكي زيانونه هم جلا لامل و چې له طالبانو سره د مذاكرې مېز ته را وړاندې شوه.

د جگړې بايلل په هغې كې د شته زيان نه، بلكې د هغې موخې له لاسه ور كول او بيا مذاكره د همدې ماتې خوړلي او جگړه بايللي لوري وړانديز وي، په دې مانا چې د جگړې د موخو او ډگر بايللو له امله هغه له صحنې د ځان روغ ايستلو لپاره دېته اړ وي چې د مذاكرې وړانديز وكړي او له همدې لارې له صحنې په روغ سر ووزي، له طالبانو سره جگړه او بيا سوله كې امريكا په همدې موقف كې وه، د امريكا لوړ ارزښتونه نړيوال برم، د لومړۍ رتبې اقتصاد، يكه تازي او پر نړۍ راج گڼل كېږي چې له طالبانو سره جگړه كې يې دې ټولو ته د پام وړ زيان واوښت، له دې پرته هغه لوی او واړه زيانونه يې هم ملا ماتونكي و/دي چې د يادو ارزښتونو په پار يې اوږه ور كړې وه، نو ځكه د ځواكونو ستنول او افغان جگړه پای ته رسول د امريكا اړتيا وه او د دوحې تړون يې تحقق تضمينوي.

خو بر عكس د طالبانو د جگړې موخې، دين، هېواد، ازادي، خپلواكې، ملي گټې، اسلامي او ملي ارزښتونه له بلا مالي او ځاني قربانيو او گڼو زيانونو سربېره خوندي دي چې له امله يې د افغانانو په مشرۍ طالبان په جگړه كې برېمن او زيانونه يې د ماتې په مانا نشي تعبيرېدلای، بلكې د يوې سترې بريا په توگه د كب لسمې د دوحې تړون د برم څلی د الله له نصرت وروسته د افغانانو پر همدې قربانيو، ليدلو زيانونو او جهادي تخنيک ميناتوري شوی.

د دوحې تړون چې د اسلامي تاريخ په اوږدو كې د دوهم نړيوال غربي ستر ائتلاف په تابوت وروستی مېخ شو، كه له يوې خوا يې د تاريخ په ځانگړې مقطع كې صورت وموند، له بلې خوا د ياد ستر ائتلاف د ماتې رسمي سند شو چې دا په خپل ذات كې د هغه اهميت جوتوي او بيا همدې تړون خورا زياتې لاسته رواړنې هم درلودې او لا به يې د بشپړ عملي كېدو په صورت كې ولري او ان شاءالله د دې اميد ډېر زيات غښتلی دی چې گران هېواد افغانستان او دروند ولس مو پرې د جگړې له ناخوا د وتو ترڅنگ د نړۍ په كچه يو مطرح او له هره اړخه بډايه اسلامي هېواد او رښتونی مسلمان ولس وپېژندل شي.
وما ذالك علی الله بعزيز

اړوند نور مطالب او مجلې

د شعر و شاعري اهمیت او ضرورت

Habibullah Helal

د بهرنيو ځواکونو وروسته د افغانانو مسؤولیتونه…

Habibullah Helal

امنیتي پوستې که د لنډغریو مرکزونه؟

Habibullah Helal