دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د ډلو ټپلو پلاوی د مذاکرې او د ارګ د تخریبي موقف همغږی!

سعد كټوازی

هر مهال او وخت له ځان سره هغه څه لري چې مخكې او وروسته وختونه يې ښايي ونلري، له نن نه وړاندې په بشريت، مسلمانه ټولنه، د يو ملت په توگه افغاني ټولنه او د يو هيواد په حيث په افغانستان كې ډېر څه تېر شوي چې په اړه يې نن موږ د خپل تېر تاريخ له ټكي استفاده كوو، په كيسو كې يې د تېر تاريخ په نوم يادوو او ښه يا بده گټه ترې پورته كوو.

پر هغو د نن د پېښو اړوند كيسې د راتلونكي لپاره ورزياتوو؛ چې بيا د همغه وخت نوی كهول او نسلونه ورته د تېر تاريخ وايي، كه موږ په خپلو ليكنو او ياداښتونو كې له خپل تېر او اوس څخه گرد نه وي پورته كړی، نو هغه مهال يې دوی ارزوي، په اړه يې څېړنې كوي، خپل مهال ورسره پرتله كوي، پر تړاو يې پرېكړه كوي او ترې د اړتيا وړ گټه پورته كوي.

كه څه هم د يوې پېښې يو واقعيت او د همغه پر بنسټ روايت هم يو وي او د پېښي پر انځور كوم غبار نه وي، خو چې وروستيو تجربو وښوده، د پېچلو تكتيكونو پر مټ تبليغاتي هڅو، ناسم برداشت، ړوند قضاوت او دېته ورته نورو لاملونو له وجې د ځينې پېښو په تعقيب د هغو په مقابل كې نورې را ولاړې شي، د هرې لومړۍ د اثبات او دوهمې د رد لپاره څېړنې، ارزونې او پرېكړې رامنځته شي او بيا دا درې واړه هم له ځان سره مخالف او موافق نظرونه لري چې ورسره د يوې پېښي اړوند ډېر روايات منځ ته راشي او د هغې پر واقعي انځور غبار پرېباسي.

په هېواد كې وروستۍ څو مياشتې هم همداسي وې، له ځان سره يې ډېري هغه پېښي لرلې چې تر خپل منځ سره په خورا لوړ توپير او آن د سپين او تور په تضاد كې وې، دا د سولې هغه د جگړې، دا د خوښۍ هغه د غم، دا د امن هغه د گډوډۍ ، دا د وياړ هغه د پېغور، دا د برم هغه د شرم ، دا د ازادۍ او خپلواكۍ هغه د پرديپالۍ او بلواكۍ، دا ښه زېری هغه د خطر زنگ، دا هيله بښونكی هغه نهيلي كونكی، دا د گتې هغه د زيان، او… او بيا د هرې پېښي په اړه گڼ خو متضاد روايتونه وو.

ځينې پېښو خو لا له دوو جلا لحاظونو دوه يا ډېر متضاد او منځني اړخونه هم لرل، كه سر له اوسه ترې گرد پورته او روايت يې په ریښتوني واقعيت انځور نشي، په راتلونكې كې به يې د تېر تاريخ په حيث څېړنه او رښتونی انځور را برسېره كول له يوې خوا خورا ستونزمن او له بلې خوا يواځې د تاريخ او د هغه د مثبت او منفي اړخونو سره بلدو ليكوالانو او څېړونكو كار وي، خو په خواشينۍ سره چې دوی هم زياتره يا په فزېكي او يا هم فكري لحاظ ترور او له منځه وړل شوي چې اوس مو پرې وياړلی تاريخ د محوې او ژور تحريف له گواښ سره مخ دی.

دا چې ښايي د راتلونكې لپاره زموږ ليكنې او يادښتونه د نږدې او ممكن د ليرې ماضي د تاريخ برخه شي؛ د ځينې پېښو خپل بې غباره او لنډ روايت د كابل پر نړيوال پوهنتون له بريد څخه را پيلوو، دغه بريد چې پكې لسگونه محصلين مړه او ژوبل شول؛ په داسې حال كې ترسره شو چې له اوږد ځنډ وروسته د كابل پاشلې اداره د بهرنيو فشارونو په ترڅ كې توانېدلې وه، د بين الأفغاني مذاكراتو لپاره د ډلو ټپلو پر يو گډ پلاوي سلا او په دوحه كې له طالبانو سره د بين الأفغاني جهتونو په نوم كښېني.

