دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
څرک

شهید امیرالمؤمنین ته د څرک ځانګړې ګڼه چاپ شوه!

څرک مهالنۍ مجله چې اسلامي، سياسي، ټولنیزې او ادبي لیکنې په محتوا کې لري، د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کميسیون په امتیاز هر دوه میاشتې پس له چاپه ووځي.

د څرک نوې ګڼه هم له يو لړ علمي، سياسي او ادبي مقالو سربېره دا وار شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور  تقبله الله ته ځانګړې شوې،

دغه ګڼه د شهید منصور تقبله الله د لومړي تلین په مناسبت ، له نړيوال استبداد او ستر طاغوت سره د جګړې او سیاست په ډګر کې د هغه دتاریخي او تل پاتې کارنامو د یو شهکار اثر په توګه وړاندې کيږي.

شهید منصور رحمه الله د ستر فکر او لوړ شخصیت یو داسې نمونه وه، چې په یو وخت کې يې د مقاومت او سیاست د دواړو ډګرونو په امتزاجي رنګونو باندې رنګ و.

د شهید رحمه الله د شخصیت ، سیاست، مقاومت، ژوند او حالاتو په مطالعې سره داسې جوتيږي چې نوموړی د هیواد دپرمختګ، د ولس سوکالۍ او د افغان عظمت ساتلو لپاره غښتلي او کوټلي قدمونه اخيستل خو بدبختانه د اسلام او وطن دښمنانو پرېنښود چې د هیواد د آزادۍ د اسلامي غورځنګ کاميابي تحقق  مومي او بلآخره د شهادت لوړ مقام ته ورسيد.

 

د شهید منصور رحمه الله د ژوند بېلابېلو اړخونو او دحالاتو مطالعه د هیواد ځوانانو لپاره ډیره مهمه ده، ترڅو د شهید رحمه الله د ملي احساس ، د یرغلګرو خلاف مقاومت، بيداري او ويښتابه فکر ژوندي ساتلو لپاره د ځوانانو روحیه وساتي او د راتلونکيو نسلونو لپاره د لارې مشال وګرځي. په همدې هیله!

اداره

 

څرک مجله خپل کمپيوټر ته ښکته کړئ!

Srak PDF

 

 

اړوند نور مطالب او مجلې

دڅرک مجلې ۹۴يمه ګڼه چاپ شوه

admin

د څرک (۱۲۲)مه ګڼه له چاپه ووته!

Habibullah Helal

د څرک (۱۱۶) ګڼه له چاپه ووته!

admin