دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

پوځي ډګر کې د ستر قائد پېغمبر صلی الله علیه وسلم د بریاوو لاملونه (دویمه برخه)

ژباړه: م عبدالله اندړ

۵- مناسب کار لپاره مناسب سړی:

پېغمبر صلی الله علیه و سلم له دې وجې چې د خپلو ملګرو په منځ کې لکه د یو عادي فرد په څېر رالوی شوی و، د خپلو ملګرو نفسیات او د هغوی وړتیاوې يې ور معلومې وې، هغوی سره په غم او ښادۍ کې یوځای پاتې شوی و.

هغه پوهېده د ده په ملګرو کې غیرتي اتلان څوک دي، هغوی يې له خپلې وړتیا سره سم داسې ځای کې په کار لګول چې زړورتیا ته يې ضرورت لاره ، لکه ابو دجانه رضی الله عنه.  هغه صلی الله علیه و سلم پیژندل چې په ملګرو کې يې داسې هم شته چې زړه يې په جګړې نه ورځي، لکه حسان بن ثابت رضی الله عنه، هغه يې د سیاسرو ښځو سره د هغوی د ساتنې لپاره مسئول وګرځاوه، څنګه چې په احد او خندق غزا کې يې هم له سیاسرو سره پرېښی و، خو د هغه بلیغ شعر څخه به يې استفاده کوله.

هغه صلی الله علیه و سلم پوهېده چې د دوی ترمنځ د رایې او مشورې خلک شته، د قیادت او رهبرۍ خلک شته او داسې هم شته چې له ساده عسکري دندې پورته نور څه نه شي کولای، نو هریو يې پداسې دندو مؤظف وګرځول چې هغه يې ترسره کولای شول.

یو چا ته د هغه د وړتیا څخه زیاته او کومه چې يې حق جوړېده، پورته برخه نه ورکوله نه يې له توان او وسې دروند پېټی پرې باراوه.

۶- متبادل (دوه اړخیزه) باور:

د هغه صلی الله علیه و سلم لخوا پرملګرو باور دومره زیات و چې ملګرو يې هم پرهغه بشپړ باور درلود ، دهغه خبره به يې بالکل نه غورځوله ، که موږ په صلح حدیبیه کې له مشرکینو سره د صلحې په اړه د صحابه و موقف رایاد کړو، موږ لپاره همدا دلیل کافي دی، که د دوی پوخ باور نه وای نو له صلحې څخه به يې انکار کړی و.

هغه صلی الله علیه و سلم پر ملګرو د پاخه باور له وجې، پداسې حال کې خپل سړي د بدر میدان ته وروغورځول چې د مـشرکینو شمېر درې چنده زیات وو.

هیڅ یو رهبر هم خپل سړی پداسې جګړه کې نه شي ښکېلولای چې عاقبت او پای يې نه نامعلوم وي ، بیا هلته چې  دښمنان څو برابره زیات او ځواکمن وي ، مګر هلته چې رهبر (قائد) په خپلو قواوو باندې ستر باور او اعتماد ولري، بیا کیدای شي.

۷- متبادل احترام او مینه:

په هره غزا ، په سولییزو او جګړییزو موقفونو کې له صحابه و سره د پېغمبر صلی الله علیه و سلم مینه، او د پېغمبر محبت له هغوی سره څرګند او ښکاره و.

یواځې د احد په جګړه کې د ملګرو يې حالت راخلو چې کله مشرکانو له هرې خوا په نبي علیه السلام راتاو شول، نو مسلمانانو د دښمن غشو او نیزو ته ځانونه سپر کړل او له هغه يې په خپلو سینو سره د وارونو مخه نیوله.

