دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د دوحې تړون په تنفیذ کې د جانبینو ګټي!

موسی فرهاد

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !!

الحمدلله حمداً کثیراً طیباً مُّبارکاً فِیهِ، کَمَا یُحِبُّ رَبُّنا أن یُحمَدَ وَیَنبغِي لَهْ…أمابعد.
فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم
«وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ» صدق الله العظیم.

ډېرو درنو او قدرمنو حاضرینو! مشرانو، همځولو او کشرانو! موږ او تاسو نن ورځ دلته د یوې تاریخي شیبې د تجلیل او یادښت لپاره را غونډ سوي یو، که څه هم د موقع تقاضا خو دا ده چې دلته باید د فاتح او مغلوب لوري ترمنځ تفکیک وکړل شي، مګر تر دې قضاوت فی الحال موږ تېرېږو او دا پرېکړه ځمکنیو واقعیتونو او راتلونکي تاریخ ته پریږدو، دا ځکه چې بشري فطرت دا دی چې شکست خورده هم ډېر وختونه د بریا دعوا لري.

انګریزي استعمار پخپل زعم دا نه تعبیروي چې د افغانانو د توري په وړاندي یی شکست خوړلی، او د امپراتورۍ زوال یې له همدي تورزنو جهادي غرونو او درو نه، پیل شوی، بلکي وایی چې پخپله خوښه یې د ډیورنډ لاین او بیا د هندوستان د ویشلو د یو توافق په پایله کې له دې سیمي پښي سپکې کړې.

روسان هم وانمود کوي چې دوی د جنیوا د تعاهد په آساس له افغانستانه وتلي. عیناً همدا خبره ښایي نن سبا هم زمزمه شي، چې ګویا راغلي فقط د همدومره مودې او همدومره اهدافو ترلاسه کولو لپاره وو. وبس. مګر زمیني حقایق بیا بل څه وایی چې هر باشعوره وګړی یې ادراک کولای سی.

دلته زموږ هدف د هغو مفاداتو ذکر کول دی، چې د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته، د هغه په تنفیذ کې جانبینو ته رسیږي، خو د دې لپاره لومړی یوې ځغلنده کتنې ته اړتیا سته چې امریکا څنګه دلته راغله، څه یې غوښتل، څه یې وکړل، څه یې ترلاسه کړل، او څنګه بالآخره د دوحې تړون رامنځ ته شو.؟

د یولسم ستمبر پېښه په نیویارک کې رامنځ ته سوه، علل چې یې هر څه او عامل چې یې هر څوک وو؛ خو سزاء یې افغانستان، عراق بلکې ټولې اسلامي نړۍ ته ورکول سوه.

هغوی چې په لومړیو کې څنګه اټکل کړی وو؛ پایلې یې له هغه نه بلکل 180 درجې برعکس او منفی راووتې. څومره مالي، ځاني او سیاسي زیان چې امریکا د افغانستان په جګړه کې لیدلی؛ ښایې د دوی د راتلونکو نسلونو لپاره یې د تاریخي شکستونو یوه نمونه جوړه سي.
سره له دې چې افغان ولس یې هم په اور کې د ژوندي سوځولو ترحده وځوراوه.

د امریکا او د دوی د لویدیځو ائتلافیانو له لاسه د نړۍ زیاتره بشریت ته، عموماً مسلمانانو ته، خصوصاً افغان بیچاره ولس ته دا نړۍ د اور په سره تبۍ بدله شوه، یویشتمه پیړۍ پر هغوی په داسي حال کې را دبره سوه، چې امریکا فقط ایټم بم نه دی ورباندي کارولی، نور یې تر هغه را لاندي د مورپلار په نامه نیمه اټومي او فاسفورس بمونه، او نور هر ډول بیولوژیکي او کیمیاوي وسلې ورباندي وکارولي.

د اوبو پرځای ېې د انساني وینو ویالي وبهولي، سوکالۍ او آرامي یې تري ولوټله، د وطن پالني احساس لرونکي انسانان یې د ګوانتنامو غوندي وحشي جزیرو کې بند کړل، د آزادۍ ورکولو پرځای یې ځیني وګړي د زور، زر او ډالر په مټ وپلورل، تر ننه د غلامانو په څیر کار تري اخلي، او د خپلو خلکو پرضد یې جنګوي.

