دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د دوحې تړون ماتول ځانته د قبر کیندل دي ؟!

د څرک مجلې سرمقاله

امریکایان له ۱۹ کاله زور ازموینې، هرډول پوځي، سیاسي او اقتصادي فشارونو او حربو له استعمال او تجربه کولو وروسته چې بله کومه چاره او چانس و نه موند؛ نو خپل خیر او نجات یې په دې خبره کې ولید ترڅو له اسلامي امارت سره د مذاکراتو او سولې لار غوره او د دوحې تړون ته غاړه کېږدي، دغه پرېکړه یوازې د امریکا د هغه وخت د سیاسیونو او د سپینې ماڼۍ د چارواکو نه وه، بلکې ترټولو زیات پکې دمطرحو امریکایي جنرالانو، پنټاګون او دسی آی اې ارزو او تلوسه وه چې نور باید دافغانستان نه ګټونکې او بې پایلې جګړې ته دپای ټکی کېښودل شي او ټول پوځیان را وغوښتل شي.

هماغه وو چې دامریکا ډیر کم پوځیان پاته نور ټول له افغانستان څخه وکوچېدل، لسګونه مهمي اډې چې مزدورانو او جاسوسانو یې دلسګونو نورو کلنو د چلیدا او شتون خوبونه لیدل دهغوی په وړاندې ګډې وډې، ټول وسائل اوتجهیزات یې ترطنه پورته او د اډو تش کالبوت ته یې اورونه واچول؛

اوس چې د جوبایډن په مشرۍ نوی دولت رامنځته شوی نو دکابل شړېدلی او پړمخې پروت رژیم له ځان سره دا ببولالې وایي، چې بایډن ددوحي تړون ماتول یا له سره ارزول غواړي.

د امریکا او د غرب د زیاتره هغو کار پوهانو چې په افغانستان کې کومې مشخصې شیطاني ګټې نلري او مسائل په خپلواک ډول څېړي په دې خبره معتقد دي، چې بایډن به هیڅکله هم د دوحې تړون دماتولو تېروتنه و نه کړي، ځکه امریکا دلته نولس کاله پاتې شوه، زرګونه عسکر یې ووژل شول او  تقریباً تر یونیم (ټریلیون)  زیات ډالر یې مصرف شول، ولې نتیجه یې صفر وه.

بله مهمه موضوع داده چې د کرونا وبا او نورو نړیوالو چیلنجونو د امریکا اقتصاد، صنعت او مالي پراختیا ته کلکه ضربه ورکړې او ورکوي یې، بایډن که په دغه ځار ځپلي حالت کې یو ځل بیا د افغانستان دجګړې بار ته اوږه ورکوي او له سره بیا جنګ پیلوي دابه یې پوره لیونتوب او امریکایې ولس ته د قبر کیندلو په معنا وي.

له بل اړخه امریکایان او بایډن پوهیږي چي کابل کي ناست او تش په نوم واکمن کسان له یوه سره غله، قاتلان لار نيوونکي، پاټکسالاران، جنګي مجرمین او د نړۍ په کچه پېژندل شوي مفسدین دي، نو په هغوی له دې زیات مصرف او سرمایه ګوزاري هم له افغان او هم امریکایی ولسونو سره تاریخي جفا اوخیانت دی.

د امریکا او کابل ادارې روانو حالاتو ته په کتو ویلی شو، چې د دوحې تړون درناوی او عملي کول د افغانانو، اسلامي امارت او هم امریکایانو په خیر او ګټه ده، امریکایانو که دا چانس بایلود انجام به یې له شک پرته دپخواني شوروي اتحاد برخلیک او حالت وي.

اړوند نور مطالب او مجلې

سولې او شرعي نظام ته د طالبانو ژمنتيا او لېوالتيا !!

Habibullah Helal

که امریکا تړون مات کړ! څه به ترلاسه؟ او څه به له لاسه ورکړي؟

Habibullah Helal

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون ويډيويي څانګې ته لنډه کتنه

Habibullah Helal