دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د پاته ځواکونو د وتلو پیل! مثبت ګام دی

هو! د اوږده «شل کلن وحشیانه جنګ او جدال» وروسته دادی ډارن امریکائي ځواکونه خپلې کډې نغاړي او په ډېره ورخطائي سره د بشپړې انخلاء ترخې شیبې لنډوي.

همداراز د اروپايي هیوادونو مربوطه ځواکونو خو له وړاندېنه خپلې کډې اوبارونه تیار بسته کړي او دیته چمتو ولاړدي چې په عاجله او مصؤنه توګه بیرته خپلو، خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

رښتیا هم په افغانستان دامریکایانو او اروپایانو لخوا یرغل یوه لویه اشتباه او نه جبرانیدونکې تیروتنه وه، که د امریکا د هغه مهال چارواکو د خپل پرمختللي عصري ځواک پر غرور په بیچاره افغانستان د ظلمانه یرغل کرکجن جسارت نه وای کړی نن به امریکا د۲۰۰۱زکال په مقایسه ګڼ شمیر نورې  مهمې عصري اوساینسي پرمختیاوې ترلاسه  کړې وې، متل دی چې« د میږي کله اجل راشي نو وزرونه وکړي» د امریکا چې کله زوال راغی د افغانستان د اشغال هوس یې راغی او د ټولو نړیوالو اصولو، مقراراتو او قوانینو څخه په برملا سرغړونه او د کره شواهدو اوقراینو له درلودو پرته د امریکا د هغه مهال ولسمشر بوش زموږ په میړني هیواد د یرغل مردوداعلان وکړ.

د هغه وروسته امریکایانو په لکونو انسانان چې زیاتره یې سپین روبي، میرمنې اوماشومان وو شهیدان او ټپیان کړل، هم یې په زرګونو خلک یې  د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ ایستل، بسته کلي اوکورونه یې له خاوروسره ګډ کړل، روغتونونه، جوماتونه اومدرسې یې بمبارد کړې او پخپل ټول سیاسي، پوځي او اقتصادي ځواک یې کوښښ وکړ ، څو افغان ولس خپل مستعمره اوغلام ولس وګرځوي لیکن افغانانو دا ټول مرګونه، ظلمونه او وحشتونه وزغمل، خو د خپل هیواد د حریت او استقلال ګټلو له ارادې څخه په شا نه شول او د یرغلګرو ځواکونو په مقابل کې په نره پورته شول، دجهاد پولادي سنګرونه یې جوړ کړل او پر متجاوزینو یې پراخ  تندریز بریدونه شروع کړل تردې چې په لنډ وخت کې د هیواد لویشت، لویشت خاوره د اشغالګرو لپاره سور تنور وګرځیده او په ترڅ کې په زرهاوو صلیبي عسکر مړه اوټپیان شول همدا راز د جګړې د اوږدیدو په وجه امریکا او ائتلافي هیوادونو ته په ټریلیونو مالي زیانونه واوښتل دکومو له امله چې امریکا او نور اشغالګر هیوادونه له اقتصادي رکود سره مخامخ شول خوبیا هم د جګړې په ډګــر کې یې کـوم دپـام وړ بری ترلاسه نکړای شو!

اوس دا چې امریکا دشل کلنې اوږدې جګړې د زیانونو په پوره ادراک کولو سره له افغانستانه دخپلو پاته عسکرو د ویستلو پریکړه کړې ده او په ترڅ کې یې دپاته ځواکونو د وتلو پروسه عملاً پیل شوې د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې اونړۍ لپاره یو ښه مثبت پیغام دی د سیاسي چاروکتونکو په اند دپاته عسکرو ویستل به د اشغال پای ته رسولو په لور معقول ګام ثابت شي اوهم به یې ډېر ژر په منطقه او نړۍ کې مثبت تاثیرات ولیدل شي.

موږ  یوځل بیا د فرصت نه په استفاده ،امریکایي پالیسي جوړوونکوباندې غږ کوو چې نور دې جنګ خبرې ترک کړي او په نړۍ کې دې د ازادو ملیتونو د غلامولو په موخه خپله تیاره کړې مردوده اجڼدا لغوه اعلان کړي، هغه پیسې چې تاسو یې  د بدو اغراضو لپاره د نورو هیوادونو دننه په جنګونو او د انسانانو په وژلو لګوئ  هغه بیرته  پخپل هیواد کې پر بې وزلانو او د هیواد په انکشاف او ترقۍ مو ولګوئ، د نړۍ له خپلواکو هیوادونو سره د تجارت او سیاست له لارې خپلې ګټې وټې مطرح کړئ ، نه د جنګونو او یرغلونو د ګواښونو دلارې! او موږ  پوخ باور لرو چې ستاسو موجوده جنګي تګلاره  پخپله ستاسو د هیواد په ګډون د ټولې نړۍ دامنیت او استقرار لپاره ګواښ اوخطرده ؛ نوښه داده چې سملاسي یې ترک کړئ!  اینده کې د خبرو او مذاکراتو له لارې په نړۍ کې د خپلو سیاسي ترجیحاتو او اقتصادي اهدافو د تقویت  مسیر غوره کړئ نه دجنګونو او وحشتونو دزیږولو اوخورولو له لارې…

اړوند نور مطالب او مجلې

سرپرستی خانوادۀ شهدا

Habibullah Helal

راتلونکی افغانستان او زموږ مسؤليت

Habibullah Helal

د هیواد له غښتلي عالم او ليکوال مفتي حبيب الله قاسمي صاحب سره د څرک مجلې ځانګړې مرکه

Habibullah Helal