دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د بايډن او د هغه د ادارې د ماتې لومړی څرك !

سعد كټوازی

مياشت وړاندې د اشغالگرو اجرتي قاتلانو او د هغو ځيره خورو عسكرو چې د غلامۍ سر يې د ملا تر تيره ځوړند دی د خپلو اشغالگرو بادارانو پر ملتيا د خوست په صبريو ولسوالۍ كې څو ورځي پرلپسې څلور ځايه پر ولسي اهدافو چاپې، هوان بريدونه او بيا بمبارۍ وكړې چې په ترڅ كې يې د بې ورسه او ناتوانه مېرمنو، تنكيو ماشومانو، لوړ پوړو ترهگر ! تي رودونكو او د مور په خېټه كې اولاد پر گډون۱۷تنه ولسي وگړي شهيدان او گڼ نور ژوبل شول.

دا ډول پېښې په تېر۲۰ كاله او بيا د سولي روان دوه نيم كلن بهير سره هم مهاله د هېواد په گڼو سيمو او ولايتونو په ځانگړې پلازمېنه كابل، هلمند، كندهار، ميدان وردگ، ننگرهار، كنړ، كندز، ارزگان، فارياب او بدخشان كې د اشغالگرو، كورنيو مزدورو عسكرو-پوليسو-اربكيانو، ۰۱-۰۲-۰۳قطعو، داعشي ملېشو، تش پر نوم نامسئوله زورواكو، غلو مافياوو او ضربتي ملېشو له لوري رامنځته شوې چې د خوست هغه يې نه لومړۍ وه او نه هم ښايي وروستۍ وي، خو بياهم تر ټولو دردونكې او په مجاهد ولس او با احساسه ځوانانو غمېدونكې همدا وه، په خواله رسنيو كې طالبانو او طالب پلوو هم پرې تر بلې هرې پېښې زياته خواشيني ښودلې او په خورا جوش او جذبه يې د دروند غچ غوښتنې او طالب وياند د نغد غچ اخيستلو ژمنې كړې وې چې بيا طالبانو د يادو ملېشو پر مشهور او مركزي ځاله كمپاين باندې دوه ورځي پرلپسې توغنديز بريدونه وكړل او ورسره يې د كندهار هوايي ډگر هم د توغنديو پر مټ په نښه كړ.

دغه ملېشې له هغه وروسته چې څومياشتې وړاندې د خوست كشف آمريت او ځانگړې قطعې باندې طالبانو سرتېري بريدونه وكړل او بيا د خوست اړوند زاړه ميدان دروازه كې يې د يوسرتېري بريدگر په بريد كې د څلورو امريكايي روزونكو په گډون د يادو ملېشو گڼ افراد له منځه يووړل، په خوست، پكتيا او پكتيكا كې ياد ځواكونه تر بل هر وخت وټكول شول چې وروستی وار يې له دې وحشت څو اونۍ وړاندې په صبريو ولسوالۍ كې د هغې ټولي ځپل و چې پر طالبانو د چاپې هڅه يې كړې وه، خو طالبانو پرې وار مخكې او درنه مرگژوبله يې ور واړوله او اوس د دغو ملېشو له لوري د صبريو وحشت په ښكاره د همدغې ماتې غچ ښودل كېده.

د يادو ملېشو يوه ځانگړتيا له اشغالگرو مستقيمه روزنه، مرستې او تنخواوي ترلاسه كول دي، تلفات او مړي يې هم د اشغالگرو د هغو په څېر پټ ساتي او کورنيو ته نه ور کول كېږي، يو وخت چې ټرمپ د ځواكونو له ايستلو وروسته دلته د يو شمېر ملېشو پرېښودلو خبر ور كړی وه، د څېړونكو په اند همدا د خوست كمپاين/ضربتي ملېشې وې چې ټرمپ حساب پرې كاوه، په دې وروستيو كې هم رسنيو خبر ور كړی چې اشغالگرو يو شمېر ځواكونه دلته پټ ساتلي او ستانه كړي يې نه دي، ښايي رسنيو ښودلي دغه شمېر پټ شوي اشغالگر ځواكونه د همدې كمپاين ملېشو په چوكاټ كې او د هغو ترمنځ وي.

