دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
کتابتون

پوښتنې او ځوابونه، کتاب تازه چاپ شو

( پوښتنې او ځوابونه) کتاب دفرهنګي کمېسیون د تالیف او ترجمې ادارې له لوري تازه چاپ شوی اثر دی. یاد شوی کتاب پر ۲۱ سرلیکونو مشتمل دی او په   ۱۸۸ مخونو کې  پر سپین او متوسط کاغذ په ښه صحافت چاپ شوی دی.

ددغه کتاب بشپړ نوم: ( اسلامي امارت او روان جهادي بهیر، پوښتنې او ځوابونه) دی،دکتاب منځپانګه په الاماره ویپپاڼه کې « د ولس پوښتنې او دذبیح الله مجاهد ځوابونه»  لړۍ لیکلې بڼه ده،د پوښتنو او ځوابونو همدا سلسله داسلامي امارت دویاند علمي او سیاسي شخصیت محترم ذبیح الله مجاهد صاحب  تر بیا کتنې او زیاتونې وروسته ترتیب او دچاپ په ګېڼه وپسولل شوه.

دکتاب په سریزه کې لیکوال او مرتب ذبیح الله مجاهد صاحب لیکي:« که څوک دا کتاب په دقت سره ولولي وبه ګوري چې اسلامي امارت په خورا سختو شرائطو کې هم د پورته ټولو مواردو په اړه مناسبې او معقولې حل لارې درلودلې، د خلکو انديښنوته رسیدګي کیده او ترممکنه بریده له ټولو ظروفو څخه ګټه اخیستل کیده چې روان جهاد جاري وساتل شي، منفي ابعاد يې له منځه یوړل شي او د یو مسئول، پوه، بادرکه او بادرده اړخ په توګه خپل ملت ته جوابګو و اوسي.له دې کتاب څخه د اسلامي امارت د یرغل ضد جهادي دور د یوې کوچني هندارې او ريښتوني تصویر په توګه استفاده کیدلای شي».

همدې کتاب  داسلامي امارت د واکمنۍ،فعالیتونو، پالیسۍ  او روان جهادي بهیر په اړه ډير څه په خپله غېږ کې راټول کړي، لوستل یې د اسلامي امارت د لوړو اهدافو، جهاد او قربانیو  او ددښمن دوحشت، مکر او پروپاګند په تشخیص کې ډيره مرسته کولای شي.

د فرهنګي کمېسیون دتألیف او ژباړې ادارې څه موده وړاندې هم ځینې کتابونه چاپ کړل او همدا کتاب یې د کتابچاپ د لړۍ ۲۳ مه کړۍ ده او په راتلونکي کې به نور ارزښتمن اثار هم ټولنې ته وړاندې کړي. ان شا ءالله تعالی!

دلاندې لینک څخه کتاب کښته کولای شئ

لینک 1                                       لينک 2

اړوند نور مطالب او مجلې

( د سپین کاروان سرلاري) په نوم ارزښتمن کتاب چاپ شو!

admin

کتاب «امارت اسلامی به ما چه داده است» تازه از چاپ برآمد

Habibullah Helal

«د جارح خنجر او زما قلم» مهم کتاب چاپ شو

Habibullah Helal