دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې مرکې

د (ثالث عمر) کتاب لیکوال قاري عبدالستار سعيد شهامت سره په مرکه کې:

امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د دې عصر یو له تأثیر ګذارو او مهمو شخصیتونو څخه و، چې وروسته له ډيرو کلونو یې د یوه واقعي اسلامي حاکمیت بنسټ کيښود، شرعي قانون یې نافذ کړ او د اسلامي واکمنۍ، دیني اخوت، شریعت او قرآني عدالت مفاهیم یې راژوندي کړل.

شهامت وياړي چې دا ځل يې د ثالث عمر ارزښتمن، تاریخي او مستند کتاب له فاضل لیکوال  او عالم محترم قاري عبدالستار سعيد صاحب سره ځانګړې مرکه کړې چې دلته يې کټ مټ خپروو. (اداره)

شهامت:

له هر څه مخکې مهرباني وکړئ، تاسو خپله پیژندګلوي هغسې چې تاسو یې مناسب بولئ زموږ له لوستونکو سره يې پخپله وکړئ!

قاري سعید:

نحمده و نصلي علي رسوله الکریم. و بعد: له هر څه وړاندې تاسو او د شهامت مجلې درنو کارکوونکو او لوستونکو ته سلام او احترام تقدیموم. په دې هیله چې له کامل صحت او عافیت څخه به برخمن یاست. د خپل تعارف په اړه به ووایم. چې نوم مې عبدالستار، د پلار نوم مې حاجي سعید جان د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د مموزو د سیمې اوسیدونکی یم، له اوس نه شاوخوا ۳۷ کاله مخکې هغه وخت چې کورنۍ مو له شوروي یرغل څخه په هجرت مجبوره شوې وه، د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې د مهاجرینو په کمپ کې زیږیدلی یم. د ښوونځي زده کړې مې د هجرت په کمپ کې او بیا وطن ته له ستنیدو وروسته تر څلورم ټولګي پورې کړي دي. وروسته مې د قران کریم حفظ وکړ او ورپسې مې دیني کتابونه ولوستل، په ۲۰۱۰ م کال کې له دیني علومو فارغ شوم. له ۲۰۰۵ م کال راهیسې د امریکایي یرغل خلاف د جهادي مبارزې برخوال یم، په پيل کې مې په خپله سیمه کې له نظامي مجاهدینو سره ملګرتیا درلوده، ورپسې مې دوه کاله د مجاهدینو د یوې ایف ایم راډیو د چلولو مسؤلیت درلود، په ۲۰۰۹م کال کې مې د اسلامي امارت په فرهنګي کمیسیون کې کار پیل کړ چې تر اوسه په همدې خدمت بوخت یم او د فرهنګي کمیسیون د تاریخ لیکنې د څانګې مسؤل یم. له کتاب او قلم سره مې له ماشومتوبه فطري علاقه وه، له پنځلس کلنۍ راهیسې شعرونه لیکم چې ډیر یې د ترانه خوانانو لخوا ویل شوي دي. فرهنګي کمیسیون ته له راتګ وروسته مې ډیر تعلق له نثر سره دی او په بیلابیلو سیاسي موضوعاتو لیکنې کوم.

شهامت:

د داسې یوکتاب د لیکلو ایډیا مو له کله څخه وه؟

قاري سعید

له ډیر پخوا مې له غیر نصابي کتابونو او آزادې مطالعې سره علاقه وه، بیلابیل ادبي، علمي او تاریخي کتابونه مې اخیستل او مطالعه کول. د افغانستان د تاریخ په کتابونو کې دې ټکي ته متوجه شوم چې زیاتره د داسې چا له خوا لیکل شوي چې دیني فکر ته ژمنتیا نه لري. له همدې امله خو له دیني قشر په خاص ډول علماء کرامو او روحانیونو سره په کې تبعیضي چلند شوی دی. له ډير پخوا مې ارمان و چې کاش د افغانستان معاصر تاریخ په سوچه دیني روحیه ولیکل شي او د افغانستان د مذهبي قشر تاریخي کارنامې رابرسیره شي. له اوس نه شاوخوا شل کاله پخوا مې یو عنوان ټاکلی و (د لارې مشالونه) او ترې لاندې مې د دې وخت د مشهورو او مبارزو علماء کرامو نومونه لیکلي وو، چې که الله تعالی توان راکړ، سوانح به یې راغونډوم. مطلب دا چې په عموم کې له دې موضوع سره مې له ډیر پخوا علاقه او مینه وه. خو دا فکر مې کله هم نه و کړی چې یو وخت به د عصر د ستر مجاهد او مبارز امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د تاریخ لیکلو مسؤلیت را سپارل کیږي. هغه متل دی وایي (چې یې غواړې نو پې واوړې) زما د جهادي اتلانو له تاریخ لیکلو سره له پخوا مینه وه چې څو کاله پخوا د همدې درانه کار مسؤلیت راوسپارل شو.

