دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د بمبارونو او وحشت تېزول د څه لپاره ؟

حسن مومند

کابو۱۰ میاشتې وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا د متحده آیالاتو ترمنځ په دوحې کې د اشغال د خاتمې تړون رامنځته کېدل، بېشکه چې یو ډېر مهم پرمختګ و.

د رامنځته شوي دې تړون له مخې د اشغالګرو پوځیانو د وتلو لړۍ پیل کېدل او د دوی د ناپاک وجود نه ددوی د سترو اډو خالي کېدل، د ۵ زره طالب بندیانو ازادېدل، په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پیل کېدل او ددې مذاکراتو لپاره د اصل په توګه د دوحې د تړون منل کېدل ډېرې مهمې مادې وې چې عملي شوې.

د نړۍ په علم کې ده چې د کابل لاسپوڅې اداره ددې تړون د رامنځته کېدو او د تړون د رامنځته کېدو نه پس د یادو مهمو مادو د تطبیق سره سخته مخالفه وه. پدې لار کې یې د موانعو د ایجادولو سختې هڅې وکړې؛ خو چې پرې د امریکا فشار و، نو په مات زړه یې منلو ته چمتو شوه او دا دی د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو هم پیل شو چې ورسره د افغانستان د ستونزې د حل او د افغان مسلمان ولس د غوښتنې سره پدې هېواد کې د یو خپلواک او سوچه اسلامي حاکمیت راتلو هیلې په ولس کې ډېرې زیاتې شویدي.

موږ د امنو! چې د کابل اداره د هېڅ منلو ته نه وه چمتو؛ څه یې چې ومنل د امریکا د سخت  فشار په نتیجه کې یې ومنل چې دا د دوحې رامنځته شوي تاریخي تړون ته د امریکا د عملي ژمنتیا نښه ده.

خو ددې تړون یوه مهمه ماده د امریکا او نورو اشغالګرو د بمبارونو او عملیاتو بندیدل وو چې په مقابل کې یې اسلامي امارت هم بهرنیو یرغلګرو ته په امن سره له افغانستان نه د وتلو او د وتلو د لړۍ د تکمیل ډاډ ورکړی و.

اسلامي امارت له خپل لوري په تړون کې شویو ټولو تعهداتو ته خپله ژمنتیا ثابته کړې ده او په تېرو لسو میاشتو کې داسې یوه بېلګه نده لیدل شوې چې د توافق نه د اسلامي امارت په مخالفت تعبیر شي؛ چې پدې حقیقت په دې وروستیو کې د امریکا د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم اعتراف کړی دی.

نړۍ ښه پوهېږي چې نه اسلامي امارت د جنګ نه ستړی شوی دی او نه یې هم دښمن قوي شوی دی، بلکې دښمن د جنګ نه ستړی شوی؛ مورال یې بایللی او د شکست تر سرحده رسېدلی او اسلامي امارت د پخوا په پرتله ډېر قوي شویدی، خو بیا هم تړون ته ژمن دی، تړون ته ژمنتیا او په تړون کې په شویو تعهداتو وفا خپل دیني او اخلاقي مسئولیت ګڼي.

خو متأسفانه چې مقابل لوري پدې وروستیو کې په مکرر ډول د تړون ضد داسې کړنې ترسره کړیدي، لکه په لوی لاس چې ددې تړون ماتول غواړي. ټول ولس شاهد دی چې پدې وروستیو کې د هېواد په مختلفو برخو کې د امریکایې پوځیانو او د کابل لاسپوڅې ادارې د وحشي اجیرو عسکرو له لورې پر ولسي سیمو بمبارونو زور اخستی او هم د اجیرو عسکرو وحشي تهاجمي عملیات زیات شویدي چې د بمبارونو په ګڼو پېښو کې د یو کور ټول غړي هم له منځه تللي چې د نیمروز ولایت د خاشرود تازه خورا درونکې پېښه یې ژوندی ثبوت دی.