له دې وړاندې هم هغه مهال چې د ځيني كورنيو گوډاگيانو او امريكايي وينه زبېښونكې بليك واټر كمپنۍ ترمنځ د يو قرارداد هڅې افشا شوې؛ په تخار كې د يادو قطعو د شپنۍ چاپې يو ټولی طالبانو تر رسا بريد لاندې نيولی او د بليكواټر پوځي مهمات يې ترې ولجه كړي و چې ورسره د كابل ادارې د ۰۱-۰۲-۰۳قطعو په ليكو كې د بليكواټر اجرتي قاتلانو څرك لگېدلی وه، اوس په داسي حال كې چې ويل كېږي د خوست ملېشو سره په كمپاين كې اشغالگر ځواكونه نه اوسي ياهم جلا استوگن دي، بيا هم يې له همغه ځايه د طالبانو د توغنديزو بريدونو په غبرگون كې شاوخوا غرونه پر توغنديو ويشتلي چې ښيي په كمپاين كې له مليشو سره د اشغالگرو شتون ترڅنگ د طالبانو په يادو بريدونو كې تلفات هم ور اوښتي وي.

كه د خوست له ضربتي ملېشو سره كمپاين كې ياهم ورسره ګډ د اشغالگرو د نه شتون خبر رښتيا هم شوې وي او بيا هم همالته د طالبانو په توغنديزو بريدونو كې اشغالگرو تلفات ور اوښتي وي، دا خپله د رسنيو ور كړی خبر او د هغو له لوري په هېواد كې د اشغالگرو ځواكونو د پټ شتون ښوودلې اندېښنې پر ځای او دغه ادعا يې په اثبات رسوي.

له دې ور هاخوا كه وكتل شي؛ د صبريو وحشت د دوحې تړون څخه د سرغړونې يوه تر ټولو بوږنونكې بېلگه ده چې د طالبانو له وسلوالو تحركاتو پرته څو ورځي پرلپسې په تش لاسي ولس د دغو ملېشو چاپو، بريدونو او بمباريو دوام وكړ او پكې يې اشغالگرو ملتيا كوله، دا هم جوتوي چې يادې ملېشې نه يواځي دا چې په خپله ځاله كې ترمنځ پټ اشغالگر لري، بلكې د دوحې له تړون څخه په سرغړونو كې يې هم اشغالگر مستقيم مله دي او ښايي له همدې دوو لاملونو پر دغو ملېشو حساب هم كوي.

كه په ضربتي ملېشو كې اشغالگر ځواكونه پټ او جذب شوي وي او له امله يې د ټرمپ په تعقيب اوس بايډن هم حساب پر كوي، نو په داسي حال كې چې نوموړی د افغانستان او په ټوله كې د بهرنۍ پاليسي په اړه له سختو ننگونو سره مخ او په شش وپنج كې نښتی د خپلو اشغالگرو ځواكونو پر ملتيا د يادو ملېشو پر مټ د صبريو وحشت ترسره كول د هغوی د راتلونكي رول ازماينې ترڅنگ دا هم ښايي چې د بايډن د نا اعلان كړې جنگي ستراتېژي پيل وي.

له بلې زاويې كه وكتل شي خوست د طالبانو د يو تر ټولو ځواكمن قوماندان او د هغوی د مشر برحال مرستيال ملا سراج الدين حقاني اړوند كسانو د نفوذ سيمه گڼله كېږي چې اشغالگر يې د امتيازي ځواك له امله د حقاني شبكې پر نوم ځانگړی ځواك او ډله يادوي، نو د صبريو وحشت چې اشغالگر او تر ټولو نږدې ملېشې يې پكې په مستقيم ډول ښكېلې دي د طالبانو د دغه قوماندان د ننگولو په مانا كېدای شي.

خو طالبان او په ځانگړې حقاني د ډېر لوړ زغم، پوهې او درايت څښتن او شرائطو ته هم بشپړ متوجې دي، نو په داسې نزاكتونو او د حقاني په مشرۍ د افغاني او اسلامي تاريخ يو تر ټولو د پام وړ تعهد او تړون پر نقض ننگونې لكه چې وليدل شول خپل تعهد او تړون ته د هغوی پر ژمنتيا كوم اغېز نشي پرېباسلای او نه به هم په داسي شرائطو كې پر يادو ملېشو او وركې جذب شويو اشغالگرو د راتلونكي رول ناكامه ازماينه كومه پايله ور كړي، بلكې چې شته شرائط نه د دا ډول ننگونو او نه هم د دا ډول ازماينو دي، يواځي د ناكامې پاليسۍ څپو اخيستي بايډن او د هغه د ادارې د ماتې پيغام يې گڼلای شو.