شهامت:

د کتاب لیکلو لپاره مو د مرحوم امیر المؤمنین (ملامحمد عمر مجاهد) شخصیت ولې غوره کړ؟

قاري سعید:

امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د دې عصر یو له تأثیر ګذارو او مهمو شخصیتونو څخه و، چې وروسته له ډيرو کلونو یې د یوه واقعي اسلامي حاکمیت بنسټ کيښود، شرعي قانون یې نافذ کړ او د اسلامي واکمنۍ، دیني اخوت، شریعت او قرآني عدالت مفاهیم یې راژوندي کړل. د نوموړي شخصیت په دې ارزیده او حق یې و چې باید تاریخ یې ولیکل شي. له اوس نه څو کاله وړاندې د ۱۳۹۵ لمریز کال د د قوس په میاشت کې د مرحوم ملا صاحب د کورنۍ لخوا یو مجلس دائر شو، چې په کې د اسلامي امارت اړوند لیکوال ملګري راټول شوي وو. په دې مجلس کې په دې خبره بحث وشو چې د مرحوم امیر المؤمنین تاریخ باید ولیکل شي. د معلوماتو د راغونډولو لپاره یوه کمیټه تعین شوه او وروسته د کتاب لیکلو مسؤلیت زما په اوږو واچول شو.

شهامت:

د کتاب لیکلو په دوران کې یا د معلوماتو او موادو د موندلو په مهال کومه مرحله درته په زړه پورې وه او کومه یوه درته ځورونکې وه کولی شئ له دواړو څخه لوستونکي خبر کړئ؟

قاري سعید: د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله په اړه د کتاب لیکلو په جریان کې د نوموړي د ژوند تقریبا هر اړخ راته نوی او جذاب و. دا چې مرحوم ملا صاحب په ماشومتوب کې خپل پلار، ورور او دوې ماشومې خویندې له لاسه ورکوي او له کورنۍ څخه یوازې همدی او مور یې تنها پاته کیږي. خو وروسته همدغه یتیم ماشوم د روزګان په دهراود کې په غښتلي او نوموتي مجاهد بدلیږي. د شورویانو خلاف جهاد کې د پام وړ کردار اداء کوي او په لوی کندهار کې یې د زړورتیا، متانت او جنګي مهارت آوازه خپریږي. ورپسې نوموړی د فساد په وړاندې قیام پيلوي، د افغانستان د اسلامي امارت بنسټ ږدي، یوه سوچه اسلامي نظام جوړوي او له ټولې کفري نړۍ سره په مواجهه کې راځي، د نړیوال طاغوت بیلابیل فشارونه، تبلیغاتي جنګ، اقتصادي بندیزونه، ګواښونه او بالاخره مخامخ پوځي یرغل یې په عزم او اراده کې لږ تغیر هم نه راولي، دا ټول واقعا جذاب او هیښوونکی داستان دی. دغه راز د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په عمرزو کلي کې له هغه کور څخه لیدنه چې ملا صاحب د ژوند وروستي اووه کاله په کې تېر کړي او همالته وفات شوی، هم راته ډیــر جالب و.

بالمقابل کله مو چې د ملا صاحب واقعي خصوصیات، لکه صداقت، تقوی، دیانت، له خپل دین، ولس او هیواد سره مینه او وفا، ترحم، میړانه او غیرت لیدل او بل خوا مو د ملا صاحب په اړه د اسلام د دښمنانو غلط تبلیغات او د ځینو خلکو ناسم پوهای لید، نو ځورونکی احساس یې زیږاوه. کاشکې د دې عصر خلکو ملا صاحب په کماحقه شکل پیژندلی وای او په دې پوه شوي وای چې په هغه رحمه الله کې د مسلمانۍ، افغانیت او رجولیت کوائف او صفات څومره پوره وو.

شهامت:

کتاب ته د «ثالث عمر» نوم ایښودو څخه مو پیغام څه دی؟ او که دا هم ووایاست چې هغه کوم موارد یا مواصفات دي چې د لومړي عمر (امیر المؤمنین حضرت عمر فاروق) د دویم عمر (امیر المؤمین عمربن عبد العزیز) او د دریم عمر (امیر المؤمنین ملا محمد مجاهد) ترمنځ تاته ما به الاشتراک برېښیدلې دي؟

قاري سعید:

دا ډیر مهم سوال دی، شاید په سطحي نظر سره دغه تسمیه یا نومونه ځینو ته اغراق آمیزه ښکاره شي. اما د تاریخي قضاوت یو اصل دا دی چې هر څوک د خپل وخت د حاکمو شرائطو او ظروفو په معیار تلل کیږي. که موږ اسلامي تاریخ دقیق مطالعه کړو له راشده خلافت او د حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله له دور نه علاوه ډیر کم داسې حکومتونه وینو چې په شرعي منهج دې بشپړ برابر وي. داسې حکومت چې د میراثي ملوکیت له اغیزو خلاص وي، د عیاشیو دربار، د موسیقۍ، رقص، باده نوشۍ او نورو شاهانه هوسونو داغ دې ونه لري. داسې حکومت چې شرعي حدود یې بشپړ نافذ کړي وي، قضا، معارف، اقتصاد، فرهنګ او ټولې چارې یې په شرعي منهج برابرې وي. خصوصا په وروستیو پیړیو کې چې د دین په ځای ملت او جغرافیه د انسانانو د هویت شاخص وګڼل شو، دین حتی په اسلامي هیوادونو کې هم له سیاست څخه بیل کړای شو. د اسلامي نړۍ اوسني حکومتونه یوازې په دې ځان اسلامي بولي چې یا یې په نوم کې اسلامي قید راغلی او یا هم سهار د راډیو خپرونې د قرآن کریم په تلاوت پیلوي. نور یې قوانین، اقتصاد، فرهنګ، تعلیم او هر څه په غربي غیر اسلامي اساساتو ولاړ دي.

په دغسې حالت کې چې نړۍ یو قطبي شوې وه، غربي فیلسوفانو د تاریخ پای اعلان کړی و او د غرب لیبرال دموکراتیک نظام یې د بشر لپاره تلپاتې حکومتي نسخه ګڼله، بل خوا امریکایي ولسمشر د نوي نړیوال نظام اعلان کړی و چې امریکایي ارزښتونه په خاص ډول غربي دیموکراسي په کې تر ټولو مهم اصل او ارزښت ګڼل کیده. له دې علاوه فساد، انحراف، له دین څخه سرکشي او بیلابیلې فتنې په اوج کې وې او د ځمکې مخ فساد لاندې کړی و، په دغسې یو اړخیزو او پیچلو شرائطو کې د بشپړ اسلامي نظام حاکمول، د شریعت بشپړ تطبیق، سیاسي زعامت مؤمن او صالح قشر ته سپارل، د قضائي نظام بشپړ اسلامي کول او اسلامي عدالت تأمینول، د شرعي حدودو او قصاص اجراء کول، د امر بالمعروف و نهی عن المنکر عملي اجراء، د غلا، قتل، قطاع الطریقي، ګډوډۍ او ظلم له منځه وړل، د سینما، فحش فلمونو، سازو سرود او نورو فحشاوو له منځه وړل، د سود، احتکار، ناروا معاملاتو، نقدي جریمو او نورو مالي انحرافاتو ختمول، د اداري فساد، رشوت، غصب، اختلاس او له بیت المال څخه د ناروا استفادې د کلتور له منځه وړل، د چارواکو او حاکمانو د امتیازي مرفه ژوند، فضول خرچي او تشریفاتي القابو کلتور له منځه وړل، په حکومتي او تعلیمي ادارو، کارځایونو او د اجتماعي ژوند په نورو ډګرونو کې د ښځو او نارینه وو تر منځ ناروا اختلاط له منځه وړل، د شرعي حجاب ترویج او تطبیق، د نوروز په شان د جاهلي رواجونو او ډول ډول خرافاتو او بدعتونو ختمول، د چرسو، بنګو، کوکنارو او نورو مخدراتو ختمول، د اسلامي قیافې، ږیرې، دستار او محلي لباس ترویج، د ښځو د اسلامي حقوقو د اعادې کوښښ، په میراث کې د برخه ورکولو او په بدۍ که د نه ورکولو لپاره یې اجراآت، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له مسلمانانو سره خواخوږي او د ملت او جغرافیې په ځای دین د خپلولۍ او اخوت معیار بلل. د نړۍ مستضعفو مسلمانانو ته د ترحم غیږه خلاصول او په لوړ عزم د کفري نړۍ مقابله کول. دا ټولې د ملا محمد عمر مجاهد هغه تجدیدي کارنامې وې چې نړۍ ته یې هیر شوی اسلام ور په زړه کړ او مسلمانانو ته یې یوه نوې روحیه ورکړه. د اوسنۍ نړۍ خاصو شرائطو ته په پام سره د ملا صاحب سیاسي او جهادي کارنامه واقعا دومره ستره ده لکه حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله چې کلونه وروسته یو ځل بیا ملوکیت ځپلی اموي دولت د خلافت په منهج برابر او د اسلامي حاکمیت واقعي بیلګه یې راژوندی کړه. د ملا صاحب لوړ یاد شوي خصوصیات او کارنامې، خصوصا د شریعت او عدالت په اجراء کې د هغه قاطعیت هغه څه دی چې نوموړی د پخوانیو عمرینو (رضی الله عنهم) په ردیف کې راولي. نوځکه ویلای شو چې دغه تسیمه مبالغه آمیزه نه بلکې په واقعیت استواره ده.

