د لوی خدای جل جلاله په فضل د شهامت مجلې دولسم کال کالګڼه، پرلپسې۷۴مه ګڼه په (۷۲) مخونو کې تازه شوه!
دغه مجله چې د هيواد د پیاوړو ديني عالمانو، لیکوالو، محصلينو او ځیرکو ځوانانو لخوا اداره کيږي، د سيمې او نړۍ په هکله ګڼ سياسي، علمي او ادبي مطالب په پام کې لري.
دا راز غواړي چې د روان اشغال او د يرغلګرو شومو اهدافو، جنایاتو او مظالمو په رابرسیره کولو سره ولس او په ځانګړي ډول ځوان کهول ته رښتيني حقائق وړاندې کړي.
د شهامت نوې ګڼه په تازه مطالبو او نوو مقالو سره تاسو ته وړاندې کوو، هيله ده چې په سپيڅلې روحيه او ادبي مينه يې مطالعه کړئ!
په درنښت!
اداره