دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د ثور اوومه او اتمه د هېرېدو نه دي!!

عابد

داچې د ثور  دمنحوسې کودتا څلورڅلوېښتم کال روان دی او دهغه مهال ځوانان اوس عمر خوړلي سپین ږیري دي دایې یوعلت  اوبل پر افغانستان نور هم داسې حالات راغلل چې نږدې ده دغه ورځ نور هېره شي او څوک یې ډېره یاده نه کړي، په داسې حال کې چې دهمدې نږدې نیمې پېړۍ د ناخوالو ریښه او پیل دافغانستان د دښمنانو (خلقیانو اوپرچمیانو) همدا کرغېړنه کودتا وه چې ناخوالې یې تر ننه هم تمامون نه لري .

که څه هم د غرب اشغال اوږد شو او حالات داسې شول چې اوس دهماغو مجاهدینو اولادونه په شعوري یا غیر شعوري ډول دخلقي او پرچمي څېرو درناوی اوتائید کوي چې دوی یې په وړاندې وسله وال جهاد کاوه، خو سره له دې هم تاریخ مسخ نه دی دافغاني کمونستانو افغان ضد اواسلام ضد کړنې یې یوه یوه ثبت دي، هغوی چې په پردیو غوړو څومره مست او کوم کبر اخیستی و اوس یې تعبیر هم په اسانه سره نه شي کېدای .

قدرت ته په رسېدو یې له ټولو لحاظونو سترګې پټې کړې او له ټول ولس سره په دې لاس وګرېوان شول چې د دوی دنظریې مخالف وو له ۱۳۵۷ل کال نه تر ۱۳۷۱ل کال پورې په خپل شقاوت اودشوروي لښکرو په مټ ورسره وجنګېدل پنځلس لکه یې شهیدان شپاړس لکه یې ټپیان او معیوب کړل اوپنځه ملیونه یې ګاونډیو هیوادوته په مهاجرت  اړ ایستل، دڅرخي پله او پلیګون زړه بوږنوونکې تراژیدۍ یې  زموږ دتاریخ یوه نه هېرېدونکې برخه ده .

کله کله ځیني خلک د داخلي کمونستانو په طرف اوتائید کې یوه نیمه خبر کوي او ناسمو کړنو ته یې توجیه لټوي، په داسې حال چې هغوی تر ډېره عملاً دنظریې اوفکر خلک نه دي پاته شوي، بلکې قدرت اومادیات یې اصلي موخه وه یاپه بل عبارت پردۍ نظریه یې هم دمادي ګټو لپاره خپله کړې  او ترسره کړي ټول جنایات یې دهمدې غرض لپاره وو،  او هغه شعارونه چې دوی ورکول ژمن ورته پاته نه شول، له امپریالیزم سره هغه کرکه چې  دوی  ښکاره کوله هیڅکله رښتیا نه وه، بلکې دغرب د اشغال په دوره کې دامپریالیزم په خدمت کې تر نورو دوی ډېر وفاداره ثابت شول  اویا داده چې یو څوک خپل ضمیر یو وار غلام کړي بیا بیا هم دنورو غلام کېدای شي .

د شوروي یرغل او کورنیو خلقي او پرچمي کمونستانو په وړاندې دافغان مجاهد ولس مقاومت، سرښندنې اوقربانۍ زمونږ د دغه تاریخ یوبل زرین باب دی چې خپله عقیده، خپلواکي او دهیواد استقلال یې له شک پرته چې پرې وګټل دا هغه ویاړ او افتخار دی چې نن ځیني افغاني کمونستان  هم پرې اعتراف کوي، د دومره سترو قربانیو په مټ د پورته هدف لپاره د ثور اتمه همدومره ویاړمنه اوله افتخاره ډکه ورځ ده .

دا بېله خبر ده چې دمجاهدینو مشرانو ونه کړای شول چې دشورویانو او افغاني کمونستان په لاس شړېدلې یې راجوړه نه کړه او نوره هم ترې وشړېده، خو په ټوله کې د ۱۳۷۱ل کال دثور اتمه  داسلامي انقلاب دبري ورځ ده په ویاړ او افتخار باید ولمانځل شي .

اړوند نور مطالب او مجلې

تور لیست

Habibullah Helal

امنیتي پوستې که د لنډغریو مرکزونه؟

Habibullah Helal

د تړون نه تنفیذ به سیمه او نړۍ دواړه بې ثباته کړي

Habibullah Helal