 شهامت:

که یو څه د کتاب د محتوا په اړه معلومات راکړئ، څو فصلونه او څو مخونه یې دي؟

قاري سعید:

د (ثالث عمر) په نوم دا کتاب چې په۵۱۸ مخه لري. چې په مقدمه، اتو فصلونو او څو ضمیمو مشتمل دی. د فصلونو عنوانونه یې په لاندې ډول دي.

مقدمه: له عمره تر عمره، لنډ تاریخي سرګذشت

لومړی فصل: له زیږېدو تر ځوانۍ

دوهم فصل: د کمونیزم پر خلاف جهاد

دریم فصل: د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټ ایښودل

څلورم فصل: د افغانستان اسلامي امارت

پنځم فصل: د امارت مقام او د امیر المؤمنین روزمره فعالیت

شپږم فصل: په افغانستان د امریکا پوځي یرغل

اووم فصل: د صلیبي یرغل په مقابل کې د جهاد تداوم

اتم فصل: تأثرات او خاطرې

او د کتاب د وروستۍ برخې په ضمیمو کې د ملا محمد عمر مجاهد ځینې مهمې ویناوې، مستند پيغامونه او مرکې راغلي دي.

شهامت:  دکتاب په اړه له علمي اخذ لیکونو او مراجعو څخه هم استفاده کړې ده؟

قاري سعید:

بلې، په کتاب کې ځای په ځای علمي بحثونه هم شوي دي. مثلا د طالبانو د قیام شرعي حیثیت او لومړنۍ فتوی، دغه راز هغه شرعي کارونه چې له امله یې ځینې ناخبره مسلمانان په امارت انتقاد کوي، لکه د شرعي حدودو اجراء، امر بالمعروف و نهی عن المنکر، د بتانو ماتول، د شرعي حجاب ترویج او دغسې نور موضوعات په دلائلو ثابت شوي دي چې دغه کړنې د طالبانو اختراع نه بلکې ثابت دیني اصول دي چې اسلامي شریعت یې موږ ته ښودنه کوي او ملا صاحب یې د یوه مسلمان حاکم په حیث په اجراء باندې مکلف و.

شهامت:

د مرحوم امیر المؤمین د ژوند په اړه مو دومره مستند معلومات څنګه او له چا څخه ترلاسه کړل؟

قاري سعید:

د کتاب لپاره موږ له شاوخوا پنځوس تنو هغو اشخاصو سره مخامخ مرکې وکړې چې د ژوند په یوه مرحله کې یې له ملا صاحب سره رابطه درلوده. مثلا د ملا صاحب له والدې شریفې مو د هغه د کوچنیوالي په اړه معلومات ترلاسه کړل، ورپسې د ملا صاحب له تره او نورو قریبانو مو د هغه د هغه کشرتوب او زده کړو د ددوران معلومات واخیستل. د روزګان ملا میر حمزه هغه څوک دی چې ملا صاحب یې تر مشرۍ لاندې اول جهاد پیل کړی دی، له هغه سره مو مصاحبه درلوده، ورپسې ملا صاحب کندهار ته راغلی، الحاج ملا برادر آخند، ملا عبدالرحمن، ملا یارانه او څو نور کسان یې په کندهار کې جهادي ملګري پاته شوي دي. له دوی ټولو سره مخامخ مرکې وشوې، ورپسې په تنظیمي دور کې چې ملا صاحب مدرسه جوړه کړه د همدې مدرسې له استادانو لکه مولوي عبدالرحمن او مولوي عبدالحبیب صاحب څخه معلومات وشول. د تحریک د پیل په اړه د ده له نږدې ملګرو له ملا برادر آخند، ملا ګل اغا اخند او نورو څخه معلومات وشول، ورپسې د اسلامي امارت له بیلابیلو چارواکو خصوصا د ملا صاحب د دفتر له کارمندانو لکه ملا عبدالسلام کاتب صاحب، جهانګیروال صاحب او نورو سره مرکې وشوې. د اسلامي امارت د کابینې له اکثره غړو او مطرحو نظامي مشرانو سره هم مرکې وشوې او د ملا صاحب په اړه خاطرې او معلومات ترې واخیستل شول. د وروستیو کلونو د معلوماتو په اړه د ملا صاحب له استازي ملا عزیز الله او کوربنو ملګرو له ملا عبدالجبار عمري او حاجي عبدالاحد صاحب سره مرکې وشوې، دغه راز د ملا صاحب له ورور ملا عبدالمنان عمري صاحب او مشر زوی مولوي محمد یعقوب صاحب سره هم مرکې وشوې او معلومات ترې واخیستل شول. مطلب دا چې نهایي هڅه شوې چې لومړی لاس مواد له معلوماتي منابعو څخه ترلاسه شي.