خلاصه دا چې د وخت استعمارګران هم ظلم کوي، وحشت کوي، یرغل کوي، د نورو خپلواکي له منځه وړي، عزت او کرامت یې لوټي، بشري حقونه ترپښو لاندي کوي، مالي استثمار کوي، وژني او ربړوني کوي، خو له دې هرڅه سره سره، ځان عادل او منصف هم ګڼي..؟!
هوښیاران وایی، په ظالمانو کې ترټولو بدترین ظالم هغه انسان دی چې له ظلم کولو سره سره ځان بیا هم عادل، منصف او مظلوم ورته ښکاري.

لکه قرآن کریم چې یې ښه تصویر وړاندي کړی: « وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ.»– البقرة،11).
بهر حال د افغانستان هغه خونړۍ جګړه چې د ۲۰۰۱کال په آخر کې د اشغال له امله رامنځ ته شوې وه؛ دا جګړه، یوې لسیزي ته په نژدي کیدو وه چې امریکایي کارپوهان له خپلي جنګي ستراتیژۍ څخه مایوسه شول، هڅي یې پیل کړي ترڅو د اسلامي امارت له لوري همیشه وړاندیز شوې فارمولې (مذاکراتو) ته مراجعه وکړي،  او په دې توګه له ناګټونکي جنک نه داسي ځان خلاص کړي چې ورسره یې نړیوال وجاهت هم یوه اندازه خوندي وي.  ظاهره خبره ده چې داسي یو کامیاب آپشن، دوی فقط د مذاکراتو پر میز موندلای سوای.

له همدې ځایه وه چې د یو نیم کال اوږدې مودې، خو کامیابو خبرو اترو په پایله کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون په نامه د اشغال دخاتمې توافقنامه لاسلیک سوه.
دا چې دا توافق د جانبینو مخصوصاً د امریکايي جانب لپاره څومره بدیهي ګټي لري؛ په دې کې خو هیڅ شک نسته او نه ورڅخه انکار کیدای سي چې د جنګ پرځای مسئله په خبرو حل کیږي. امریکایان او ائتلافیان یې بیرته خپلو وطنو ته ستنیږي، د مرګ له صحنې ځان وباسي.  هم خپل ژوند ژغوري او هم له هغه بشري جنایاتو  لاس اخلي چې د بې ګناه افغان ولس په قتل عام سره یې دا شل کاله ترسره کول.  داراز له بې شمېره جنګي مصارفو او د وسایلو له بې خرته استهلاک څخه خپل هیوادونه ساتي.
دا خو یې هغه بدیهي ګټي دي چې انکار ورڅخه ناممکن دی، مګر هغه عمده او ستري ګټي چې امریکایانو د نظامي تیري په اراده، د یرغل په ابتدا او بیا د اشغال په دوام کې غوښتل ترلاسه کړي؛ طبعي ده چې هغه به له لاسه ورکوي، اما یو ښه بدیل یې موندلای شي خو فقط د دوحې تړون د تنفیذ له لاري، نه د جګړې او اشغال د دوام له طریقه.

امریکا چې په پټو سترګو پر افغانستان برید کاوه، هیڅ ډول سازش او نرمي یې نه منله، ښکاره خبره ده چې د دوی ستراتیژیک استعماري اهداف ډېر اوچت ول، د ترلاسه کولو لپاره یې حالات هم مساعد ورته بریښیدل، ځکه چې د برید لپاره یوه پلمه په لاس ورغلې وه، که څه هم کمزوري بهانه وه، او د طالبانو حکومت ډېر کمځواکه ورته ښکاریده، لهذا د افغانسان په اشغال کې هغوی تقریباً نیمه آسیا مستعمره کولای شوای. د نیمي آسیا ولکه کول؛ ظاهره خبره ده چې د امریکا د واک غځوني او زبرځواکۍ لپاره ستره لاسته ور وړنه وه.
خو له عواقبو یې دومره ناسنجیده وو ، د امریکایي کارپوهانو له اوسني ندامت نه څرګندیږي چې که دوی دا جګړه د نیمي لسیزي لپاره هم متصوره کړې وای؛ ممکن هیڅ برید یې نه وای کړی، خو اوس دوی دوې لسیزي په جګړه کې داسي ښکیل پاتي شول چې هیڅ تصور یې نه کاوه.