۸- ځواکمن بانفوذه شخصیت :

د حدیبې په صلحه کې قریشو عروة بن مسعود ددې لپاره ولیږه چې د نبي علیه السلام سره مذاکرات او خبرې اترې وکړي، هغه چې کله واپس شو، قریشو ته يې وویل: اې د قریشو قامه ! ما د فارس د واکمنۍ پاچا لیدلی، ما د روم د امپراطورۍ مشر لیدلی، د حبشو خلکو پاچا مې کتلی، زه په الله قسم کوم چې په هیڅ قوم کې مې د محمد په څېر پاچا نه لیدلی؛ هغه به اودس کاوه، مګر ملګرو به يې د اوداسه اوبه رااخیستلې، ، د هغه به ويښتان نه وغورځيدلي، مګر بیا به چا اخیستي و، زه په دې عقیده یم چې هغوی به يې هیچاته هم تسلیم نه کړي. دا دومره حیرانوونکې ځانګړتیا څه وه چې یو مشـرک د پېغمبر شخصیت دا ډول توصیفوي، نو دا یواځې د هغه د قوي او ځواکمن شخصیت ځانګړتیا او صفت و چې نبي علیه السلام درلود.

هغه یو متواضع او نرم دله انسان و، مینه ناک او رحم دله و، خو سره له دومره نرمښت چا د هغه په غږ باندې خپل غږ نه پورته کاوه او نه چا دهغه منور او پړکيدونکي مخ ته د څو شیبو لپاره کتلای شول، نه يې چا خبره رد کوله او نه يې په کوم حکم کې د هغه څخه انکار یا ځنډ کاوه.

۹- بدني وړتیا:

د پېغمبر صلی الله علیه وسلم ډېر عالي بدني وړتیا درلوده، دهغه صلی الله علیه وسلم ملګرو به چې په خندق غزا کنده کې کومه تېږه کلکه او مضبوطه ولیده، نو نبي علیه السلام ته به په منډه ورغلل، بیا هغه ورته ماته کړه.

۱۰- سپيڅلې او پاکه سابقه:

پخوا به عربو په نسب پوهنه کې ډېر مهارت درلود او ډېر ژورې شجرې او قامونه به يې سره بېلول، نبي علیه السلام چې د عربو ترټولو غوره او شریفې قبیلې قریشو نسب څخه و، بیا هغه په قریشو کې د غوره کورنۍ بنوهاشمو څخه و، دا راز هغه د مور له طرفه هم په نسب او حسب کې تر هر چا غوره والی او فضیلت درلود. د هغه مور آمنه د وهب لور، د عبد مناف لمسۍ د زهره کړوسۍ وه او د پلار له طرفه هم د عبدالله زوی، د عبدالمطلب لمسی، د هاشم کړوسی، دعبدمناف کودی و.

دهغه صلی الله علیه وسلم د بعثت دمخه خپل شخصي ژوند څه و؟ پدې اړه (سیر ولیم ور) چې نه عربي دی او نه مسلمان داسې اعتراف کوي، هغه وايي:

زموږ ټولې سرچینې او اسناد ښيي چې محمد صلی الله علیه وسلم د مکې خلکو ترمنځ یو نادر انځور وړاندې کوي هغه دا چې هغه د ځوانانو ترمنځ ډېر باحیا ، باعفته او متواضع ژوند کړی.

۱۱- د جګړې اصولو ته پاملرنه:

د جګړې اصول: هغه جوهري فن دی چې په قائد کې په پوځي پرېکړو او حکمونو باندې د تسلط لپاره سالم طبیعت او مسلک ژوندی کوي او همدغه اصول که چېرته طبيعي وي او تکلف ونه ولري بیا د مسلکي قائد لپاره په جګړه کې مهم عناصر بلل کيږي.

هغه صلی الله علیه وسلم په جګړه کې ډېر اصول لرل ، چې په هغو کې یو اصل دا وچې: مقصد او هدف ټاکل، بیا به پرې مزل کول و، چې دا اصل يې د مدینې خلکو سره په لومړۍ معاهدې کې چې هغه ورسره له هجرت وروسته کړې وه، عملي کړی و، لکه څنګه چې دا تعامل د هغه صلی الله علیه وسلم په ټولو غزواتو کې ښکاره و.

بل اصل دا و چې: تل به يې تعرضي حالت درلود، یعنې دی به جګړې ته وړاندې کېده، دهغه غزوات او سرایاوې که مو وګورو ټولې د دښمن ته د ور وړاندې کېدلو (تعرضي حالت ) شمېرلی شو، یواځې له دوو غزاګانو: احد او خندق څخه ماسیوا چې هغه هم مشرکینو دغچ اخیستنې لپاره خپل ټول قوت پکې راجمع کړی و او په مدینې يې یرغل او تعرض کړی و.