حقاني او د هغه اړوند كسانو ته چې له تړون وړاندې ۱۸ كاله شرائط برابر ول، هغه كارنامې يې ترسره كړې چې خپله اشغالگر يې پرې د ځانگړي ځواك په توگه يوه تر ټولو ځواكمنه ډله پېژني، د تړون له رامنځته كړيو شرائطو په استفاده يې ځواك تر مخكي لا پياوړی او غښتلی كړ او د همدې ځواك او د حقاني د ښه درايت له امله خوست په داسي حال كې هم تر ټولو امن ولايت دی چې د اشغالگرو د يادو وحشي ملېشو يواځينی مركز گڼل كېږي، نو چې د مئ لومړۍ نېټې پر راتلو له يادو شرائطو ووځي، هغه مهال به نه د ننگولو وي او نه هم پرې د ملېشو او اشغالگرو د ازماينې.

سرچپه په دې وروستيو كې چې يادې ملېشې طالبانو وټكولې، په لومړي وار د كشف پر آمريت، ورپسې د زاړه ميدان دروازه كې را ټول شويو ضربتي ملېشو باندې د طالب بريدگرو د بريدونو په مهارولو كې پاتې راغلل او په وروستي وار يې د صبريو د چاپې هڅه خورا له ماتې سره مخ شوه، طالبانو يې پر مټ يادې ملېشې له ور كې جذب شويو اشغالگرو سره وننگولې او خپله راتلونكې وړتيا يې پرې دلته هم و ازمايله، د صبريو د وحشت په غبرگون كې يې پرې په توغنديزو بريدونو بياهم وننگول، خو د اشغالگر دښمن ځواب لا هم دا و چې يواځي غرونه پر توغنديو وولي او بس.

د راتلونکي لپاره تياري په اړه موده مخكي حقاني د طالبانو مسئولينو ته په وينا كې په خورا ډاډه لهجه دا هم ويلي: (كه اشغالگر تړون ماتوي مات دې يې كړي، د اسلامي تاريخ هر تړون كفارو مات كړی، دا دې هم دوی مات كړي. د همدې وينا په اوږدو كې وايي: له ۱۵ كاله مخكي مو په ډېر كمزوري حالت كې په كمزورو امكاناتو، خو د ايمان په قوت سره مقابله وكړه، اوس خو الحمد لله (د دې ترڅنگ) خپله ټيكنالوجي لرو، تحديث بالنعمة او د (و اعدوا لهم ما استطعتم من قوة) په ډاډ يې وايم چې داسي الات مو جوړ كړل او جهادي لښكر مو په فكري او عصري وسائلو داسي سمبال كړ چې د تېر وخت ارمان به  وكړي… هغه ورځ مجاهدينو ۸ ډرون برابرې كړې وې، اهداف يې هم تيار و، خو ما ورته وويل چې صبر !…)

وړاندې وايي: (زموږ لخوا معاهده ساتل زموږ تنزل او ضعف نه دی، بلكې…موږ كه جهاد روان كړی دی، په شريعت مو جاري ساتلی او كه خبرې مو روانې كړې، هم په شريعت مو روانې كړې دي، موږ ځانونه شريعت ته حواله كړي، موږ ته طبيعت نه؛ شريعت معتبر دی…اوس دا سوال پيدا كېږي چې درگرد امريكايان، ناټو اتحاديان چې كومې غلطۍ كوي او له توافق ليك څخه سرغړونې كوي، مثلاً: يو ځای كې چاپه واچوله، بل ځای كې يې بمبار وكړ…دا زموږ د مجاهدينو غيرت نه مني.