مالي او ځاني تلفات یې دومره وګالل چې د دوی خپلي ادارې یې په اړه داسي وایي:

د امریکا د ټیکس یا ګمرکي محصولاتو د ادارې د یو راپور له مخي؛ هغه امریکا چې یو وخت یې په پرلپسي توګه په هره یوه ثانیه کې 752 ډالره ګټل، ولي اوس یې د ګټي پرځای، زیان ته مخه کړي، د جګړې له کبله د هري ثانیې په تیریدو سره 231 ډالره مالي زیان ورته رسیږي.

ځکه چې د جنګ د هري ورځي پوځي مصارف له 25 نه تر 28 میلیونه ډالرو پوري رسیږي. چې په دوه لسیزو کې دومره لوی مصارف خورا ملاماتوونکي ثابتیدای شي.

د الجزیرې د 2016م کال د یو راپور په آساس په یوه نیمه لسیزه کې د امریکایی یرغل له لاسه په افغانستان عراق او نورو سیمو کې 600 شپږسوه زره پوځي او ملکي وګړي تلف شوي، تر7 میلیونه زیات وګړي مهاجرت او بي کورۍ ته اړ شوي. او په همدې موده کې امریکا ته تر 13$ ټریلیونه ډالرو مالي زیان رسیدلی دی.

نو دې ټولو تخمیني او سرسري احصائیو ته په کتو، سړی دې نتیجې ته رسیدلای شي چې امریکايی واکمنو ډېره ناسنجیده پریکړه کړې وه چې پر اسلامي نړۍ خصوصاً پر افغانستان یې یوه ناروا جګړه پیل کړي. داسی یو بې هدفه او ناکامه جګړه چې اوس دوی خپله په دې باور دي چې هیڅکله به یې د ګټلو خوب رښتيا نشي. پرته له دې چې ورځ تر بلي یې زیاته  مرګ ژوبله وزغمي، ملا ماتوونکی مالي زیان یې وګالي او بالاخره نړیوال غرور او حیثیت یې له خاورو سره خاوري شي.

لکه څنګه چې مو یادونه وکړه چې اوس امریکایي واکمن پخپله هم پرخپله پریکړه ندامت ښيي، د بیلګې په توګه به یې یوه وړه خبره درته ذکر کړم:
د ۲۰۱۷م کال د مئ په میاشت کې د امریکا د کانګرس دوه غړي، (ولټربی جونز او ورسره جون ګرام اینډي)، د کانګریس د ودانۍ پر مخامخ د تصویرونو یو اوږد لیست را ځوړند کړ په دې لیست کې د 568 وژل شويو سمندري پوځیانو عسکونه وو، دا تقریباً ټول د یوې سیمي یعني یوې ولسوالۍ خلک وو، د کومي ولسوالۍ چې د کانګرس دغه غړی ولټرجونز هم اوسیدونکی دی. او دا پوځیان ټول د افغانستان او عراق په جګړه کې وژل شوي وو.

د کانګرس دغه غړی چې آرتوډوکس عیسایي دی؛ له خپلو نورو شریکانو سره په ګډه خبري غونډه راوغوښتله او خلکو ته یې وویل، زه تر هرڅه وړاندي له الله څخه غواړم چې ما وبخښي، وای ما ډېره ستره غلطي وکړه چې بوش ته مې پرافغانستان او عراق د جګړې په حق کې رایه ورکړه.

دوی وویل، موږ به نور د کانګرس له لاري داسي قانوني هڅي پیل کړو چې نور د امریکایی ولس د مالیې پیسې په افغانستان کې پر پوځي عملیاتو او انسان وژني ونه لګیږي. ولټر جونز په ژړا د هغه ۵۶۸ وژل شویو عسکرو لیست ته وکتل، ویې ویل دا ټول زما د سیمي زما د ولسوالۍ وژل شوي ځوانان دي. موږ ډېره ستره تیروتنه وکړه چې خپل ځوانان مو مرګ ته ولیږل.