شهامت:

 په کتاب کې د مرحوم امیر المؤمنین د ژوند او تاریخ سربیره د اسلامي امارت د نورو کومو مشهورو اشخاصو یا مشرانو نومونه ډیر یاد شوي دي؟

قاري سعید:

په کتاب کې د اسلامي امارت د ځینو نورو مشرانو لکه رئیس الوزراء مرحوم ملا محمد رباني، د کابل فاتح ملا بور جان آخند، امیر المؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور صاحب، شهید ملا عبیدالله اخند، مولوي احسان الله احسان، ملا محمد آخند او ځینو نورو ملکي او نظامي مسؤلینو او مشرانو لنډ سوانح هم په لمن لیکونو کې په خپل ځای ذکر شوي دي. دغه راز تقریبا د هغو ټولو مطرحو شخصیتونو لکه د کابینې د غړو او وتلیو نظامي مشرانو یادونه په کې شوې چې په اسلامي امارت کې یې کلیدي رول درلود.

شهامت:

محترم قاري صیب ایا په دې کتاب کې د اسلامي امارت د پنځه کلنې دورې د مهمو پیښو په اړه هم پکې سپیناوی شوی دی که شوی نو هغه کومې پېښې دي؟

قاري سعید:

بلې، دا چې دا کتاب د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد کارنامو ته ځانګړی شوی او د ملا صاحب تر ټولو ستره کارنامه د اسلامي امارت قیام و، نو په کتاب کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو او کارنامو هم تفصیلي بحث شوی دی. دغه راز ځینې موضوعات چې د دښمنانو لخوا ورباندې ډیره ژبه ټکیږي لکه د پاکستان سره د وابستګۍ اتهام، د نصیر الله بابر د کاروان موضوع، د سخت دریځۍ اتهام، د قومي او سمتي تعصب اتهام، د بتانو د ماتولو موضوع، د ښځو د حقوقو موضوع، د بهرنیو مهاجرینو او شیخ اسامه موضوع، د شمال د غمیزو او عاموژنو خبره او دغسې نور موضوعات هم د حقائقو په رڼا کې څیړل شوي دي او قانع کوونکی بحث ورباندې شوی دی.

شهامت:

کتاب لیکلو څومره وخت یا زمانه په بر کې ونیوله؟

قاري سعید:

په (ثالث عمر) کتاب باندې څلور کاله وړاندې کار پیل شوی و، لومړنی متن ډیر پخوا لا تیار و، خو د معلوماتو بیا بیا اضافه کولو، توثیق او تدقیق یې ډیر وخت واخیست. په مابین کې ځینې پیښې هم وشوې، مثلا د ملا صاحب د وروستیو کلونو ملګری ملا عبدالجبار عمري صاحب بندي شو چې ډیر معلومات له هغه سره و، خو لله الحمد د هغه په راخلاصون سره د کتاب تر ټولو مهمه برخه هم تکمیل شوه.

 شهامت:  د معلوماتو په موندلو کې مو له چا ډېر کومک او مرسته غوښته؟

قاري سعید:

د کتاب لپاره د معلوماتو په موندلو کې د مرحوم ملا صاحب کورنۍ په خاص ډول د ملا صاحب مشر زوی او د اسلامي امارت مرستیال مولوي محمد یعقوب صاحب او د ملا صاحب ورور ملا عبدالمنان عمري صاحب ډیره مرسته وکړه، د معلوماتو په چمتو کولو، د مصاحبو لپاره د خلکو په اماده کولو او بالاخره د کتاب په چاپ کې د دوی کردار تر ټولو مهم و. الله تعالی دې اجرونه ورکړي. دغه راز د اسلامي امارت اکثره مشران او د مرحوم ملا صاحب نږدې ملګري چې د معلوماتو لپاره یې مرستې ته اړتیا وه، دوی په ډیر اخلاص مرکو ته اماده شول او خپل معلومات او تأثرات یې راسره شریک کړل.

