دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
شعر او ادب

د زخمونو ګلان

حال چې د زخــم زخــم  زړه  وايم  د  درد په ژبه

لکه د ژوند وروستۍ خواله   وايم   د  درد په ژبه

ستا د کاکُل  پرهر خيالونه  مې ګـوګل کې پراته

په خوب کې غشــي او  باڼه   وايم  د  درد په ژبه

زما د روح جنــازه وړې ته د خنــــــدا پر اوږو

ځای په ځای ستا  قاتل کاته وايم  د درد په  ژبه

د ځـــوانۍ مستې شېبـې غواړي د جنون ازادي

زلفـــــــو  ته  ځکه  زولــــنه  وايم   د  درد په  ژبه

 ته مې په  سـرو لېمو کې لولې د زخمــونو ګلان

زه دې په شونډو سره لمــبه  وايم   د  درد په  ژبه

د ازادۍ ناهيـدې! ستا د وينو سره خط کرښې

ټکـــي په ټکــــي په ليــمه  وايم   د  درد په ژبه

شهيده ياره!  تصويرونه دې په اوښکو وينځم

ستا ارمانــــونه  ټوله شــــپه  وايم  د  درد په  ژبه

په بيلـــتانه کې اړوم ستا د يادونـــــو کتـاب

فاتح  پرې ســـانده او ټپـــه وايم  د درد په ژبه

م – الياس فاتح

اړوند نور مطالب او مجلې

په دستار خوښ یم

Habibullah Helal

غزل (ستا مینه، چینۀ دعشق د نور بولي)

Habibullah Helal

خدای مه کړه

Habibullah Helal