دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د مسکو غونډې برخوالو ته د محترم شير محمد عباس ستانكزي صاحب وينا

الحمدلله رب العالمين والصلاة والسلام علی اشرف الانبياء والمرسلین نبينا محمد وعلی اله واصحابه اجمعين.

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

‏ تر لومړی وړاندې د روسیې له فدراسیون او د قطر له استازو مننه کوو، چې دا ناسته یې جوړه کړې او د افغانستان په قضیه کې علاقه اخیستې. له چین هم مننه کوو، چې د افغانستان په قضيه کې يې هميشه مثبت رول اداء کړی. او له پاکستان څخه هم مننه کوو، زموږ ګاونډی مسلمان هيواد دی او د افغانستان په سوله کې له شک پرته رول مهم دی او زموږ د شاوخوا پنځه ميليونه افغان کډوالو کوربه توب يې کړی او د نړۍ او سيمې هر هغه هيواد چې د افغان سولې په برخه کې یو قدم هم مثبت اخلي، موږ یې قدردانۍ کوو او همکاري ورسره کوو.

‏ زه د سولې په هکله يوه خبره کوم ، کاشکي دغه سوله چې اوس غوښتل کېږي په ۲۰۰۱ کې هم غوښتل شوې وای، هغه مهال خو امريکا له خپل ټول غرور سره افغانستان ته راغله، زرګونه انسانان یې  ووژل؛ خو هیچا د سولې نوم نه اخیست.

طالبانو خو له لومړۍ ورځې د سولې هڅې کولې، زموږ د بهرنيو چارو وزارت څو ځله امريکايي چارواکو ته ويلي و، چې که ثبوتونه لري، موږ حاضر يو چې دغه ستونزه له ډيپلوماټيکو لارو چارو حل کړو، خو امريکايانو هغه مهال له ټولو نړيوالو اصولو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ او زموږ جنابانو هم د سولې په هکله هيڅ نه ويل، بلکې د غټو غټو بمونو غوښته يې کوله، ايا په افغانستان امريکا او ناټو پرمختللي بمونه ونه غورځول؟ ايا د بمونو مور استعمال نه شو؟ ايا په دې بمونو کې ښځې او ماشومان نه وژل کيدل؟ ايا په دې بمبارونو کې د افغانانو کورونه نه ويجاړېدل؟

نن دد سولې غږ پورته کيږي، دا غږ ډېر ناوخته پورته شو، دا غږ باید په ۲۰۰۱م کې پورته شوی وای، اوس به مو له یو میلیون څخه کسان له لاسه نه ورکولی.

خو زموږ پيشنهاد په ۲۰۰۱م کې هم سوله و، په ۲۰۱۱م کې هم چې کله په لومړي ځل په قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستل شو، موږ سوله غوښته، په ۲۰۱۳م کې چې بيا هم دفتر پرانيستل شو موږ سوله غوښتنه، خو هغه مهال دفتر د چا له لوري بند شو، فکر وکړئ!

‏ وروڼو! دا باور وکړئ، موږ له ۲۰۱۱ م نه قطر ته تللي يو د سولې لپاره کار کوو، دا ځينې خولې خو اوس دسولې  په نامه تللي يو، خو راځئ  سوله وکړو، سوله یوازې د مذاکرا تو په مېز  نه کېږي، عملي ګامونه غواړي.

سوله کوم خو شل کلنې لاسته راوړنې له لاسه نه ورکوم، کومې لاسته راوړنې؟‏ د زرګونو انسانانو وژل کېدل، معتاد کېدل او په ایډز اخته کېدل شل کلنې لاسته راوړنې دي؟ راځئ له دې حکایاتو تېر شو.

‏ له امریکا سره مو تړون کړی هغه به له افغانستانه وځي؛ خو موږ د سولې هڅې ددې لپاره کوو، چې تر سولې وروسته بیا افغانان ونه وژل شي. موږ به په افغانستان کې دایمي سوله تامینوو، دا سوله قرباني غواړي ، له خپلو شخصي منافعو به تېرېږو. ددې مایکروفون له لارې ګاونډيو، د سيمې او د ټولې هیوادونو ته وایم، چې افغانان سوله غواړي او په خپلو منځو کې سوله کوي، دا سې سوله نه غواړو چې پردي دې موږ ته نظامونه ټاکي.

‏ موږ بهرنۍ ډیموکراسي نه غواړو، بهرنی کمونیزم نه غواړو، موږ بهرني تپل شوي نظامونه، نه غواړو، موږ ټول سره وروڼه یو، د مېز په سر کښېنو او خپل مشر او کشر به خپله ټاکو.

