دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
مورچل

دمورچل مجلې د(2015ز) کالګڼه چاپ شوه!

 دافغانستان داسلامي امارت دفرهنګي کمیسون  دنشراتي ارګان په توګه دمورچل مجلې  د(۲۰۱۵ز)ددیسمبرمیاشت په پوره کیدو یوه فوق العاده کالګڼه په (۱۷۲)مخونوکې په خورا ښه سکښت اواوډون په رنګین ټایټل ،اعلی صحافت او ښکلې کاغذ سره  تازه چاپ کړه !

دمورچل مجلې ادارې دلوی خدای ج په مرسته وکړای شول، چې دخپل تیرمطبوعاتي کال دبشپړیدو نمانځنه دیوې ځانګړې ګڼې په دودیزه بڼه وکړي او دجهادي مقاومت دمجاهدو فرهنګیانو او شاعرانوقلمي پنځونې ، لیکنې  او شاعرانه عواطف په یوه خصوصي شماره کې ونغاړي .

دمورچل میاشتینۍ دکالګڼې سرمقاله (دعزم په وړانګوکې دمورچل دا کالګڼه )ترسرلیک لاندې د(۲۰۱۵ز) تیر کال نظامي او فرهنګي بریاوواو فتوحاتو باندې راڅرخیدلې او دفرهنګي کمیسون دفقید مرستیال،فرهنګپال شخصیت ،دیپلومات اومجاهد دعوتګر واجب الاحترام مولوي سید محمد حقاني رح  دژوند او آنددڅیړلو لپاره پکې دځینو لیکوالانوشننو ته صفحې  ځانګړې شوي  چې دنور مضامینو سرلیکونه  یې څه پدې ډول دي :

د جهادي صف  د  یووالي اهمیت  او  ضرورت

د اسلامي امارت د نوې قیادت مدبرانه اقدامات!

۲۰۱۵ میلادي  کال کې جهادي بهیر ته کتنه!

دعوت او جها د دحالاتو په تناظر کې!

څو شیبي دآهونوپه چم کې !!!

په جهاد کي د عالم، لیکوال او شاعر رغنده رول

آیا نني  مسلمان ته رښتیا تقلیدواجب دی ؟

نقش مطبوعات درجهاد

اسلامي امت ته له ورپېښو مشکلاتو نه د وتلو لار!

  امريكا د افغانانو د اسلامي هويت د له منځه وړلو په هڅه كې

دجهاد فقهي مسائل

دمجاهدنیو دبري رازونه

دست آوردهای مجاهدین در سال 2015

دمورچل او منبردهمږۍ موارد !

د خالد بن ولید (رضي الله تعالی عنه) له معسکر څخه تفصیلي راپورتاژ:

په افغانستان کې د امريکايي بالونونو پټ رازونه

جنگي جنایتونه (ډسمبر)

داسلامي امارت  دویاند  قاري محمدیوسف احمدي توضیحات :

در فراق سید محمد حقانی – رحمه الله !

مولوي سیدمحمد حقاني رح ،دیوفرهنګپال ،دیپلومات ،دعوتګراو مجاهد په توګه !

اوداسې نور…………

نوهیله ده چې دمورچل  مجلې ددې ارزښتناکې کالګڼې له مطالبو او منځپانګې څخه دګټې اخستنې په موخه یې

له اړوندو منابعو څخه ترلاسه کړئ او خپله تنده پرې ماته کړئ !

درنښت

اداره

[su_button url=”http://api.viglink.com/api/click?format=go&jsonp=vglnk_145803282167010&key=9b4efad421c8b103b2c94b796db973b0&libId=ilt6z3z3010137r2000DAl32462qq&subId=bca872e874c5a41a9ed679fb136bff0c&loc=http%3A%2F%2Falemara1.org%2F%3Fp%3D38593&v=1&out=https%3A%2F%2Fia801504.us.archive.org%2F14%2Fitems%2FMorchalKalgana2015%2FMorchalKalgana2015.pdf&ref=http%3A%2F%2Falemara1.org%2F%3Fs%3D%25D9%2585%25D9%2588%25D8%25B1%25DA%2586%25D9%2584&title=%D8%AF%D9%85%D9%88%D8%B1%DA%86%D9%84%20%D9%85%D8%AC%D9%84%DB%90%C2%A0%20%D8%AF(2015%D8%B2)%20%DA%A9%D8%A7%D9%84%DA%AB%DA%BC%D9%87%20%DA%86%D8%A7%D9%BE%20%D8%B4%D9%88%D9%87!%20-%20%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%85%D8%A7%D8%B1%D9%87&txt=%DA%A9%D9%85%D9%81%DB%8C%D9%88%D9%BC%D8%B1%20%D8%AA%D9%87%20%D8%AF%D9%85%D8%AC%D9%84%D9%8A%20%D8%AF%DA%9A%DA%A9%D8%AA%D9%87%20%DA%A9%D9%88%D9%84%D9%88%20%D9%84%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%87%20%D8%AF%D8%A7%20%DA%81%D8%A7%D9%8A%20%DA%A9%D9%84%DB%8C%DA%A9%20%DA%A9%DA%93%D9%8A%26nbsp%3B” target=”blank” style=”bubbles” background=”#014795″ size=”5″ wide=”yes” center=”yes” radius=”10″ icon=”icon: file-pdf-o” text_shadow=”0px 0px 3px #000000″]د مجلې PDF بڼه ښکته کړئ [/su_button]

اړوند نور مطالب او مجلې

د مورچل مجلې (۱۱۰)مه ګڼه چاپ شوه

admin

د مورچل مجلې (۱۲۸)مه ګڼه چاپ شوه!

admin

د مورچل مجلې (۱۳۷)مه ګڼه چاپ شوه!

admin