بريد چې د پيل له لومړيو شېبو يې پړه پر طالبانو ور وغورځول شوه، پېچلی او د طالبانو له بريدونو سره په ښكاره توپير كې و، طالبانو د ردولو ترڅنگ وغنده او هم پر دې سربېره عيني شاهدانو، د پېښې طبېعي شواهدو، د بريد څرنگوالی، د داعش ډلې په نوم يې د پړې پر غاړه اخيستنې، د يو جعلي ويډيو كليپ له لارې بېرته انكار او د طالبانو كار بللو، وروستيو څېړنو او ارزونو هم طالبانو ته بشپړ برأت وركاوه، بلكې لا د كابل دولت پر استخباراتي كړيو يې تاوان كړ.

خو د ارگ لومړي مرستيال او د كابل امنيتي چارو نوي مسئول صالح يې له دې هرڅه سره په تقابل كې بيا هم پړه پر طالبانو ور غورځوله، كه څه هم د صالح له دې موقف څخه جوته شوه، چې تر شا يې د هغه لاس دی، خو د بريد انگېزه يې هلته ښه په ډاگه شوه؛ چې له پای ته رسېدو شېبه وروسته د شپې له تيارې په استفاده د نامالومه كسانو پر حواله د پوهنتون پر پنجرو سوله ضد پوسټرونه لگول شوي و، په داسي حال كې چې سيمه هم د ځواكونو له لوري كلابنده وه، د څېړونكو په اند بريد د تبليغاتي موخو لپاره ترسره او صالح غوښتل له ځان سره ولسونه هم د سولې پر وړاندې ودروي.

له ياد بريد وروسته صالح د طالبانو پر حواله پر تعليمي ادارو او ځيني اشخاصو د ورته نورو بريدونو او د ارگ وياند هم تبلغاتو د نوي چمتو والي خبر ور كړ چې د دې پر تعقيب خبريال يما سياوش په كابل، محصل ارمان په ننگرهار، الياس داعي په هلمند، د فراه جوين والسوالۍ خطيب غلام سخي په فراه، خبرياله ملاله ميوندۍ په ننگرهار، خبريال فردين اميني په كابل، د الجزېرې خبريال رحمت الله نيكزاد په غزني، سياسي فعاله پرشته كوهستانۍ په كاپیسا، د محابسو اړوند يوې ښځينه روغتياپالې په گډون څلور ډاكټران په كابل او تازه د صدای غور خبريال بسم الله عادل په غور ولايت كې د هدفي بريدونو او يا د چسپكي ماينونو له امله ووژل شول.

پر دې سربېره د ولسي جرگې غړي خان محمد وردگ په موټريز كاروان درې جلا چاودنې، د كابل ښار كې له موټرو د ښار پر نورو برخو د لسگونه راكټونو بريدونه او ځينې نورې وړې او لويې پېښي چې طالبانو غندلې او پړه يې يا خو چا منلې نه ده او يا هم د صالح استخباراتي گروپ چې تر سره كړي بريدونه د داعش په نوم مني، پر غاړه اخيستې او د هوايي او هاوان بريدونو پړه خو له منلو پرته هم د كابل دولت پر غاړه ده.

دا ډول بريدونه، چاودنې او مرموزې وژنې چې بهرنی او كورنی دښمن د سياسي موخو لپاره ترسره كوي؛ زياتر پكې يا هغه خبريالان، سياسي فعالان او… په نښه كېږي چې د دوی هر ډول گټو ته په هره بيه ژمن او خپله دغه ژمنتيا يې په اثبات رسولې هم وي، په طبېعي ډول دوی د دښمن له پټو رازونو او لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو څخه خبر وي چې اوس يې دښمن د افشا كېدو د مخنيوي بله چاره نه ويني او د همدې وېري له امله يې ووژني او له منځه يې يوسي.

