دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
مورچل

دمورچل مجلې (۸۴) څلور اتیایمه ګڼه

داسلامي امارت دفرهنګي چارو کمیسون  تاندو قلموالو په خپلو رغنده هڅو او هاند ،دلوی او متعال خدای ج په مرسته  دادی دمورچل پرله پسې (۸۵)یمه دسپتمبردمیاشتې ګڼه تازه چاپ کړه .

مورچل مجله چې خپلو لوستونکیو ته یې یو لړ سیاسي ،جهادي ،معلوماتي او علمي مطالب په هنرمنده ژبه  چاپ کړي دي ،په رنګین ټایټل ،ښکلې  کاغذ او اعلی قطع او صحافت پداسې مهال  کې دلوست جوګه کیږي، چې دهیواد دنورو صفحاتو په شان دشمال هغه سیمې چې یو وخت دزورواکانو دنفوذ سیمې بلل کیدي او دا پکې ډیره محاله بریښیده، چې دامارت مجاهدین دې دکندز غوندې دیوه ستر ولایت مرکز او ولسوالۍ فتحه کړي ،دبدخشان ،سرپل ،بغلان ،تخار او پروان ستراتیژیک نقاط دې هم تر خپل اغیز لاندې راولي او دیرغلګرو پر وړاندې دې دفتحې توغ رپاند کړي !

له نیکه مرغه چې  داټول ناشونې نن شونې شوي او داسلامي امارت مجاهدین دشمال غوندې په نور ګرد هیواد کې پوځي سوقیات کوي او دغلامې ادارې باقیات په خپل اسلامي اوملي خورجین کې داحتساب میز ته راکاږي .

دمورچل مجله چې همداسې ارادي او هیلې یې دکاغذ پر مخ تمثیل کړي دي ،ستاسو لپاره مو چاپ کړي ده ،کولای شي چې له توزیعي مراجعو څخه یې ترلاسه کړئ !

اړوند نور مطالب او مجلې

دمورچل مجلې (۱۰۱)مه ګڼه تازه چاپ شوه !

admin

د مورچل  مجلې (۱۲۶)مه ګڼه چاپ شوه!

admin

د مورچل مجلې (111)مه ګڼه چاپ شوه

admin