د کانګرس د غړو دا خبري او دا واقعه موږ د یوې بیلګې په توګه یاده کړه چې په امریکا کې هم اوس بیخي لوی اکثریت پر خپلو استعماري جګړو پښیمانه ښکاري او ځان تاواني ګڼي.
کله چې دوی خپله اعتراف کوي چې دې یرغلونو، نه یوازي دا چې د دوی هغه ستراتیژیک اهداف یې ورته ونشوای ګټلای، بلکي برعکس تر اټکل پورته اخلاقي، مالي، ځاني، او د حیثیت زیان یې ورته واړاوه او دوام یې نور هم نقصانات ورته زیاتولای شي؛  نو طبعي ده چې بدیله لاره یې همدا تړون او تفاهم دی چې دوی له ناکامې جګړې خلاصولی شي.

دا چې د دې تړون له طریقه به د دوی لویه بدیله لاسته راوړنه څه وي؛ په لاندي ډول یې ذکر کولای شو:
امریکا او ورسره د ناټو موجوده ائتلاف په حیث د یو زبرځواک د تاریخ په اوږدو کې د دې لیوالتیا لرله چې په جنوبي او منځنۍ آسیا کې داسي ریښې ولري چې د خپلو بالقوه یا بالفعله حریفانو په سترګو کې تیره اغزی ثابت شي او یا لږ تر لږه د خپلو حریفانو د پراختیا غوښتني په مخکې دفاعي خط ولري. خو دا کار هیڅکله ورته ممکن نه شو، فقط یوځل چې د شوروي یرغل په وړاندي د مجاهدینو په مالي، تسلیحاتي او اخلاقي ننګه کې لویدیځوالو ته دا زمینه مساعده شوه، خو هغه هم نیمګړې.

ځکه چې د هغه وخت له جهادي مقاومت سره د امریکا او غرب دوستانه هم پر دوه مخي بنا وه، تر بریا وروسته یې نه یوازي د مجاهدینو سره دیپلوماتیک روابط ونه ساتل، بلکي د تخریب او فاصلو پیدا کولو او کمزوري کولو لاره یې ونیوه.
له همدې ځایه وه چې بیا هم د امریکا او لویدیځ هغه آساسي ارمان پوره نشو، او په دې سیمه کې یې له هر ډول مؤثر شتون څخه ځان بي برخي باله.
تر دې چې د ناین الیون یا یولسم سپتمبر د واقعې په پلمه یې د عملي هجوم پریکړه وکړه، عملاً یې دې کار ته را ودانګل، چې پس له دوو لسیزو هغه هم ناکام بریښي.

اوس که دوی بیرته د مخکنیو تیري کوونکو په څیر او د خپلو تیرو اشتباهاتو په تکرار سره عقب نشیني کوي؛ ممکن ترپخوا زیات د خپلو ارمانونو په ترلاسه کولو کې پاتي راشي.
خو که چیری د دوحې د شوي تاریخي تړون په پوره تنفیذ سره د یو دیپلوماتیک سیال او بشري دعویدار په توګه چلن وکړي، ښايي چې دا کار یي د هغه ارمان په ترلاسه کولو کې اغیزمن ثابت شي چې دوی یې په دې سیمه کې خصوصاً په افغاني جغرافیه کې په لټه کې ول، البته په دومره واضح توپیر چې په خوا به یې په استعمارګرانه، دوه مخي استخباراتي، غیربشري او غیر دیپلوماتیک شکل ترلاسه کول غوښتل؛ او همیشه به له ناکامۍ سره مخ ول، خو اوس به یې د دې برعکس د یو بشري دیپلوماتیک سیال په توګه دومره اغیزمن شتون وي چې هیڅکله به دا جغرافیه نه د دوی د ګټو خلاف کاریږي او نه به دوی ته د پخوا په شان د دې زمینه سازه وي چې نور ورڅخه خطر محسوس کړي.

او دا واقعیت دی ځکه چې اسلامي امارت پر همداسي یو ریښتیني سیاست باور لري او په همدې کې د خپل هیواد، خپل ولس او خپل راتلونکي بقا ویني.
زه فکر کوم دا هغه ستره لاسته راوړنه ده چې هم د افغانستان پخیر ده او هم د امریکا او د امریکا د لویدیځو انډیوالانو په ګټه ده.

ومن الله التوفیق

اړوند نور مطالب او مجلې

اســــلامي نظــام د ولس هیله او د قضیې اساسي حل دی!

Habibullah Helal

د لویو لارو غمیزې مو کوم عصر ته ورګرځوي؟

Habibullah Helal

تخریب بیش از ۱۳۰۰ قطعه از تجهیزات نظامیان امریکا در افغانستان

Habibullah Helal