دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

اتم تلین یې له یوه مستند تاریخ سره!

عبدالولی خليل

متأسفانه د ژوندي نسل پراخه طبقه مو داسې حال ته رسېدلې ده چې د تاریخ لوستلو او معلومات ترې ترلاسه کولو سره بیخي نا اشنا دي، درحالیکه د ځوان نسل یا نوي نسلونو لپاره اړینه ده چې د اسلام د سپه سالارانو،جنګي امامانو تاریخ او داستانونه ولولوي او په ځان کې د اسلام د دښمنانو سره د مبارزې ولوله پیدا کړي؛ځکه خو هر غیور قوم د خپلو هغه ویاړلو اشخاصو د ژوند ټول داستانونه د تاریخ پاڼو کې ثبت کړي چې هغوی له کفر سره په مبارزو کې او د قومونو په آزادۍ کې مهم رول لوبولی وي، د نړۍ د یو ظالم،مستکبر او متجبر قوم په وړاندې څنګه د‌ حق چیغه پورته کړې وي او په خپله جهادي مبارزه کې څنګه بریالي سوي وي،چې دا هرڅه نوي نسلونو ته د خپلواکۍ په فکر ورکولو او د جهادي روحيې په ژوندۍ ساتلو کې رغنده رول لوبوي.

په همدې اساس به افغان اسلامپال قشر به تل دا تلوسه لرله چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هم د آزادۍ د یوه امام، ددې پېړۍ د جهاد د مجدد او یو ویاړلي شخصيت په حيث ژوند وکړ،کاش د هغه ټول ژوند له ابتدا تر انتها پوري ټول په لیکلې بڼه د تاریخ پاڼو کې ثبت سي ترڅو اوسنی ځوان نسل او راروان نوي توکمونه یې ولولي، درس تري واخلي، د لاري مشال يې وګرځوي او د مخته ژوند لیدلوری تري وټاکي.

چې لله الحمد دا مهال مو د زړونو دغه هیله پوره سوې ده او د مرحوم ملاصاحب اتم تلین په داسې حال کې لمانځو چې د تاند قلم د څښتن، لیکوال او شاعر مولوي عبدالستار سعید صاحب له لوري د آزادۍ ددې اوسپنیز امام ټول ژوند د تاریخ پاڼو ته سپارل سوی دی او د شپږو سوو شاوخوا مخونو په حجم کې چاپ سوی دی، یقینا دا به د نوموړي لیکوال یوه بې سارې کارنامه وي چې د خپلو وېښو ګوتو او تاند قلم په مټ يې ترسره کړه.( ورته مبارک دي وي)

ياد تاریخ د “ثالث عمر” په نوم نومول سوی دی او د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالي د ژوند له شروع تر آخره ټوله سرګذشت یې لیکلی دی، چې ترلاسه کول او لوستل یې د هر مشر او کشر وجيبه جوړیږي ترڅو په دې خبرسي چې ملا صاحب مرحوم ژوند څنګه تېر کړ؟

هغه څنګه افغانان د ظلم، استبداد او غلامۍ له ځنځيرونو آزاد کړل او د افغانانو د مظلومیت بېړۍ یې د آزادۍ تر ساحله ورسوله؟

په روان جهادي بهیر کې یې کوم تکلیفونه، هجرتونه، هجرانونه او یګانګۍ وګاللي؟

هغه چې خپله په تاریخ کې کوم مقام ترلاسه کړ، یا یې افغانانو ته کوم برم وروبښی، دا یې د امتياز،استراحت او آسودګۍ په ژوند وګټی که يې په توره شپه کې د سنګر د یوه پیره کوونکي مجاهد په څېر دیارلس کاله داسي تېر کړل چې سترګې په څار، غوږونه د دښمن د راتګ په ږغ ،زړه او دماغ په دفاعي پلان جوړولو مصروف.

په لوستلو سره به مو دا او دېته ورته پوښتنې ټولې ځواب سي او د خپل ویاړلي امیر په قدر به پوه سئ!

اړوند نور مطالب او مجلې

سرمقاله حقیقت/خیر و صلاح کشور در صلح با منطق است

Habibullah Helal

د بهرنيو ځواکونو وروسته د افغانانو مسؤولیتونه…

Habibullah Helal

پوځي ډګر کې د ستر قائد پېغمبر صلی الله علیه وسلم د بریاوو لاملونه (دویمه برخه)

Habibullah Helal