‏ د افغانستان نماینده ګان هغه څوک دي چې دا شل کاله یې د نړۍ د ټولو ابر قدرتونو سره چې «نماینده زلمی خلیلزاد» یې دلته ناست دی؛ مقاومت وکړ او دا جهاد يې بریا ته ورساوه.

په ۲۰۰۱ کې مو د امیرالمؤمنین په یوه فرمان ټول نشه يي توکي بند کړل او  چا یو کیلو توکي هم تولید نکړل؛ خو نن د نړۍ ۹۵ سلنه نشه يي توکي افغانستان کې تولیدېږي، ددې مخنیوي ته یو قوي او مرکزي حکومت په کار دی.نن په افغانستان کې قانون نه تطبیقېږي. که یو څوک لس ډالره په دفتر کې رشوت واخلي، په هغه قانون تطبیقېږي، پلچرخي ته ځي. خو که څوک پنځوس میلیونه ډالر او طلاګانې له افغانستانه وباسي؛ په هغوی قانون نه تطبیقېږي.

يو داسې قوي اسلامي حکومت پکار دی، چې قانون پکې د رييس جمهور او يو غريب سړي پر زوی يو ډول تطبيق شي او موږ به د مذاکرې په ميز د يو همداسې نظام پرجوړولو توافق کوو.

موږ هيڅ وخت د جګړې طرافداران نه يو، په جګړه کې موږ هم وژل کيږي، خو جنګ به هغه وخت ختميږي، چې د جهاد ټولې ارزوګانې او اهداف لاسته راشي، تاسې به د سياف صاحب پخوانۍ فتې اورېدلې، هغه به د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته ويل چې دا سهي ده، چې اشغال ختم شوی خو د اشغال عوامل نه دي ختم شوي.

موږ له امريکايانو سره توافق کړی، هغوی به موږ نه وژني، موږ هغوی، خو هلته چې دا نور خلک دي، چې امريکا د خپل امنيت لپاره جوړ کړي دي، هغوی هره ورځ په کورونو چاپې وهي، ماشومان په سپيو خوري. تاسې د وزرات دفاع د نن ورځې بيان ته ورګوئ، چې څو سوه طالبان مو وژلي، جنګ څوک کوي؟ جنګ هم کوې او اوربند هم غواړې، جنګ هم کوې، خو نه يې غواړې، امريکايانو سره توافق وشو، ته خو د امريکا په لاس جوړ شوی يې، هغه معاش درکوي، د هغه امنيتي قوی يې. ته هم بايد سوله وکړې، ته بيا څوک يې چې امريکا سوله کوي او ته جګړه.

او بله خبره داده چې د تېر او اوس جهاد هدف همدا و، چې افغانستان ازاد او خپلواک شي، خو دا هدف تراوسه لاسته نه دی راغلی، اوس فعلاً افغانستان ازاد نه دی، دلته د ۴۸هيوادونو عسکر دي، په افغانستان کې اوس هم بمبار کيږي، حکومت اوس هم حاکم نه دی، موږ د يو داسې نظام لپاره کوښښ کوو، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

امريکا سره د توافقنامې په هکله بايد ووايم چې الحمدلله زموږ لخوا تخطۍ پکې نه دي شوي او مقابل لوري نه چې کومې تخطۍ شوي، موږ خواهش کوو چې دوی پرې غور وکړي او هغه عوامل له منځه ولاړ شي، تور ليست بايد ختم شي، عجيبه خبره ده يو لوری په ډيپلوماتيکو پاسپورټونه ځي او بل لوری په تورليست کې دی، دا دڅه لپاره او لې؟ دا وطن هم زما دی او په طور ليست کې هم زه يم.

او بله مهمه موضوع  د بنديانو د خلاصون، د توافقنامې له مخې بايد اوس بنديان ازاد شوي وی، اوس هم زموږ زرګونه بنديان په بنديخانو کې دي، همدا د سولې په لار کې خنډونه دي؟ موږ د سولې لپاره حاضر يو، خوا واقعي سوله غواړو، که مقابل لوری هم همدا غواړي، راځئ چې د ميز په سر د افغان مجاهد ملت په غوښتنو بحث وکړو، چې هغوی څه غواړي.

په پای کې له ټولو مننه کوم چې زما خبرې يې په غور واورېدې…

اړوند نور مطالب او مجلې

امریکا دې له شل کلن اشغاله سبق واخلي!

Habibullah Helal

امنیتي پوستې که د لنډغریو مرکزونه؟

Habibullah Helal

دټټنګ مدرسه کې کوچنیان حافظان په کوم جرم ووژل شول؟

Habibullah Helal