دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

اســــلامي نظــام د ولس هیله او د قضیې اساسي حل دی!

دا چې دافغانستان مجاهد ولس  داڅه له پاسه څلور لسیزې کړاوونه زغمي، قربانۍ ورکوي اوهیڅ ډول سازش ته نه تیاریږي؛ دایې چې په افغانستان کې داسلامي نظام دقیام لپاره نه وي زغملي، نو دڅه لپاره به وي ؟  هغه ستر ازمون او ابتلاء چې دامریکايي اشغال په وړاندې دوی ورسره مخ شول شاید چې بل ولس ورسره نه وي مخ شوی، د یوویشتمې پېړۍ د زر اوزور د زورورو په وړاندې د دوی مقاومت به تاریخ په زرینو کرښو لیکي چې  زر یې په زغم اوزور یې په شهادتونو اوزندانونو وتمباوه خو له خپل هدفه تېر نه شول  .

اوس په پخو تجربو ثابته شوې چې له اسلامي نظامه پرته بل هیڅ مفکوره او تیوري دلته کارنده نه ده که د دنیا په هر څومره سترو طاقتونو یې دتپلو کوشش وشي له دې خاورې او خلکو سره کوشیر نه نیسي، یواځې اسلامي نظام دی چې دا ولس ورته له زړه متعهد دی  او یواځې همدا نظام  یې دامن، هوساینې او پرمختګ ژوند تضمینولای شي .

دافغانستان اسلامي امارت چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره  محوري او اساسي نقطه اسلامي نظام ګرځولی دځینو کړیو له خوا په قصدي ډول یا له اسلامه دخپل جهل په بنا د دغه نظام په اړه د ابهام راپورته کولو هڅې کوي او داسلامي شریعت د خورا واضحو نصوصو له شتون سره سره دناسمو انګېرنو لار تعقیبوي .

سره له دې چې داسلامي نظام په اړه دناخبرۍ پروخت سړی باید داسلامي شریعت څرګندو نصوصو ته مراجعه وکړي اوپه دې اړه ناسمو څرګندونو او اندېښنو ته لار پرېنږدي، خو بیاهم دا غږ پورته کیږي او په اسلامي نظام کې دحقوقو او مساواتو په اړه په خورا جسارت سره انتقاد او نیوکې ترسره کیږي .

اسلام او اسلامي اصول دژوند په ټولو برخو کې هیڅ نوعه  ابهام  اوخفا نه لري، دلته داسلامي نظام په تعبیر کې دابهام هڅه یواځې دهغه چا کوشش دی چې دسولې په وړاندې له هرې بندې څخه یې موخه دخپل قدرت اواقتدار تضمین وي، هلته چې په مذاکراتو کې دمذاکراتو دپیل اساس  د دوحې تړون د رامنځته کېدو خبره وه بیانو داسلام اوشریعت الفاظ یادېدل چې اساس دې وګرځول شي، نن بیا هغوی داسلام په اساساتو کې دابهام خبره کوي اوداسلامي نظام په وړاندې وايي چې څه ډول اسلامي نظام ؟

له اسلامي نظام سره حساسیت ښودل په څرګند ډول د اسلام په وړاندې سنګر نیول او دولس له هیلو اوقربانیو مخ اړول دي، چې په هیڅ ډول د دې خاورې له فطري اوتخلیقي جوړښت سره اړخ نه لګوي .

اوس چې دافغانستان مسلمان ولس په کومو ضیقو شرایطو کې ژوند کوي  له فقر،جنګ جګړو، ناامنۍ سره مخ او له  هر ډول اطمینان څخه بې برخې دي؛ سولې او امن ته د ژوند د ساه تر حده اړتیا لري، چې باید ژمنتیا ورته وښوول شي او بیا چې دسولې لپاره د مذاکراتو او خبرو اترو یوه فضاء  رامنځته شوې په دغسې حساسو شرایطو کې خو د بې مورده او دافغان مسلمان ولس له دیني ارزښتونو سره په ټکر کې پوښتنو او اندېښنو راولاړول له دې پرته چې د سولې په مخ کې خنډ راپورته کول وي بل هیڅ توجیه اوغرض نه شي لرلای .

دافغانستان ځمکنیو واقعیتونو ته په کتو په لنډ  ډول ویلای شو چې دافغانستان دمجاهد ولس هیله او په دې هیواد کې دقضیې اساسي حل دامن او کرارۍ اکسیر او یواځینۍ نسخه  په افغانستان کې  د رښتیني اسلامي نظام قیام دی اوبس .

اړوند نور مطالب او مجلې

پوځي ډګر کې د ستر قائد پېغمبر صلی الله علیه وسلم د بریاوو لاملونه (لومړۍ برخه)

Habibullah Helal

امریکا دې له شل کلن اشغاله سبق واخلي!

Habibullah Helal

د بمبارونو او وحشت تېزول د څه لپاره ؟

Habibullah Helal