او يا هم هغه ازاد خبريالان، سياسي فعالان او… دي چې حقه او سپينه وينا، سوله خوښي او د حقه حقوقو چيغه پورته كول يې د دښمن د گټو پر وړاندې خنډ جوړېږي، دښمن يې له منځه وړي او پرې د حقې او سپيني وينا غږ جبري خاموشوي، خو ځينې وژنو ته چې د منلو وړ توجېه ونشي موندلای، تر وروستي بريده هڅې كوي مرموزي پاتې او پام ترې پر بل لوري واړول شي، لكه د يما سياوش وژل كېدو د يوې مياشتې په دننه كې د څېړنې ډاډ ور كول شوی و، خو اوس د دوو مياشتو پر وتو يې لا هم ځواب نه دی ويل شوی، همدارنگه د فردين اميني مرموزه وژنه چې كورنۍ يې په اړه د پلټنې غوښتونكې شوه، خو صالح تهديداً چپ كړه.

د دې تر څنگ پر سياسي، ډلييزو او شخصي مخالفينو يې د پړې په ور اچولو تبليغاتي گټه هم ترې اخلي؛ ترڅو ولس او نړۍ د بهرنيو ځواكونو له وتو سره په افغانستان كې د وضعیت خرابېدو ته اندېښمن كړي، پر ولسي كورونو، مسجدونو، مدرسو او…د چاپو او بمباريو، پر هيواد دننه لارو كوڅو او بهر ته تللو لويو لارو كې د ولسي خلكو د ځورونكې پلټنې او لوټنې لپاره يې پلمه كړي او…

دا چې له كابل پوهنتون را وروسته نورې پېښي هم طالبانو پر وخت له ردولو سربېره غندلې هم دي او د كابل دولت يې هم پر طالبانو د پړې په ور اچولو دومره ټينگار نه درلود، بلكې د غندنو او په اړه يې د پلټنو لفظي ډاډ ور كاوه، چې بيا تر اوسه شاته غورځول شوي، خو ښايي دا د نورو ترڅنگ د دې لپاره و چې د وخت پر وتو، ناسمو مالوماتو او گډوډو روايتونو خپرېدو له امله د خلكو له ذهنونو د پېښو واقعي انځور ووځي يا لږ تر لږه پېښې زړې شي، نو ځكه اوس تازه د ارگ د وياند په همغږۍ امنيتي چارواكو يوځل بيا د يادو پېښو پړه پر طالبانو ور غورځولې ده او د ډلو ټپلو پلاوي مشر معصوم ستانكزي پر خپلو  هدفي بريدونو هم په قطر كې له طالبانو سره د غږېدو خبره كوي.

دا ټولې پېښې، د كابل دولت جگړييز موقف او ورته تراشلي توجېهات يې د بين الأفغاني مذاكراتو او سولې د سبوتاژ د هڅو په برخه كې و چې وروسته له هغه يې زور واخيست چې د سولې او بين الأفغاني مذاكراتو لپاره د ډلو ټپلو پلاوی له كابل څخه قطر ته ورسېد او ورسره سم امرالله صالح ته د كابل امنيتي چارې ور وسپارل شوې، له دې ور هاخوا د صالح او عطانور، ولسي جرگې او رولاغني، د كابل ښاروال سلطانزوی او ولسي جرگې، د روغتيا وزير او ارگ او…ترمنځ وروستۍ ناندرۍ او ورسره هم مهاله د ايراني چارواكو څرگندونې هم په دې نزاكتونو كې يواځې تخریبي هڅې گڼلای شو او بس.

