دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
حقیقت

د حقیقت مجلې ۳مه ګڼه

3rd-Issue haqiqat

د حقیقت دوه میاشتنۍ مجلې درېیمه ګڼه خپره شوه
د ډېري خوښۍ ځای دی، چې د هېواد د مطبوعاتو په اسمان کې د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو د کمیسیون د مخلصو او متعهدو کارکوونکو په مټ او د درنو لیکوالو په همکارۍ د حقیقت مجلې درېیمه ګڼه ، چې د ۱۴۳۵ هـ،ق کال د رجب او شعبان او د ۱۳۹۳ ل کال د غويي او غبرګولي د میاشتو ګڼه د خپلو مینه والو او لوستونکو تر لاسونو ورسېده.
د حقیقت مجلې درېیمه ګڼه  په ښکلي او زړه را ښکوونکې ډيزاین له جالبو علمي، کلتوري، سیاسي، دیني او هر اړخیزو مضامینو سره تازه له چاپه را وتلې.
د مجلې منځپانګه تر ډېره بریده په سیاسي تحلیلونو او وروستیو مهمو پېښو او جریاناتو را څرخي.
د حقیقت د دریمې ګڼې په سرمقاله کې  افغانستان ته د اوباما ناڅاپي سفر او له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د یو شمېر پاته کېدونکو امریکايي عسکرو په باب د امریکا د حکومت دریځ او اعلان ته کتنه شوې.
همدارنګه د مجلې په پاڼو کې  د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي چارو، مالي تمویل ، اکمال او یو لړ نورو مهمو پوښتنو په هکله د لوستونکو او هېوادوالو د معلوماتو د زیاتولو په پار د افغانستان د اقتصادي چارو د کمیسیون له مشر ښاغلي ابو احمد سره مرکه هم راغلې.
همدارنګه د خیبر عملیاتو ځېنو مهمو نظامي او سیاسي لاسته راوړنو ته هم د بېلابېلو لیکوالو په لیکنو کې ژوره کتنه شوې.
په دې مجله کې د ګڼ شمېر فکري لیکنو سربېره له ګوانتانامو څخه د مشرابو د تبادلې په ترڅ کې د آزاد شوي امریکايي عسکر بوبګرډال د راتلونکي په اړه هم یو مهم مطلب راغلی.
په لنډو کې د حقیقت دوې میاشتنۍ مجلې د زیارکښو کارکوونکو او تکړه لیکوالو په مټ دا ځل د دې مجلې  درېیمه ګڼه هم  ستاسو لپاره چاپ او وړاندې شوه، په دې هېله چې له نږدې کتاب پلورنځيو او نورو اړونده مراجعو څخه یې ترلاسه او په لوستولو یې خوند واخلئ.

اړوند نور مطالب او مجلې

شماره ۱۹ مجله دوماهه حقیقت چاپ شد

admin

د حقیقت مجلې ۱۰مه ګڼه

salik

شماره چهل و چهارم(۴۴)مجله وزین حقیقت از چاپ برآمد

Habibullah Helal