خو شيخ صاحب حفظه الله وايي: موږ په شريعت منگولې لگولې، موږ ته د اسلام مقدس دين معتبر دی، د اسلام په تاريخ كې چېرته هم مسلمانانو معاهده نه ده ماته كړې، بلكې كفارو نقض او سرغړونې ترې كړي، بياهم كه چېرې موږ معاهده ماتوله، نو په غدر او دوكه به نه وي، څرنگه مو چې ټوله دنيا د معاهدې لاسليكولو په مهال را جمعه كړې وه، همدغه شان به بيا نړۍ را جمعه كوو چې موږ په دغو ټكو درسره معاهده كړې وه، اوس چې تا ماته كړه، زموږ لخوا هم د پلاني تاريخ څخه وروسته درسره ماته ده…كه موږ لس ولايتونه په دوكه فتحه كړو، دا زموږ لپاره هيڅ كاميابي نه ده، چې الله تعالی پرې ناراضه وي، د اسلام او مسلمانانو تاريخ پرې داغداره كېږي).

د صبريو په وحشت پسې اوس چې بايډن د دوحې د تړون پر نقض د ځواكونو ايستلو موده څو مياشتي اوږده اعلان كړې دا هم د نا اعلان شوې هغې ډول جنگي ستراتېژي په مانا دي چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړيو كې د شپږو مياشتو لپاره اعلان كړې وه، خو له ناكامۍ وروسته يې له طالبانو سره مذاكرې ته را وړاندې شو، ورسره دا چې د امريکا دفاع وزارت منلې چې تر سپتمبر پوري د پاتې ځواكونو خوندي ايستلو پر نوم نوي ځواكونه او الوتکې هم را لېږي، هماغه د اوباما د ولسمشرۍ په لومړيو كې د۳۰۰۰۰ځواكونو را لېږلو چې د هغه يوه لويه تېروتنه او د ناكامۍ پيل وگڼل شوه تكرار دی، نو په دا ډول شرائطو او داسي حال كې چې رقيب يې (ټرمپ) د متحد ايالتونو او امريكايي ولس د ځواكونو ستنولو او افغان جگړې پای ته رسولو اميدونه او هيلې د پوره كېدو تر درشله رسولې وې، بياهم كه بايډن په نورو نومونو د اوباما او ټرمپ هغه ناكامې ستراتېژۍ تكراروي، نو كه له يوې خوا به خورا پر درنه ورته پرېوزي، له بلې خوا به د متحدو ايالتونو پاتې حيثيت هم له خاورو سره برابر او د امريكايي ولس سربېره به ځان او امريكا لانوره هم نړۍ ته بدنامه كړي.

بوش خو كه پر افغانستان د نړيوال ائتلاف پر مټ د بريد تېروتنه وكړه، په خپل خيالي لومړۍ رتبه مادي ځواك غولېدلی و او دلته د مالي، ځاني او سياسي زيانونو ترخه غړپونه يې نه و كړي، ورپسې اوباما كه د۳۰۰۰۰ لازياتو ځواكونو رالېږلو تېروتنه وكړه، خو د بوش پر زين كړي خره سپور و او د واك د وروستيو غورځو پورځو يې بيا كار ور نكړ او كه ټرمپ شپږ میاشتینۍ جنگي ستراتېژي اعلان كړه، خو په خپلې هغې سادگۍ ياحماقت چې له امله يې د بايډن ادارې د ډانفورډ په څېر جگړه مارو قوماندانانو هم تېرايستلای شو، په ولسمشرانو كې د حماقت ريكارډ لري او ټوله نړۍ يې شاهده ده، خو بياهم يې د واك له نيمايي تر وروستۍ شېبې د متحدو ايالتونو او امريكايي ولس د هيلو او اميدونو لپاره كار وكړ او د پوره كېدو تر درشله يې ورسولې.

