دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د اقصى دفاع او ساتنه به یوازې دغزې مسلمانان کوي؟

خلیل ـ عزیز
د غزې له محدودو سرسپارلو مجاهدینو پرته ایا د مظلومو فلسطینیانو حمایت او د اسلام د ړومبی قبلې دفاع لپاره څوک شته چې ورودانګي او د خپلې مسلمانۍ دعوې او شعارته د عمل جامه ور واغوندي؟

ولې نشته، د سعودي عربستان مجهز نیږدې دوه نیم لکه پوځ لري چې هر کال ورباندې ۶۹ ملیارده ډالر مصرفوي یعني له امریکا او چین وروسته عربستان ده چې په خپل پوځ لوی لګښت کوي تنها ټرمپ دورې کې امریکا ته دیوه قرارداد له مخې د وسلو د خریدارۍ په خاطر لس ملیارده ډالر ورکړل؛ مونږ فکر کاوه چې سعودي واکمن به د دغو وسلو او توغندیو په مټ د فلسطین پاکه ځمکه له پلیتو او غاصبو یهودانو ازاده کړي، خو خبر نه و چې په هغو وسلو عربستان د یمن حوثیان په نښه کړل او دا څویم کال دی چې د انګریزانو د خوشحالولو لپاره له یمن سره په ناکامه او شرمیدلي جګړه کې ښکیل دی قدس، فلسطین او د غزې مسلمانانو سره د همدردی په جای هره ورځ د هغو په زخمونو مالګې دوړوي، سخت دریځي او د ایران جاسوسان یې بولي.

له عربستان وروسته ډیر مخ پاکستان ته اوړي ځکه یوازېنی اسلامي هیواد دی چې اتوم لري؛ ویل کیږي د غزې او سنۍ معرکې ته چې د روژې په ورستۍ عشره کې پیل شوي او سوونه د غزې مسلمانان اسرائیلي جارحیت په وینو لړلي پاکستان د همدردۍ په نیت د (ایدهي فاونډیشن) لسګونه رضاکاران ورلیږلي او یا به یې ممکن ورواستوي تر څو زخمیان معالجه کړي؛ پاکستان ممکن یو بل استدلال هم وکړي چې د کشمیر د ازدۍ جهاد هم ورله غاړې دی یانې ځان به په فلسطین کې نه ستومانه کوي!!

د ایران سپاه پاسداران او د قدس سپاهیان چې د قدس د ازادۍ تر شعار لاندې جوړ شوي د دې لپاره چې فلسطین له غاصبو اسرائیلو وژغوري په سوریه او شام کې یې د امریکا جنګ نور شغلور او ګرم کړ تردې چې اسرائیلو څو ځله په ایراني اډو ګڼ توغندي وتوغول او مرکزي پوځي نقطي یې وروویشتلي خو ایران یو توغندۍ هم په اسرائیلو ورخیر نکړ سره له دې چې په هرلحاظ یې پلمه هم جوړه وه خو چې کله خامنئ چیرته تقریر کوي نو هره دریمه جمله یې مرګ په امریکا او اسرائیل وي ولې دعمل په میدان کې بیا د اسرائیلو په وړاندې دعمل یوه ډبره هم نشي ورویشتلی.

د مصردپوځ ته خو امریکا دنده سپارلې تر څو په اوسنیو حالاتو کې ځان په لیبیا کې مصروف وساتي د امریکا خلیفه حفتر قومندان پوره حمایه کړي دغه راز په داخل دمصرکې څوک د واقعي اسلام ناره اوچته نکړي او هم د غزې د مظلومو خلکو باندې روانه محاصره اوکلابندي په دقیق ډول وڅاری څو کوم کارتن خوراکي اوصحي موادو ته داخل نسي کړای.

د اماراتو دولت، عسکر او نور عربان خو هسې هم د اسرائیلو او امریکا لپاره حلال کړل شوي او سره شوي پاخه چرګان دي د اسرائیلو رسمیت ته له بل هر اسلامي هیواد وړاندې اماراتو ور ودانګل.

دترکیې د څلور سوه زره پوځ خو هسې هم بهانه جوړه ده، چې مونږ تر اوسه د سیوکلریزم په پنجو کې خښ یو د اتاترک ساه اوس هم د دوی په رګونو کې تنفس کوي، طیب اردوغان که څه هم خپله تلاوتونه کوي او د اسلام پور جوشه شعارونه زمزمه کوي خو هغه تر اوسه د وینا او حنجرې تر حده محدود او پوښلی دی، تر دې زیات که کوم ګام پورته کړي نو ممکن په اروپایي ټولنه کې یې د نامنهاده او بې پایلې هیله چې دهغې ټولنې ممکنه غړیتوب ده سړي اوبه ورباندې تویی نشي او یو مخ یې ځواب نکړي؟!

همداسې نور اسلامي هیوادونه چې شمېر یې شپېتو ته رسیږي او په لسهاوو میلونه لښکرې لري خو د اقصی او معراج د ځمکې د ازادولو لپاره چې له تیرې نیږدې یوې پیړۍ راهیسي غاصبو یهودو اشغال او غصب کړي احساس او ضمیر یې په تحرک او خوځښت نه رازي خو که د امریکا خوښه او قومنده وي نو بیا آن افغانستان ته هم د اماراتو او اردن عسکر د سوله ساتو په نوم جګړې او جنګ ته راځي د اسلام د لارې له مدافعینو سره جنګیږي، خو د اسلام د ړومبۍ قبلې دفاع ته یې ملاوې او اورمېګونه مات دي.

معلومه خبره ده چې ددغو هیوادونو لښکرې او واکمن امریکا جوړ او نصب کړي او په غوږ یې همدا خبره ورایښي چې د فلسطین، کشمېر او د امت په نورو غمیزو کې به هیڅکله تاسې کار نلری که مو غوږ وښوراوه نو بیا به مو دغه عیش عشرت، شاهي نظامونه، چلتارونه او د پرمختللو وسلو او پوځونو دعوې او کش فش تر ډیر وخت پورې نه وي.

د فریاد او ځور ځای دی چې د اسراییلو دولت د ۵۶ اسلامي خاورو په منځ کې پروت دی شاوخوا یې د نړۍ په کچه ځواکمن اسلامي هیوادونه پراته دي او یوازې یو دولت یې دومره ځواک لري چې له دې خاورې څخه د یهودو اشغال ټول کړي.

خو بيا هم دا چاره ځکه ناشونې ده چې د مسلمانانو چارواکو د غلامۍ کړۍ په غاړه کړي او د امريکا او غرب په غلامۍ کې دومره ډوب دي له فلسطين سره د مرستې پر ځای د فلسطين له دښمنانو سره مرسته او دوستي کوي، تر څو بادار يې راضي او دوی په واک کې وي.

اړوند نور مطالب او مجلې

سرمقاله حقیقت/خیر و صلاح کشور در صلح با منطق است

Habibullah Helal

د (ثالث عمر) کتاب لیکوال قاري عبدالستار سعيد شهامت سره په مرکه کې:

Habibullah Helal

د شعر و شاعري اهمیت او ضرورت

Habibullah Helal