شهامت:  د معلوماتو راټولولو وروسته د کره والي معیارونه او اصول مو څه وو؟

قاري سعید:

د معلوماتو د کره والي معیار دا و چې موږ هره پیښه د عیني شاهد په استناد نقل کوله، داسې پيښې مو قطعا په کتاب کې نه دي را اخیستي چې روایت کوونکی یې معلوم نه وي. ډیره ځله مو د څو کسانو مشترک مجلس جوړاوه او په ګډه مو ورسره مرکه کوله، ټولو به چې په مشترک ډول یوه پیښه تصدیق کړه، هغه مو لیکله. که به په کومه پیښه کې شک و د هغې په اړه مستقله پوښتنه او تحقیق هم کیده، بله دا چې کتاب یو یا دوه ځله نه بلکې څو ځله له سره تر پایه وکتل شو، ملا صاحب ته تر ټولو د نږدې شخص ملا عبدالسلام کاتب صاحب په ګډون څو کسیزې کمیټې یې دقیقه کتنه وکړه او د کومو پیښو په اړه چې شک موجود و هغه ترې حذف شوې.

شهامت:

په پای کې که د کتاب له منځه یوه داسې برخه یا جالبه پیښه راسره شریکه کړئ چې هغه تاسو ته هم نوې او جالبه وي.

قاري سعید:

ما ته نوې خبره دا وه چې امریکایانو شل کاله پخوا چې کله په افغانستان باندې یرغل پيلاوه، تر ټولو ستر هدف یې خپله د ملا محمد عمر مجاهد له منځه وړل و، نو ځکه یې د یرغل په لومړۍ شپه درې ځله مسلسل په ملا صاحب بمبار وکړ خو الله تعالی محفوظ وساته. دا هغه واقعیت دی چې شاید ډیر خلک به ترې ناخبره پاته وي، په دې اړه د کتاب یوه برخه درسره شریکوم هیله ده چې لوستونکي یې راسره ولولي.

 (د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر د میاشتې اوومه شپه وه، په کندهار کې هر څه عادي روان و، ملا صاحب هم په خپل روزانه ګشت و ګذار کې ډېر تغیر نه و راوستی په خپل میشت ځای (د امارت مقام) کې اوسیده. په دې شپو کې په کندهار کې د ماسختن د لمانځه جماعت عموما په اته نیمې بجې کیږي. د امارت د مقام په مسجد کې چې کله د ملا صاحب په امامت د ماخستن لمونځ ادا ء شو او لمونځ کوونکي بهر راووتل په همدې شیبه امریکایانو د کندهار په هوایي ډګر کې د پیچور په نوم د هوایي مدافع په دستګاه لومړنی بمبار وکړ.

ملا صاحب د امارت د مقام د مسجد تر مخ و چې د هوانوردۍ وزیر ملا اختر محمد منصور د کندهار له هوایي ډګره د مخابرې له لارې حال ورکړ چې د امریکا بریدونه پیل شوي په لومړني برید کې یې د مدافع هوایي تاسیسات وویشتل. د کندهار په هوایي ډګر لومړني برید د چا ژوند وانخیست خو د مدافع هوایي د برخې ځینې کارکوونکي یې ټپيان کړل.

له لومړي برید وروسته قوي احتمال موجود و چې دوهم برید به شخصا په ملا محمد عمر مجاهد وي، د امارت د مقام له څنګ سره په غره کې تر دې وړاندې یوه سمڅه جوړه شوې وه چې په اضطراري حالاتو کې به د پناه اخیستلو لپاره ترې استفاده کیږي. دغه مهال د ملا صاحب ملګرو ده ته مشوره ورکړه چې باید هماغې سمڅې ته ولاړ شي. ځینو وویل له ښار نه لرې دښت ته به ووځو تر څو د امریکایانو له تعقیب څخه ځان پناه کړو. خو ملا صاحب د دې مشورو د منلو پر ځای د ښار خواته د تګ اراده وکړه.

ملا صاحب چې خپل اهل اوعیال او د امنیت لپاره څو ملګري هم ورسره وو په درې سراچو موټرو کې په همدې شیبه له خپل ځایه ووتل، دوی د کندهار ښار د والي کوټۍ ساحې ته لاړل چیرته چې د دوی پخوانی (منفجر شوی) کور و، دلته ملا صاحب او ملګري یې له موټرو ښکته شول، خو ورته معلومه شوه چې لا هم طیارې ګرځي. دوی همدلته و چې د امارت په مقام بمبار وشو او کروز توغندیو ورڅیرمه پناه ځای بمبار کړ. دا بمبار د امریکایانو لومړنی بمبار و چې څو کسان یې شهیدان کړل. په دې برید کې یو کروز میزایل د سمڅې په خولې کې ولګید چې څلور کسان یې شهیدان کړل، په شهیدانو کې یو هم د ملا محمد عمر مجاهد تره ملا محمد حنفیا صاحب و، په دې برید کې دوه کسان ټپیان هم شول.