خو اوس په داسي حال كې چې نه د امريكا هغه مادي ځواك، نړوال رعب او د سيالو قدرتونو ملاتړ پاتې چې بوش پرې غولېدلی و، نه په هغه كچه اشغالگر ځواكونه او د هغوی د جگړې هغه روحيه پاتې چې په تمه يې اوباما لازيات رالېږل او نه د ټرمپ جنگي ستراتېژي او ټول حماقت كار ور كړی، بلكې لا د سوال او زاريو سوله ايز حل ته يې اړ كړ، له دې ور ها خوا امريكا او امريكايي چارواكو د افغانستان په اشغال كې ټولې ترخې هم غړپ كړې او اوس شرائط هم په بشپړه توگه د طالبانو پر لور او پر مټ يې طالبان د اشغالگرې نړۍ يو ستر سيال گرځېدلي، كه بايډن د هماغه ناكامو تجربو تسلسل روان ساتي، په طبېعي او بدېهي ډول د ځواكونو ايستلو د يواځيني فرصت چې طالبانو ور كړی او ټرمپ ور پرې ايښی پر له لاسه ور كولو ځان او اداره يې د متحدو ايالتونو تر ټولو ناكام، بې كفايته او ماتې خوړلي په گوته كوي چې دغه وروستی اعلان او د هغه پر بنسټ مبهمه پاليسي يې لومړی څرك دی.

دا چې د دوحې تړون ماتول، جنگي ستراتېژي او د ځواكونو ايستلو پر ځای يې لازياتول درې واړه د بايډن د ياد اعلان په ضمن كې راځي او بيا دا هرڅه او ټولي ستراتېژۍ له مخكې لومړی د جگړې په مانا او بيا ورپسې د طالبانو لخوا ناكامې شوې، دا ځل به يې بايډن په ناكامه تجربه كې د جگړې بايللو او ستراتېژي د ماتې تر څنگ هغه گټې هم له لاسه ور كړي چې د دوحې تړون كې خوندي دي او اخېر به هم اشغالگر د جگړې له لارې ځپلي، ماتې خوړلي او سرټيټي وځي.

ورسره په دې صورت كې طالبان اړ نه دي پر پاتې بهرنيو ځواكونو بريدونه ونكړي، بلكې له سياسي، حقوقي او اصولي اړخه يې كولای شي، خپل حق يې گڼي او تابيا يې هم ورته نېولې چې د څېړونكو په اند له امله به يې د پاتې بهرنيو عسكرو ژوند له جدي گواښ سره مخ وي، همدا راز بيا طالبان اړ نه دي چې په راتلونكي كې القاعدې او بلې جهادي ډلې ته ځای ور نكړي، د امريكا ملاتړو هېوادونو ته گواښ پېښ نكړي، په سيمه ييزه او نړيواله كچه متحد ايالتونه ونه گواښي، د هغوی پوځي او سياسي تحركات ونه ننگوي، د يو اسيايي خپلواك هېواد د نړوال سياسي ځواك په حيث له ابر قدرتونو د دفاعي سيستم پېرلو-د ايټمي هستې رامنځته كولو او د خپلو هر ډول اقدامونو په اړه سپيناوی او وضاحت ور كړي، د ملگرو ملتونو سازمان اصولو او پرېكړو ته التزام ولري، او…

د بايډن د اعلان او د نورو ځواكونو را لېږلو تر څنگ لوېديځو رسنيو او ليكوالانو خبر وركړی چې نوموړی د افغانستان جگړه پای ته نه رسوي، بلكې قراردادي ملېشو ته يې سپاري، ورسره هم مهال داسي مالوماتونه هم ترلاسه شوي چې په هېواد كې د اشغالگرو شمېر د هغه چې ښودل كېږي دوه برابره او له دې هم زيات دی، كه حقيقت ولري، نو دا د دوحې د تړون څلورم نقض دی چې د بايډن اعلان يې په ضمن كې لري، بل خوا ممكن دغه قراردادي همدغه صفر يو او كمپاين ملېشې وي چې پكې به ياد پټ شمېر اشغالگر هم جذب وي او بل ښايي اشغالگر د ځواكونو پټې شمېرې د تازه دمو ځواكونو په نوم په ډاگه كړي.

خو دا هم ښايي چې د دغه پټ شمېر عسكرو پر تړاو بايډن له ټرمپ او د هغه له جگړه مارو سلاكارانو د مخالف نظر په لرلو غواړي د يادو عسكرو رول قراردادي ملېشو ته نقل او له دې فرصته په استفاده ښكاره او پټ عسكر بشپړ وباسي، نو كه نور عسكر را لېږي، د همدې پټ شمېر عسكرو چې ايستل به يې د مئ تر لومړۍ نېټې رښتيا هم ستونزمن او د مسئولانه ايستلو لپاره يې تر سپتمبر د مودې غځولو اړتياوي ترڅو همدا پټ عسكر پكې په اسانۍ و ايستلای شي، خو پر مټ يې د تړون ماتېدل د اشغالگرو د هر غدر لاره پرانيزي چې پيل يې همدا د تړون ماتول وي او بيا د هيڅ پېښې احتمال نشي ردېدلای.