د ولس پر ضد د وحشت پیل شوې دا نوې لړۍ د دوحې تړون د ماتېدو له خطر سره مخامخ کوي او د افغانستان د ستونزې په حل کې رامنځته شوي پرمختګونه د سختو ګواښونو سره مخامخ کوي او د لویو امیدونو نه پس په ولس کې ستره ناهیلي خپروي چې دا ددې ولس سره ډېره ستره جفا ده.

پر افغانانو تپل شوي تېر ۲۰ کلن جنګ کې د بهرنیو اشغالګرو او داخلي لاسپوڅو ځواکونو له لوري پر مظلوم افغان ولس د ترسره شويو وحشتونو نه ټوله نړۍ خبره ده، حالات د نړۍ مخې ته دي، ټوله نړۍ پدې هم پوهیږي چې دې هېواد کې د مظلوم افغان ولس پرضد ډېر زور وکارول شو؛ خو دلته د زور کارولو هره تجربه ناکامه وه چې پدې پخپله بهرنیانو هم تل اعتراف کړی.

او د ظلم او زور کارولو ناکامۍ ته په پام سره امریکا ومنله، چې د افغانستان ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي. هماغه و چې د اسلامي امارت سره مذاکراتو کولو ته چمتو شوه او د اوږدو مذاکراتو په نتیجه کې د دوحې تړون رامنځته شو.

اوس چې امریکایي شغالګرو او لاسپوڅو یې یو ځل بیا پر ولس د بمبارونو او تهاجمي بې رحمه عملیاتو په کولو سره د خپل زور نمایش پیل کړیدی، چې ترې داسې ښکاري لکه د ناکامو تجربو یې چې عبرت نه وي اخیستی.

د کابل ادارې مشران یو شمېر امریکایې نظامیان او د وسلو سوداګر چې د جنګ دوام کې خپلې ګټې ویني، د سولې د سبوتاژ کولو هڅې کوي او دلته د جګړې او اشغال دوام غواړي؛ طبعي ده چې دوی به د خپلو سیاسیونو د غولولو او د جنګ دوام ته یې د مایله کولو هڅې وکړي، خو د امریکا نوی سیاسي قیادت باید پدې پوه شي چې افغان مسلمان ملت ته د کرغېړن اشغال نه د هېواد ازادي ډېره مهمه ده، په یو حالت کې ترې هم تېرېدونکي ندي او نه هم د دې عالي هدف د حصول لپاره د روان جهاد نه ستړي کېدونکي دي.

دا هم له چا پټه نه ده چې اسلامي امارت د بل هر کله په پرتله په برتر سیاسي او نظامي موقف کې قرار لري، خو دا چې اسلامي امارت مسؤل او ژمن جهت دی، نو تر څو چې شوني وي د مقابل لوري سره به په شویو تعهداتو وفا کوي.

په دوحه کې شوی تړون د خپل ولس او هېواد په ګټه بولي، نو تر خپل توان به یې ماتېدو ته نه پرېږدي او د مقابل جانب په ځینو تخطیانو به سترګې هم پټوي چې دا د اسلامي امارت ضعف نه؛ بلکې پر ځان د باور، د ولس هیلو او د هېواد عالي اهدافو ته د درناوي او اخلاقي لوړتیا دلیل دی.

د دوحې د تړون عملي کېدل چې زموږ لپاره مهم دی، همداسې زموږ د مقابل لپاره هم مهم دی، نو باید له دې حساسې او حیاتي موضوع سره زموږ په څېر مسئولانه چلند وکړي، نور دې زموږ د ولس ژوند او هیلو ته بې ارزښته نه ګوري او نه دې خپل پوځیان او مال ضایع کوي، د جنګ طول به دوی ته له ناکامۍ، تلفاتو، بدنامۍ او بې عزتۍ پرته بل هیڅ له ځان سره ونلري.

اړوند نور مطالب او مجلې

راتلونکی افغانستان او زموږ مسؤليت

Habibullah Helal

دټټنګ مدرسه کې کوچنیان حافظان په کوم جرم ووژل شول؟

Habibullah Helal

ایا د بندونو جوړول به جنګي مجرمینو ته برائت ورکړي؟

Habibullah Helal