کله چې د امارت په مقام کروز میزایل لګیدل او بمبار کیده ملا صاحب لږ وړاندې د کندهار ښار د والي کوټۍ په ساحه کې و، د بمبار رڼاګانې تر دوی پورې ورسیدلې، ملا صاحب فیصله وکړه چې له ښاره ووځي او پنځلس کیلومټره لویدیځ اړخ ته د سنګ حصار په ساحه کې د خپل یوه ملګري خالي سرای ته لاړ شي.

ملا صاحب له خپل اهل و عیال او محدود شمیر ملګرو سره په دریو موټرو کې د سنګ حصار په خوا روان شو. دوی په شپه کې هماغه خالي سرای ته ورسیدل. خپل ماشومان او زنانه یې کور ته دننه کړل.

د ملا صاحب له انډیوالانو څخه د هماغې شیبې یو عیني شاهد وایي موږ چې سنګ حصار ته تلو درې سراچه موټران راسره وو. تر مخ سپينه سراچه وه چې ملا صاحب خپله چلوله او خپل اهل و عیال یې ورسره و، ورپسې توره سراچه او بیا بله سپینه سراچه وه. په سنګ حصار کې چې کله نیمه شپه دغه سرای ته ورسیدو، ملا صاحب د کور دروازه خلاصه کړه او سپینه سراچه یې له دروازې دننه کړه او ماشومان ترې ښکته شول، ورپسې بله سراچه له دروازې بهر له کور سره جوخته ودریده او اخري سراچه ورپسې تر شا ودریده.

 ملا صاحب د دریمې سراچې ملګري بیرته ښار ته ولیږل، ترڅو له ښاره د اړتیا وړ توکي راوړي، د همدې ملګرو له جملې یو تن وایي چې کله موږ بیرته د ښار په خوا راتلو ملا صاحب د دروازې تر مخ ولاړه تور سراچه موټر کې ناست و، راډیو یې نیولې وه او خبرونه یې اوریدل، موږ ښار ته راغلو خو د ملا صاحب په خپل قول لږ شیبه وروسته ملا صاحب له دې تور سراچه موټر څخه راښکته شو او له دروازې سرای ته ننوت، په همدې وخت کې امریکایانو په یوه دقیق ګوزار سره همدا تور سراچه موټر په توغندي وویشت.

د سراچه موټر د ویشتل کیدو په وخت ملا صاحب د توغندي د لګیدو ځای ته تقریبا دوه نیم متره لنډ و، چې د ده او ویشتل شوي سراچه موټر تر منځ یوازې د سرای دروازه حائل و، ملا صاحب ته زیان ونه رسید خو یوازیني دوه ملګري یې چې د موټر په شاوخوا کې موجود وو ټپیان شول. د ملا صاحب مور چې دا مهال په کور کې دننه وه کله چې د بمبار غږ اوري په ډیره وارخطایي د دروازې په خوا منډه اخلي، خو ملا صاحب په داسې حال کې چې د دروازې دننه خواته ولاړ دی ډاډ ورکوي چې زه ژوندی یم.

له دې برید وروسته د ملا صاحب په دې یقین پوخ شو چې امریکایانو یې ځای کشف کړی نو د دې لپاره چې دغه کور بمبار نه شي او کورنۍ ته یې زیان ونه رسیږي. خپل د کور زنانه او ماشومان یې په نیمه شپه له دې سرای نه پیاده وایستل او نږدې یوه مسجد ته یې ورسول. ملا صاحب اراده وکړه چې خپلو زخمي ملګرو ته ورشي. دا چې ماشوم اولادونه یې د بمبار له امله ډېر ویریدلي و مشر زوی یې محمد یعقوب چې دا وخت ۸ کلن ماشوم و ملا صاحب یې له لمنې ونیو او نه یې پريښود چې ترې لاړ شي او دوی یوازې پریږدي. خو ملا صاحب هغه له ځان څخه جلا کړ او د ټپیانو په خوا روان شو. له خپل زوی، مور، میرمنو او ټولو اولادونو سره د ملا صاحب همدا د بمبار د شپې لیدل وروستي لیدل شول، کله چې ملا صاحب په همدې شپه له مسجد څخه ووت بیا یي هیڅکله خپل اولادونه ونه لیدل.

ملا صاحب د ټپیانو خواته راغی، یو ټپي ملګری نسبتا روغ و، کوم یو چې ټپ یې خطرناک و په خپل روغ پاته موټر کې یې د ښار پر خوا له ځان سره واخیست. دغه وخت د ملا صاحب د کور میرمنې او ماشومان چې په مسجد کې پاته وو د ده د کورنۍ د نورو غړو لخوا په همدې کلي کې د ملا صاحب د خسر کور ته انتقال شوه. مسجد څخه د دوی له وتلو شاوخوا نیم ساعت وروسته امریکایي الوتکو همدغه مسجد داسې سخت بمبار کړ چې حتی نښې یې هم له منځه لاړې. دې مسلسلو بریدونو وښوده چې امریکایانو د ملا صاحب او د هغه د کورنۍ د له منځه وړلو ټینګه فیصله کړې وه خو دا د الله تعالی ځانګړی نصـرت او ساتنه وه چې دوی یې په معجزانه ډول د امریکا له بریدونو محفوظ وساتل.