د تعرض دا مانا نه ده چې د خلکو ډارولو لپاره مخ ته کېدل. بلکې تعرض دلته پدې مفهوم سره دی چې د قائد لپاره د حملې او هجوم کولو روح په ځان کې راوستل، ځکه خو دفاع یواځې حقیقي نصرت نه بلل کيږي، البته یواځې کله چې په دفاع کې کامیابي وي بیا یواځې ساحوي بری ورته ویلی شو، اما تعرض که کامیاب وي د ستر نصرت ضمانت ورکوي، هغه صلی الله علیه وسلم تعرض له دې وجې کاوه چې هغه پوهیده چې جګړې ته مخکې کېدل د دفاع لپاره ترټولو کامیابه وسیله ده.

د هغه صلی الله علیه وسلم بل اصل دا و چې خرپ ترپ او ناڅاپي بریدونه به يې کول، دښمنان به يې خبر نه وه، هغه به ورباندې د وخت او ځای سنجولو سره، په مختلفو طریقو او چلونو، دا راز د ګڼو جنګي تکتیکونو، نویو وسلو او وسیلو په کارولو یوناڅاپي حمله کوله، خرپ ترپ سره به يې کار خلاص کړ.

 بل اصل يې: د ډلې او ځواک برابرول و، هغه صلی الله علیه وسلم د بعثت له اولې ورځې نه پدې کوښښ کې و چې خلک اسلام ته دعوت کړي، بیا چې مدینې ته راغلی ، هلته يې خپل سړي راټول کړل، ترهغو يې جهاد نه شروع کاوه څو پورې چې ده خپل قوت او ځواک راټول کړی نه و.

بل اصل يې : د دښمن پام بدلول، هغه به په ډېرو کمو افرادو استخباراتي فعالیت کاوه، یو وار به يې دښمن وڅاره بیا به يې د دښمن پام او توجه بل طرف ته کوله، چې پدې سره به دښمن په بل ځای کې مصروف شو او دوی به خپل فعالیت وکړ.

بل اصل يې: د دښمن تعقیبول و، هغه به دخپلو ځواکونو د ساتنې او حمایې لپاره په مختلفو لارو او ګودرو څارګرې شبکې فعالې ساتلې ، ترڅو د ناڅاپي برید مخنیوی وشي او دښمن ته د دوی د لښکر په اړه څه معلومات ونه رسيږي، عین وخت کې دښمن هم تعقیب شي.

بل اصل يې د تعاون او همغږۍ و، هغه صلی الله علیه وسلم به ددښمن په خلاف جنګېدونکې قطعاتو او دلګیو اداري سیستم د غرض او هدف ته په رسېدلو او په جګړه کې تل همغږي ، متحد او متعاون ساتل .

دهغه صلی الله علیه وسلم ټولې جګړې د جنګ شروع کېدلو نه مخکې، وروسته او د جګړې په دوران کې د مسلمانانو خپلمنځي تعاون او همغږۍ یوه ښه بېلګه ده.

بل اصل  يې معنویات او مورال لوړ ساتل و، د مسلمانانو معنویات به هر وخت لوړ و، مسلمانانو به تل په ډېرو کم قوت ډېر لوی لښکر راوپرځاوه، هر وخت به ورباندې بریالي و، دا یواځې د هغوی د مورال او معنویاتو لوړ ساتلو وجه او علت و.

دا راز د پېغمبر صلی الله علیه وسلم بل اصل اداري چارې تنظیمول و، یقینا اسلام دا کار وکړ چې جهاد بالنفس د پیسو او مال سره جهاد کولو سره وتړي، بلکې د جهاد په ډېرو آیتونو کې په مال او پیسو سره جهاد کول ، له هغه جهاد څخه مخکې راغلی په خپلو وینو او غوښو سره یعنې جهاد بالنفس دی، دا یواځې د اسلام اداري امورو ته پوره اهتمام باندې دلالت کوي.

اړوند نور مطالب او مجلې

تور لیست

Habibullah Helal

امریکا دې له شل کلن اشغاله سبق واخلي!

Habibullah Helal

ایا د بندونو جوړول به جنګي مجرمینو ته برائت ورکړي؟

Habibullah Helal