پر دې سربېره د مذاکراتو د مېز خوا کې له كابل څخه د تللي پلاوي هغه څه د بحث سر ته راوړل، چې بايد تر ټولو وروسته وای، يواځې د سولې پر شعار يې بسنه او ریښتونې سولې ته يې نه ژمنتيا، پر هغه څه ټينگار چې طالبانو آن د بحث وړ هم نه گڼل، په مذاكراتو او بيا سوله كې د شخصي او غربي استعماري گټو تضمينول، د سولې اړوند يې تخريبي تبليغات، د مېكانيزم رامنځته كېدو سربېره د هغه پر مقدمه دوه مياشتې بې گټې چنې وهل، پر مېكانيزم او مقدمه يې له موافقې او د منځنۍ او ټيټې كچې لاسليكونو وروسته بېرته شاتگ او د ميكانيزم او ورپسې د مقدمې له بشپړېدو څخه انكار، د خپلمنځي ناندريو له امله د پلاوي دوه ټوټې كېدل او… هغه څه و چې پرې د ډلو ټپلو پلاوي خپله مذاكره د ارگ له جگړه ييز، خونړي او تخرېبي موقف سره همپاله او همغږې كړې وه.

دا چې طالبانو ۲۵كاله هر ډول قربانۍ په هېواد كې د اسلامي نظام د راوستلو لپاره ور كړې وې؛ اړينه وه د مذاكراتو د بحث په ايجنډا كې داسې څه نه وي، چې له قرآن او حديث (اسلام) سره په ټكر كې وي، ورسره دا چې د هېواد غوڅ اكثريت وگړي د اسلام له څلورو فرعي اسلامي مذهبونو د حنفي  فقهې پيروي دي، ډېرۍ قربانۍ هم همدوی وركړي او يا د مذهب د كشالو د حل يو غوره منهج هم دی؛ د دې ضرورت له چا پټ نه دی چې د بحث د اختلافي موضوعاتو په حل كې قرآن او حديث ته د رجوع پر مهال حنفي فقه معتبره شي او دا چې طالبان د دوحې د تړون پر اساس بين الأفغاني مذاكراتو ته داخل شوي وو؛ په طبېعي ډول دا يو لازمي امر گرځي چې له امريكا سره د شويو مذاكراتو پر دوام بين الأفغاني مذاكرات هم د ياد تړون پر اساس وي او…

خو له كابله ورغلی پلاوی د قرآن او حديث له نوم او دا چې بحث به يې له هغو سره په ټكر كې نه وي جوړ نه راته، چې د جمهموريت او ورته نور خوبونه يې ليدل، په قرآن او حديث كې حنفي فقهې ته د رجوع پر ځای د جعفري فقهې خبره را منځته كړه، د دوحې تړون يې د بين الأفغاني مذاكرې د اساس په توگه نه مانه او…ورپسې د ۲۰ورځنۍ وقفې له پيل سره سم چې د ملا برادر پر مشرۍ د طالبانو يو چگپوړي هيئت گاونډي هېواد ته سفر پيل كړ، د كابل دولت چارواكو ادعا وكړه؛ چې گني ياد هيئت دغه سفر د دوی په همغږۍ كړی او ورپسې يې په افغانستان كې د پاتې مذاكراتو تر سره كولو او د ځای ټاكلو خبر هم رامنځته كړه چې دا ټولې د سولې پروسې تخرېبي هڅې وې.

خو كه لنډ ووايو د طالبانو او امريكا ترمنځ مذاكرات چې د افغانستان د كشالي د هوارۍ لويه برخه جوړوي او په برياليتوب سره په دوحه كې بشپړ شول، بين الأفغاني مذاكرات يې دوام دی چې بايد هملته بشپړ كړل شي، په يو داسې مهال چې طالبان ورته رارسېدلي يا ورته داخل شوي، د ځای بدلول د شاتگ مانا لرلای شي او هغه هم د كابل د دولت پر وړانديز او غوښتنه چې كه له ورايه هرڅومره ساده ښكاره شي، په واقع كې خدای ج مكړه منزل ته د رسېدو په وروستي گام كې يو ستره او نه جبرانېدونكې ماتې وي.

اړوند نور مطالب او مجلې

له عسکرو سره د اسلامي امارت غوره چلند د دیني او ملي بصیرت ثبوت وړاندې کوي!!

Habibullah Helal

څنګه إسلامي فکر په میراث پريږدو؟

Habibullah Helal

د حوت لسمه د اسلامي امارت ژمنتیا او د امریکا مسؤلیت

Habibullah Helal