له همدې امله طالبان اړ دي چې پر تړون له سره غور وكړي او د اپرېل۳۱مې د شپې۱۲بجې۵۹دقيقې او۵۹ثانيې پوره كېدو سره سم له۱۴مياشتې كلك تعهد او د هغه پر بنسټ ځنډ وروسته د مئ مياشتې پر لومړۍ نېټه پر اشغالگرو ځواكونو يو ځل بيا بريدونه پيل او د بايډن د اعلان پر غوښتنه پاتې موده له خپل لوري ور غوڅه كړي، له هغه وروسته چې تړون مات او طالبان هغه ته پر التزام مكلف نه دي، كه اشغالگر ونه وځي، جگړه كوي او رښتيا هم قراردادي ملېشو ته جگړه سپاري، ډېر د دې امكان شته چې بيا اشغالگر د پاتې عسكرو ايستلو هره لاره وركه كړي او له امله به يې د ښكاره او پټ شمېر ټولو عسكرو ژوند له گواښ سره مخ وي.

ځکه که له يوې خوا به طالبان نوې او زوروره جګړه پيلوي، له بلې خوا له تړون څخه د سر غړونو غچ به اخلي او له درېيم لوري به د مذاکراتو پر نوم وخت ضائع کولو، له سوله ييزې لارې د ځواکونو ايستلو په پلمه پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو ځنډ او بيا په پای کې د دوحې تړون هم بشپړ ماتولو قضايي او تلافي هم ښايي وکړي، همدا لامل به وي چې المان او ځېنې نورو هېوادونو د وتو هڅې چټکې کړې او برطانيې ته هم امريکا خبرداری ورکړی چې ځواکونه دې له ټاکلې مودې دوه مياشتې وړاندې ستانه کړي.

په هر رنگ طالبانو چې اوس د جگړې، سياست/ډيپلوماسي او ژمنو ته د كلك تعهد ټول ميدانونه گټلي، اړ نه دي د بايډن له اعلان، د دوحې پر تړون له سره غور او د مئ له لومړۍ نېټې وروسته د خپلو پرېكړو په اړه سپيناوی وركړي، يا بايډن او د هغه ادارې ته نوي آفشنونه/غوراوي وړاندې كړي او يا هم د چا د سر خلاصۍ زحمت وكړي، طالبانو د متحدو ايالتونو د وخت له ادارې سره ۱۴مياشتې موده منلې، له پای ته رسېدو سره سم يې د بايډن اعلان د لغوې په مانا دی، نور هرڅه پر هغه، د هغه پر اداره او امريكايي ولس اړه لري، خو ښايي دلته يې د قراردادي ملېشو ازماينه جگړه هملته پر كور پسي ور ننباسي. د دوحې تړون كه وي او كه مات شي، ورته په خپل كلك تعهد او ژمنتيا طالبانو په تاريخ كې د افغانانو د يو نه هېرېدونكي وياړ په حيث ثبت كړی، له ماتېدو وروسته پېښي، فتحې او پرمختگونه به يې لا زيات وياړ دنگ او تاريخ زرين كړي، د اسلام په تاريخ كې چې كوم تړونونه شوي، د كفارو له لوري له ماتېدو سربېره يې لا تر اوسه په تاريخ كې د وياړ په توگه پاتې كېدو راز همدا دی، نه د مسلمانانو تړون ته د كفارو په ژمنتيا د هغه وياړ لوړ شوی او نه يې پر نه ژمنتيا حيثيت بايللی، بلكې د كفارو حيثيت يې يا ژغورلی، ياهم له خاورو سره خاوري كړی او پرې خپل حيثيت يې دنگ شوی

اړوند نور مطالب او مجلې

امنیتي پوستې که د لنډغریو مرکزونه؟

Habibullah Helal

اســــلامي نظــام د ولس هیله او د قضیې اساسي حل دی!

Habibullah Helal

د افغانستان روان حالات د ځمکني حقیقت او تشویش ترمنځ!

Habibullah Helal