ملا صاحب چې یو تن ساتونکی او یو زخمي ملګری په موټر کې ورسره و نیمه شپه د کندهار ښار په خوا روان و، د اشغو په سیمه کې د ده د امنیت مسؤل او ورسره ملګری په مخه ورغلل، هغه ترې تیر شول خو ده په مخابره کې ورباندې غږ وکړ او راوګرځیدل. ملا صاحب ورته مختصر د بمبار جریان بیان کړ، وروسته یې زخمي هغو ته په لاس ورکړ او خپله له څلورتنه ملګرو سره په موټر کې د ښار په خوا روان شو، ملګرو یې مشوره وکړه چې یوازې په یوه طریقه د امریکایي سپوږمکۍ له تعقیب څخه ځان خوندي کولای شو هغه دا چې چیرته د ګڼو ونو په پناه کې له موټر نه ځان بیل کړو. دوی ښار ته په رسیدو د میرویس روغتون انګړ ته وروګرځیدل هلته یې د ګڼو ونو لاندې خپل موټر ودراوه، شیبه وروسته په عادي ډول پیاده له روغتون بهر راووتل، تر لږ پیاده مزل وروسته د لارې په سر د خپل یو ملګري موټرپه مخه ورغی او په کې سپاره شول، شیبه وروسته یې د کندهار امنیه قومندان حافظ عبدالمجید پیدا کړ او د هغه سره په موټر کې سپاره شول، ترسهاره یې له ده سره یوځای په ښار کې ګزمه وکړه، سهار د ښکارپور بازار سره نږدې د طالبانو امنیتي ماموریت ته ورغی، له همدې وخت نه د ملا صاحب مخفي ژوند پیل شو. په همدې ځای کې یي لومړی د سهار لمونځ اداء کړ او وروسته یې د امریکا له لومړني برید څخه د بچ کیدو او د خپل ژوند د اطمینان ورکولو پیغام ثبت کړ تر څو طالبانو ته د مخابرې له لارې واورول شي. دغه راز د امریکایي یرغل د پیل په اړه لومړنی مطبوعاتي بیان هم ترتیب او د رسنیو له لارې نشر شو چې په یوه برخه کې یي راغلي وو.

 (په داخل او خارج کې ټول مسلمانان باید په دې پوه شي چې د جهاد په مقدسه لاره کې مرګ، مرګ نه دی. بلکې د یوه ابدي خوشاله ژوند پیل دی. مسلمانان باید په دې لاره کې خسته نه شي. حوصله له لاسه ورنکړي. له صبر، استقامت او غیرت څخه کار واخلي. ځکه چې مسلمانان باید په دې عقیده ولري چې مرګ یو مرګ دی او هیڅوک له مرګ نه شي خلاصیدلی، نو د شهادت مرګ چې چا ته ورسیږي دا باید یو ستر افتخار، کامیابي او د الله تعالی لوی نعمت وبولي.

د امریکا د جمهور رئیس بوش دا خبره حقیقت لري چې دا جګړه د مسلمانانو پر ضد صلیبي جګړه ده. نو باید د نړۍ په هر ګوټ کې مسلمانان د خپل دفاع لپاره اسلامي او شرعي فعالیت ته دوام ورکړي. جهاد که په توره وي، که په ژبه او که په قلم اوس د نړۍ په ټولو مسلمانانو فرض دی.

باید دا مقدسه فریضه اداء کړئ. زه امید لرم چې د افغانستان اسلامي امارت به د الله تعالی په نصرت او د نړۍ د مظلومو او بادرده مسلمانانو په مرسته او دعاء د امریکا په ظالم او تیري کوونکي حکومت بری ترلاسه کوي) ثالث عمر کتاب ۲۵۷ ــ ۲۶۲ مخونه.

شهامت:

ډیره مننه محترم قاري صاحب دا چې د مرکې لپاره مو وخت راکړ او د ثالث عمر کتاب په اړه مو معلومات راسره شریک کړل.

قاري سعید:

له تاسو هم ډیره مننه، الله تعالی مو موفق لره.

اړوند نور مطالب او مجلې

تمرکز بر روند حل بحران داخلی

Habibullah Helal

ولس مهم دی که ولسواکي؟

Habibullah Helal

د بهرنيو ځواکونو وروسته د افغانانو مسؤولیتونه…

Habibullah Helal